طاير ځلاند

 


نه يې بدل شولو دتلو نه د راتلو روايت
اوس هم هغسې دى اشنا د ورځو شپو روايت

د تندې ذوق مې سرابونو باندې مۀ ماتوه
ماته معلوم دى بې وفا ستا دوعدو روايت

زۀ لکه مات ټوټې ټوټې له غېږ پرېوتى منګى
زۀ ټول سالم لکه ژوندى د پښتنو روايت

څوک چې پالنه کړي دنورو تهذيبونو مدام
يو وخت به خامخا ورکيږي د هغو روايت

چې لاس دې راکړو اوس په نيمه لار تنها مې پريږدي
داخونه مينه شوه اشنا نه د پښتو روايت

په هر نظر د حسرتو مړاوې غوټۍ کړه تازه
ژوندى ستاته ښکليه هٰغه دسپرلو روايت

لوستل شوی 4185 ځله Last modified on چهارشنبه, 28 سرطان 1396 13:38

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي