زویا جان

 


په موده پس خو لږ بدل شه راشه
زما د نغخښتو سترګو حل شه راشه

چا دې د مرګ لارې نیولې نه دي
ای زما ژونده لږ اجل شه راشه

ستا جدائې د ژونده ویستې يمه
خیر دی پخلا نن په څه چل شه راشه

د مقدر کرښې بدلې کړه نن
ما حق حیران کړه زما خپل شه راشه

لوستل شوی 4636 ځله Last modified on چهارشنبه, 28 سرطان 1396 13:40

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي