نبيله «وفا»

د شګو بند او د ټېنګې نه ؤ

لکه ماشوم له موره مړ وزېږي

تر جوړېدو مخکښې لا وران ښکارېدو

د منزل لارې مې چې ستا په لوري نه کږېدې

شپې مې امېد ؤ لکه دېو  خوړلې

نوبیا زه ولې د درياب په طمعه تلمه د سراب غېږې ته


د وښکو ډنډ دے په دې ډنډ کې مې ليمه ډوبيږي
بل درد د غم دے چې له درده مې دا زړه خوږيږي
تاته به ښکاري دا د سپينو اوبو دوه رودونه
دا وښکې نه دي له دې سترګو نه مې زړه څڅيږي
هر څو که وګورمه ستا د محبت نښو ته
خو بې له تا مې په بل هیڅ شي مينه نه سړيږي
زه لیونۍ نه یم چې ستا د عشقه لاس واخلمه
هغه چې اخلي نو د عشق په معنی څه پوهيږي
راځۍ چې نورې مستقيم لارې کږې وباسو
دا پښتانه په سمه نه په کږه ښه پوهیږي
مونږ چې د خپل د درد کتاب عالم ته پرانه نيزو
زمونږ له درده به څوک څنګه په کاله خبريږي
ځینې خبرې عملي ګامونه غواړي د ژوند
ځينې خبرې په خبرو باندې نه سميږي
خداے خبر څه ېې د فکرونو په ګلشن کې راشي
جانان زما تر کوره راشي خو له وره ستنيږي
ستا محبت له به زه دومره زړه له کومه راوړم
ستا محبت چې په دې دومره زړه کې نه ځايړي
هم دا انسان دے چې د ځان په معنی پوهه نه شو
هم دا انسان دے چې د ځان په معنی ښه پوهيږي
بلا که وليکم غزلې ستا د حسن په نوم
ستا د ادا غوندې خو يو هم غزل نه جوړيږي


هغه به څوک وي چې مخ واروي
دا ستا له عشقه
هغه به څوک وي چې تا وويني
او بل څه خوښ کړي
هغه به څوک وي چې ديدار ستا د ښاست نه غواري
هغه به څوک وي چې دوه سترګې غواړي
نور نه غواړي
خو له دې هر څه سره
زه هم دوه سترګې غواړم
خو داسې سترګې چې بس تا وويني
تا محسوس کړي
د محبت په شانې
ته خو پوهیږې چې ستا لوے محبت
زما وړوکي زړه کې نه ځائېږي
همیش بهر راوځي
چغې وهي
دماشومانو غوندې ضد کوي تل
ستا د لیدو د پاره
ستا د موندو د پاره


ولې هم یو خوب دے چې ېئ وینم هره شپه
ولې هم یو خیال دے چې په ما وریږي تل
ولې زه د ځان ګمان په تا باندې کوؤم
ولې مې ځواني لکه تراب دوړیږي تل
ولې د ژوندون لارې د مرګ په لور ستنې
ولې په رڼا کې د تیارو ویره خوره
 
ولې د وفا نه بې وفا جوړیږی تل
 
ولې زندګي د سترګه ورو تماشه
ولې هم یو خوب دے چې ېئ وینم هره شپه
ولې هم یو خیال دے چې په ما وریږی تل


هره شپه خوب وینمه
چې يو ښائسته منظر دے
عینې جنت غوندې
هرخوا ګلونه د هوا په تبه رقص کوي
زه د جنت په دې ښاسته منظر کې ټال اچوؤم
خو ستا راتګ هم ډير نزدې وې ته په لاره کښې ېې
زه چې تا ووینم د هغه ښاستونو په لار
نو زما زړه وخاندي
او ستا په شوندو غزیدونکې مسکا
ماته سلام وکړي د زړه د تله سلام
خو ناڅاپي يو تور دیوال زمونږ تر منځه راشي
چې د ښاست مملکتونه په تیارو بدل کړي
او بس تیاره پاتې شي


زمونږ کورونه چې څنګ سوي داسې زړونه سوي
د محبت لمنې سوې هم رنګونه سوي
مونږ پښتانه د خپل ايمان په زیان خوشحاله يو تل
زمونږ د ډير غیرت له لاسه ايمانونه سوي
ډيرې ژړا مې دا د زړه نظر اوبه اوبه کړو
ستا دليدلو په ارمان مې نظرونه سوي
مونږه د یو او بل په سوري باندې نه یو ډاډه
زمونږ په ډیرو ګمانونو اعتبارونه سوي
هو راپیرزو دي د ژوندونه دا بې پتې ورځې
د وخت تنور کې مې د پيغلو ټول شالونه سوي
راشه چې خپلې ارزوګانې درڅرګندې کړمه
ګنې وختونه به بیا وایې چې وختونه سوي
دا د دعا لپې به څنګه تاته وه غزؤم
په دې تودو تودو سکروټو مې لاسونه سوي
هيڅ طوان نه لرمه ستا د هیرولو په باب
ستا د تصویر په ورانولو مې فکرونه سوي
چې د خوښۍ پریښتې نه راوړي د زیري ډولۍ
هغوې خبردي چې زمونږه اخترونه سوي
په دې تیاره کې به زه هیڅ د کوره نه وتلې
که وې خبره چې د لارې چراغونه سوي
زمونږ نظر به ګنهګارې څهرې څه پیژني
مونږ چې اوسیږو چرته هلته سهرونه سوي
د هغې شخص نه د وفا به لا څه طمع کوې
د دې دنیا په رنګینۍ چې ېې مخونه سوي

ژوندون سراب دے هسې  
چې مونږه ټول یې وینو  
هم د یو خوب په شانې  
داسې یو خوب چې هیڅ تعبیر نه لري  
دا بې شناخته وجود چې هیڅ اهنګ نه لري
خو مونږ په دې سراب کې بیا هم ناڅو  
چې نه سندره شته دے او نه کوم ډول غږیړي

تعبير به څه لري ملګړو دا زما خوبونه

چې په رڼا ورځې زه وينمه بلا خوبونه

غوڅه احساسه تا په کوم یو زيارت وګرځووم

تا له د کومه راوړم ستا د درد دوا خوبونه

زما دعا زما بې ځایه زړه په ځای نه کړلو

څه په درد نه خوري که اوس وي که ن وي دا خوبونه

راشۍ زما په ارمانونو ما سره وژاړۍ

زما دردونو ته بند نه تړي د چا خوبونه

کڼه بیا داسې ما به تورې تیارې خپله وخوري

که مې رانه وړل بیا د ځان سره رڼا خوبونه

زه به د خپل اعتبار په سوري تا ته هم وګورم

پخپل تصویر کې به را ونغاړمه ستا خوبونه

مونږه د خپلو حیاګانو په لار تللي جونه

مونږه لیدې نه شو هیڅکله بې حیا خوبونه

زما ګناه د خپله حده نه بهر وتل شو

د خپل زمیر د لاسه نه راځي اوس بیا خوبونه

خدایګو که بیا خو د مسکا غیږه نصیب شي زما

زما خندا ما له راکړي دي ژړا خوبونه

دا هیڅ معلومه نه ده وخت به راز پخپله وایې

خدای خبر تا به ډیر لېدلي وي که ما خوبونه

دا چې په سترګو کې د مینې ځالې ورانې ښکاري

په الفتونو کې همیش رسي تالا خوبونه

 

ژوندون سراب دے هسې 
چې مونږه ټول یې وینو
هم د یو خوب په شانې
داسې یو خوب چې هیڅ تعبیر نه لري
دا بې شناخته وجود چې هیڅ اهنګ نه لري
خو مونږ په دې سراب کې بیا هم ناڅو
چې نه سندره شته دے او نه کوم ډول غږیړي
This
لوستل شوی 5383 ځله Last modified on چهارشنبه, 28 سرطان 1396 13:42

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي