دا زه هم څومره ستر يم يو مې ځان زر مې سوداوې

لښکرې شو د يو جانان ديدن ته چې راځو

زړه وايي چې په يو پالنگ دا ټول څنگه ځائيږو

په وينه کې مو مينه ده ستا تن ته چې راځو

همدا گالو له لارې ټپي ستوري ټولوو

يو، يو به ښخوو د سپوږمۍ تن ته چې راځو

مطرب پيران راغواړي خداى گو چل نه وي وېرېږم

ميدان په نښه شوى مونږ اتڼ ته چې راځو

فرصت غواړو اغيار نه که د مينې لارې پريږدي

سينگار، سينگار قطار يو دې گلشن ته چې راځو

قحطي ده د ديدن او په صواب يې پابندي ده

زړه زبېښو او رازبېښو دې وطن ته چې راځو

سيلۍ يو راځپلي څوک مني مو او که نه

دې مست بهار په غېږ کې گل بدن ته چې راځو

مرگي بلنه وکړه د سلگو سره غږېږو

اخته په کوم يو درد يو ځنکدن ته چې راځو


آرين – ٠٩-٠٣-٢٢

لوستل شوی 7270 ځله Last modified on چهارشنبه, 28 سرطان 1396 13:45
دې ته ورته نورې ليکنې « اصغر اکبري فضل الله زرکوب »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي