اصغر اکبري

 


ملامت نه يم که له ژبې مې ستا نوم ښوئيږي
شونډې مې غوڅې دچلم په دروي هم ښوئيږي
دخدای لپاره ژڼي مه وژنۍ قبرو ستړي کړو
تڼاکې چوي په لاسونو کې مو يوم ښوئيږي
ښايي سپرلی به له دې خاورې غيږه وګرځوي
چې دوطن په هره پوله ترنم ښوئيږي
دا شهيدان يې له سپيڅلي سينې مه ليږدوۍ
د ‌احد غر دوينو رنګ پسې معلوم ښوئيږي
پدې ډبره کې نن خامخا درزونه شوي
چې يې په مخ داوښکو څاڅکي ډير معصوم ښوئيږي
( اصغر ) به څړيکې په شان ستا زړګي ته ورسيږي
که څو پدې ورانه سينه لکه ماشوم ښوئيږي

اصغر اکبري ---- خوست

لوستل شوی 9796 ځله Last modified on چهارشنبه, 28 سرطان 1396 13:48
دې ته ورته نورې ليکنې « محمد شفيق «هېوادپال» آرين »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي