محمد امین بسمل

محمد امین بسمل

 


غم په غم پسې رادرومي له غمونو سره مخ یو
لاس چې خلاص کړو پښې شي بندې له دامونو سره مخ یو

موږ پخپله یو دبل وزرونه مات کپرۍ سرې کړې
پښې موماتې په اړخ رغړو له عیبونو سره مخ یو

خیال یې نه ساتو چې څومره سپېرې سپورې راځي خولې ته
اثبات نشته بې ثبوته له تورونو سره مخ یو

تورټغر دماتم پروت دی دپښتون بدبخت په کلي
هم مو وژني هم مو ښکول کړي له نازونو سره مخ یو

په ژوندون موخپل خواږه مشران ونه پالل له کیبره
چې سا ورکړي بیاپرې ژاړو له ویرونوسره مخ یو

موږ لرل شکر اوس هم لروکافي ډېرمشعلونه
خو افسوس چې تل مدام له تورتمونوسره مخ یو

دغزل سلطان موهم کډه شوخدای دې جنت ورکړي
پسرلی دریادوم له خزانونوسره مخ یو

ای بسمله لاس کړه لپه خپل ناروغ قام ته دعا کړه
په یوکورکې نه ځایږوله درځونوسره مخ یو
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20409


ثوابي روژې به نیسم لمونځ اودس به تل مدام کړم
خدایه دومره مهلت راکړې چې ګلرنګ جانان په نام کړم
داچې هره ورځ نفلونه کوم ستا په لوی دربارکې
مدت وکړې پاکه ربه چې دمینې چارانجام کړم
اوس لا هم دیار په تمه تمه ناست یم اه مې واوره
شوګیرو یې لېونی اوجدایي م او لام کړم
ځینې تنګ شوم غمازان ګرځي هم اخوا اوهم داخوا
خوله مې مهرګونګی ګونګی یم دبڼو په سر سلام کړم
خوشبویي راوړي دګران لخواپه ماباندې چې راشي
دجانان دکوڅې خلګو ته خوځکه احترام کړم
ماته مه وایاست چې ولې دې شعرونه شکري شول
جانان خوږ دی سوز یې خوږ دی چې صفت یې صبح وشام کړم
ماهم کله چېرې دومره نرمښت نه لید پخپل ځان کې
دګلرنګ خوږو خوږو سترګو زه داسې خوش کلام کړم
که چا راوړ شین دسمال دیارله کلي زما کورته
څه چې زما له وسه کیږي دا به واړه ورانعام کړم
ارماني بسمله کله چې زمابغل ته راشې
دا مې لوظ دی ځان به هېر کړم کرۍ شپه به په تا پام کړم
ثوابي روژې به نیسم لمونځ اودس به تل مدام کړم
خدایه دومره مهلت راکړې چې ګلرنګ جانان په نام کړم
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/19939


ماښام راسوځي شپه راسوځي شین سهار راسوځي
غرمه اوزېړمازدیګری هم دا غدار راسوځي
راغلل جامو کې دملیار چې زموږ وطن کړي سمسور
چمن راسوځي بڼ را سوځي لاله زار راسوځي
دلته راغلي ګورګښان په مرستیالي لباس کې
کلي بانډې یې کړل رالوټ اوس کوهسار راسوځي
هغه چې میندو پکې راوړل اتلان نړۍ ته
د لر اوبر دزړګي سر لوی کندهار راسوځي
زړه مې ترق چوي شهیدان دزنګاوات چې کړم یاد
غرېو مې مرۍ ونیسي اه مې دزړه ښار راسوځي
هم دبابا ولي زیارت هم چهل زینو په سرکې
سلګۍ مې واخلي زه وېرېږم شامزار راسوځي
دمیرویس خان په مېنه اوربل دی لا نه یې وینئ
احرمن سرې لمبې راوړې نوبهار راسوځي
پایلوڅو پاڅئ یو ځل بیا له ګوره سر راجګ کړئ
ستاسوپه چم کې سره ګلونه دګلزار راسوځي
ارغنده ته ولې ویده یې غوړمبهار د څه شو
هلمنده لاس ورکړه پکتیا او ننګرهار راسوځي
ته سوله ماتي سوله ساتي بولې ړونداو کوڼ شې
ته یې لا نه وینې زرین تاریخ د پلار راسوځي
هم یې له ستوني یو نیولي هم ځان دوست رابولي
خیبر به وران کړي په ولله بیا به مزار راسوځي
له کرښې داخوااخواجوړپه پښتنو محشر دی
سوات پېښور یې کړل راوران پاړه چنار راسوځي
دابدالي زور یې لیدلی وار له موږه اخلي
دا دګورګین بچوڼي ګورئ زموږ وقار راسوځي
ډېوې یې مړې کړې دمحفل نغمې خاموشې سولې
شهباز په ګوتو کې سا ورکړله ستار راسوځي
شېخ دشیطان تر وزرلاندې جنتونه غوښتل
کورته یې راوست هم مو ننګ هم افتخار راسوځي
موږ تودول خپلو لستوڼو کې ځانو ته ماران
اوس مو دا دنګ دنګ پښتانه لکه چنار راسوځي
زموږ نجات بســـــــــــــــــمله زموږه په یووالي کې دی
که یو لاس نه شو نن کنړ سبا تخار راسوځي
ماښام راسوځي شپه راسوځي شین سهار راسوځي
غرمه اوزېړمازدیګری هم دا غدار راسوځي
http://www.youtube.com/watch?v=Cy0cuiWFNXk&feature=related


جانانه اوس دې هم لا په یادونو کې ساتم
هرګام په اغزو ږدم خو تا ګلونو کې ساتم

دصبر سمندر یم له توفان سره غېږ باسم
غنچې دښکلا ګانو دې موجونو کې ساتم

دوخت اژدها ژا مې که هرڅو کړي پر ما ټینګې
ته مه وارخطا کېږه تا وزرونو کې ساتم

بایلل دزړګي ټوکې نه دي چېرې دې ځان ورک کړ؟
وعدې دې جانه ټولې یاداشتونو کې ساتم

اشنا له کوڅې تېر کړه رنګ یې هېر کړه هغه ته وې؟
زه ستا په ډول نه یم ځان ننګونو کې ساتم

په ناز او ادا راغلې دزړه کور ته مې دننه
هر ناز دې نازولې په نازونو کې ساتم

نورڅه راسره نه وو یو څه و هغه مې درکړ
له تا مې زړګی جار اوس ځان دردونو کې ساتم

رانغاړم ځان پېچم ستا دغمونو سلسلو کې
تصویر دې په ما ګرانه ګلابونو کې ساتم

خپه نه شې بسمله زما اوستا یارانه نه شي
ته ګرزه په سحرا زه ځان ښارونو کې ساتم

حیأ ورڅخه تللې ده تخت ساتي په اغیار
موږ ولې ټیټوي دا خدای وهلی فرېبکار

هغه ورځ په ځنګل کې غوړمبېده لکه زمری
په خدای مو باور وشه موږ یې ټول کړو شرمسار

حیران یم دا پخپله که دبل په خوله غږیږي
څوک نشته چې وروښيي سړي غوندې ګفتار

خوله وازه سترګې پټې په اپلتو پیل وکړي
په سور خو په ولله که وي علاج یې دی په کار

لمبه شمه ایره شم چې نیکونه کړم رایاد
دا وخت ټیټ دی که سر ټیټ دی زموږه دسردار

هغه ملت چې پاڼې دتاریخ ولې پرې ښکلې
نن لاس او پښې تړلی په قفس کې دی حصار

ددوو ټنګو لپاره به ایمان خرڅ کړي ښاغلي
دستر احمد دملک به ورکړي نورو ته اختیار

په تېر اخېر یې پښې خطا شوې خدای دې سزأ ورکړي
له چا چا ته ګیله وکړم له چا کړم ځان کنار

سرلوڅ و که سرپټ داسې په تبه سره ناست وو
باران و د ډالرو هر یو و خمار خمار

کڅوړې او جېبونه یې پنډ پنډ مالومېدل
دټولو سترګې ټیټې وې چې کوز شول له تالار

راغلی نابللي به اخېر ځي ملک به پرېږدي
بسمله تر هغو به موږه ټول کړي خوار اوزار


اه ته په ارمان ولاړې
په یو زانګو زنګوې په بل جهان مورې
له دواړو لاسو دې شم قربان قربان مورې
دبشریت باغچې ته له ارزوګانو سره
راوړې دزړه په مینه رنګین ګلان مورې
دورځې ستړې ستړې دشپې هم خوب نه لرې
روزې سبا لپاره خپل ماشومان مورې
څوک ساینس مخ ته بیایي څوک په مخ نورې چارې
هم دې ښوونکي راوړل هم طبیبان مورې
دا نننی پرمختګ شوی دتا په مټو
انسان دې ورساوه آن تراسمان مورې
زموږ تاریخ پرې روښان ستا دجګر په ټوټو
هم یې ګټلی سنګر هم یې ایمان مورې
چې دې رایاده کړمه غریو مې مرۍ کړي تنګې
اه ته په ارمان ولاړې زه په ارمان مورې
زما خوږې موره کې اروا دې ښاده غواړم
بسمل دې پرېښود تنها په بیابان مورې
په یو زانګو زنګوې په بل جهان مورې
له دواړو لاسو دې شم قربان قربان مورې


مالومېږې را روان یې په ځولۍ کې دې ګلونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه
ښه پوهېږوله ښه نېته را روان یې زموږ خواته
نه تم کېږې نه ځنډېږې را ځې ښکلې پښتونخوا ته
اوس هغه وختونه نشته څوک دي ګوډ د چا ملا ما ته
هردم ژوند غنیمت بولو تمه نه لرو سبا ته
لا خبر نه یې چې دلته قتل عام شول ولسونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه
زموږ داسې بد نصیب دی موږ هر وخت یو کړېدلي
نه په چاپسې یو تللي نه په چا یو وردانګلي
یونانیان که انګرېزان ودوی اشغال ته وو راغلي
دوی خو څه چې روسان هم دلته بې حده شرمېدلي
دا ځل داسې لېوان راغلل ور سره دي وحشتونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه
دزړه سره پسرلیه راته ګران یې زموږ خوښېږې
داسې نه چې زموږ مېلمه شې بیا له موږ سره کړېږې
موږ په خپل کور واکمن نه یو ته په دې باندې پوهېږې
ټول به تا ته یو خوابدي ته به هم موږ ته ځورېږې
له نیمی لارې در ګرزه بیا به وکړې ارمانونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه
موږ پوهېږو تنها نه راځې راوړې رنګ رنګ ګلان ته
له ګل بوټو او ګل ځانګو سره یو ځای بلبلان ته
کور آباد کارغان دې خوښ نه دي را وړې شینکي طوطیان ته
ګل سرخ اونارنج ګل راوړې نښترو ته بازان ته
نن زموږ نغمه خاموشه نه غږیږي ربابونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه
نن زموږ په کور ماتم سړي خواره راغلل اسیا ته
بهانه دیموکراسي کړي چل یې جوړ دی لویې غلا ته
افغاني ګلبڼ یې وسو هم عراق اوس ځي لیبیا ته
دعربو کوردې وران شي لا دوست وايي امریکا ته
دا خو هغه ځناور دې چې یې وران کړل خپل برجونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه
موږ ته خدای راپېښه کړې چې سوځیږو لر اوبر
موږ مغرور یو کبرجن یو موږ هر یو یو دخپل سر
نوروخپلو کې لاس یو کړ هغوی مشر کړ خپل خر
موږ له هرچا ځان لوړ بولو خو لا نه لرو رهبر
ځکه زه بسمل کړېږم ناسورشوي مې زخمونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه
مالومېږې را روان یې په ځولۍ کې دې ګلونه
دلته مه را ځه سپرلیه هره خوا بل دي اورونه


ســــتر خـــادم دافــغــانســـتان و
دپښــــــتوپه سپين جبين ځلانده ســــتوری داسمان و
دافغان دشينكي باغ بلــــبل له هر چا خـوش الــهـان و
دســـروددمـــلك بادشــــــاه و ډېر كېمين اوقــدردان و
هســـي پټ و په ايـــرو كې لـكه لعـــل دبدخــــــشان و
درېغه درېغه مرګي وېوړ زموږ روح وزموږځان و
ترانې به یې دلـــــــــويې پښــــــتونخـــواراته بلـلــې
په خـــوب تلـلـــې ككــــرۍ بـه یې لــه واره پاڅــولــې
قافـــــيلې به یې تورتــم كي په رمــــزونوپوهــــولې
ماتې هـــــــيلې یې پـه ماتـــو كوګلــــو كې هـــڅـولــې
په ظاهر لكه ملنـګ و خو له ټولـــو ښه څــاروان و
درېغه درېغه مرګي وېوړ زموږ روح وزموږځان و
په هيـــكل دمـوسيــــقي كې یې لاچي لونګ قطاردي
ټـــول طرزونه اوراګــــونه یې په لـــوړهنر اعـــياردي
له خــوږژبوشاعـــرانـــویې راټول ښكلى اشـــعاردي
واړه لعــــل دي واړه دور واړه زمـــوږه افتـخـــاردي
دپښــتودښــكلې ناوې په رنګـــين رخسارپيزوان و
درېغه درېغه مرګي وېوړ زموږ روح وزموږځان و
ستا د ســـترګــوبلا واخلم بيادسـترګې ولې سرې دي
څه په خـونداوســوزیې ويلې پـكې نغښتې ولــولـې دي
ويـل را ووري مــلغـــلرې كه داوښــكـوفــــوارې دي
كلــه ګل كلــه غــونچه شي په رخـساركې د لـمـبې دي
هركلام دهـــر شاعــریې ادا كـړی په ښــه شــان و
درېغه درېغه مرګي وېوړ زموږ روح وزموږځان و
له هغې ورځې چې دامظــلوم نــړۍ تــه و راغــلی
دخـــوښــي مـــخ یې يــوځـــلې په ژونــدون نه وليدلـی
هم دلـــراوهـم دبـــر له ويــره ډېر وكـــړېدلـی
دګـــردون لــه بې رحــمـــيوو تــر پوزې رســـــېدلی
خـوبيا هم په عظـم ټينګ اوسترخادم دافغانستان و
درېغه درېغه مرګي وېوړ زموږ روح وزموږځان و
كلــه كلــه به غـــمونــوپـسي واخــيست ميـــكدي ته
نــور یې څــوك نه و پنــاه به یې وروړه رنــد او پيـالــې ته
دساقي ترڅنګ خوشحال و نه ورته دشېخ كوڅې ته
ويل اسمان یې راټيټ كړئ په ځان مه ورځئ ګوښې ته
له رښتــينوسره مـل له ريا کارو سره وران و
درېغه درېغه مرګي وېوړ زموږ روح وزموږځان و
بل به هم بياكومه مور راوړى چې داسې خوش اواز وي ؟
چې د ده غوندې سنــګين وي او د ده په شان پېشتازوي ؟
چې همــدومره په سـينه كې یې دمينې سوز اوساز وي
چې په خپل ولـــس مين اوپه هــــنر كې يـــكه تـــازوي
حمــاســې یې زېږولې ممثل د پاك وجـــدان و
درېغه درېغه مرګي وېوړ زموږ روح وزموږځان و
د ادم رباب خاموش شو درخــــو نه راځي بامـــوته
پتنـــګان لمبو ايره كړل اوس به څـوك راځي ډېــوو ته
ســــاقــي لپـې لپـې ژاړي ډكــو ډكــو پيمــانـــوته
په ماتم پســــې ماتم دی نجـــــات وركــړې پښــــــتنوته
دا په كـومه لــومه بند شوو دا دكوم صياد پلان و
درېغه درېغه مرګي وېوړ زموږ روح وزموږځان و
وخت به تېر وي چې دخپلوســتورو قدر پښــتانه كړي
بيا به څـوك ورته داښــــكلي نازولـــي راسـتانه كړي ؟
خلګ وختل اسمان ته دوی خـوبونه لا درانـه كړي
د تـورتـم په تـور زندان كې خـپل ځــانونه زولانــه كړي
د افرياد اوافسوس ډير پخوالا كړی خوشال خان و
درېغه درېغه مرګي وېوړ زموږ روح وزموږځان و
خــدايه كله به پښـــتون دتمـدون په خـوا روان كړې
چه دبل له نخروخلاص شي دا ويجاړكور یې ودان كړې
بيایې شرنګ دتورې پورته تر ډهلي اواصفهان كړې
غليمان یې نېست نابـوداوشـرمـينده په ټـول جهان كړې

دخیام غږ مې تر غوږ شو رسوم ځان میکدې ته
عبادت مې قضأ کړی دی ورځم نوې سجدې ته
لا یو څاڅکی به په خم کې ورپرې نه ږدم ساقي جان ته
څو له ځانه شم بېخوده والوزم اووم اسمان ته
ښه ډېر کاڼي به لمن کې خېژوم راسره پورته
ووروم به دغه کاڼي دمکار زاهد ولور ته
دهمدې بدمرغ په قبر به نن داسې غوبل جوړ کړم
دکلو کلو ډک شوی زړه به ښه ورباندې سوړ کړم
بدمستانو ته به وایم دا شېخان نه شیطانان دي
دا یې موږ ته دي ټاکلي دلستوڼي برګ ماران دي
دا خو دوی لکه کونګان وو زموږ جوړ کلی یې وران کړ
پسرلي یې راشهید کړ ل هر ګل بوټی یې خزان کړ
چې معلم اوطبیب ویني غوڅوي ځینې سرونه
نه مو لاس کې قلم غواړي نه مو څنګ کې کتابونه
دا دجهل قاصدان دي دپېرنګ تورې لښکرې
ځکه ګرزي موکوڅو کې وړې خویندې سر ببرې
درباب نغمه خاموشه لر او بر تندر وهلی
زموږ کلي ته یې زوړ مفتي وراني ته رالېږلی
د ریا تسبیح په لاس څومره په مکر مکر ژاړي
که لرې او که یې نه لرې لسمه درنه غواړي
نور یې ټول پرې تار او مار کړل دوی لا غوړه خېټه کرزي
نه یې لاس مات نه یې پښې نه په دا روو داړو پرزي
ورځ تر بلې دقدرت پوړو ته خېژي نازولي
زموږ نه دي دا اغیار دي را شنه کړي او روزلي
اوس به بېرته له اسمانه شم راستون دځمکې سر ته
دمینا غاړه به تاو کړم څه به تویه کړم ساغر ته
بیا به زېری په رندانو وکړم ټول به راخبر کړم
دا ماښام به د جامونو په کړنګا کړنګا سحر کړم
ولې نه ولې یې نه څښم نن خیام بیا خوځېدلی
بیا یې اور له سینې ایستی بیا یې نوی شعر لیکلی
مودې وشوې غږ یې نه و پسې ډېر وم فرېشانه
شکر خدایه چې لا خوځي شوې مې سترګې پرې روشانه
خدایه غم یې مه راوینه رنځ یې کوچ په غرو رغو کړه
دصحت جامې ورواغونده فارغ یې له دردو کړه
محفلونه مو تیاره دي بې څراغه شپه سبا شي
پیر مو را ولې خالقه چې تیارې رڼا رڼا شي
جهاني در یادوم چې هم پانوس او هم څراغ دی
هم بورا دی هم بلبل دی زېب زینت زموږ دباغ دی
دزمان څپوله خپلې سیمې وېوړ بلې خوا ته
طوفانونو تسلیم نه کړ لا خواري کړي پښتونخوا ته
تل مدام یې په دا خپل مظلوم ولس زړګی خوږيږي
وايي اورئ غږ مې اورئ پښتنو بېړۍ ډوبیږي
خوغافل قام مو دبل په لمسون وژني وروڼه خویندې
کوڅې ډکې له یتیمو نه یې پلار شته نه یې میندې
له خپل لاسه په خپل کور کې لاس تر زنې لاس تړلي
په عزت یې لوبې کیږي لا پراته دي لکه مړي
دلېوه په غار کې اوسې جهاني صیب ګوزاره کړه
شمله ور چې را تنظیم کړو بیا یې هله ننداره کړه
خدای دې تا راته لا هسک لري په موږ ګرانه امامه
چې پیاله او مستي ورنه کړې له لاسه ستر خیامه
دا که نن وي که سبااو که یو څو ورځې لا بیا وي
دغه ملک به له اټکه تر امو زما اوستا وي
نا بللي به ورکیږي را به شي نوي وختونه
تل به نه وي داحمد په خونه داسې تالانونه
له څلوېښتو زیاتې سپۍ دي نن زموږ کلي کې لنګې
هم انګړهم موبامونه هم کوڅې ورباندې تنګې
دا به وشړو له خیره نه بې پل وي او نه ټاپي
موږ یې نه غواړو اختیار یې خپل په هر ملک کې چې غاپي
دایوب او داکبر روح به په قبر کې هوسا کړو
له ستم څخه چې خلاصه زموږ ښکلې پښتونخوا کړو
جهاني بیا به یې څښو بیا به هی هی وي اتڼونه
نن بسمل سوګند اخیستی تش به نه کړي دا جامونه

له هر قدم دې جار شم راوړه راوړه سره ګلونه
سپرلیه ګرم ګرم راځه مات کړه کنګلونه
پوهېږم چې ته راشې سپېرې دښتې کړې سمسورې
نسکور شي خړ بدرنګ تصویر ور وشیندې رنګونه
هغه خو اخترونه دي چې تش جېبونه ګرزي
یو نوم یې پاتې شوی پکې نشته څه خیرونه
دا ستا په راتګ هیڅوک سترګې نه شي پټولای
رنګینې جامې راوړې ښایسته کړې سم او غرونه
ساقي سورسترګی هم درسره مل وي ګل او مول هم
رندان ګرزي برلاسه زاهدان غواړي کونجونه
افسوس چې نابللي تا زموږ په وینو سور کړي
پلمې کړي په پلمو پسې راسوځي بهارونه
که ته نه یې بهاره نه به ګل نه به ګلزار وي
هیڅوک به هم وانه وري دبلبلو اوازونه
هغه چې په اورونو تا لمانځي ملامت نه دي
دمینې مشعل بل ساتي له تا اخلي خوندونه
بهار اویار چې دواړه دچا مله شي بختور وي
صحبا له خوږوشونډو له ګل بوټو نه عطرونه
بسمله دا ته هم په پسرلیو کې سپرلی شې
را واخلې رباب څنګ ته یادوې می او جامونه

لوستل شوی 11188 ځله Last modified on چهارشنبه, 28 سرطان 1396 21:01
دې ته ورته نورې ليکنې « عبدالمنان ارغند اجمل نور »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي