ژوند لیک
(اليـنګار۱۳۷۲/۴/۴)
زلموکړې شملې پورته،انـجـونو ایښي دي نکریزی هر خوا خواږه بویونـه شــــــرمېږي تـرې ګلونــه که ځوان د ه اوکـه زوړ که پېغــــــــلـه د ه کـه ووړ کړاو او تو پیر نشته لوی اخـــتر لویه خوښي د ه بلبل او توتکۍ راوړی ښه زېری په نغمــو کـې
( کابل – ۲۹\۰۲\۱۳۸۵
خپل پردي آبادي ته د نن په ښـا د ي اې هېواذه صـفا سوله تا ته دوا که چل ول ېې د اځل نه وي مل په عمل دا ارمان د افغا ن ګران له ځا ن حرف کلام ېې مدام نا تما م اهتما م ظفرخان اهتما م
بی نظیراست زُکل خـوبـان فرشته
د ښځو د ورځی په ویاړ راغلې او راتېر شوې په ایینه زما را دې نه کړ زړه او محــبت راته اوس په ازادۍ باندې عمل و کړه نـرکه په کابــل یا په بغــداد کې مري ویاړ وړیا ډالــــۍ دپه خا لق بـویـه
ســــــترګه دســــــــباوه ځــــــــــلېدله دا لوند څیرې ګرېوان کې سرپه سر راتله ډېـره دې ترخـې مُسکا ښایـېسته کــړله شونډو ته دګــل وږمو ورغـــاړې کړه کلــــه چې پرې لـمر وزرې پرانیستې بـیا چـې پـرې د ورېځو کـفن وغوړېد بنــدکـې یې وحـد ت دلاریون وکړلــو ما چـې یې د وصـف « اهتمام » وکـړ کابل:د۱۳۷۸هـ ش کال دکب۱۸مه
ظــفـرخان « اهتمام »
شونډې په شونـډو مـخ پـه مــخ ٭ راته ودرېـــږه مــخامخ باغــچـې نــیــولـي دي انــــار ٭ ورلــــره تــه اوسه بیدار ستــرګې مې ستا په انـــتظار ٭ څــاري د ستا د راتلو لار زلـفې په تا به کړم انبار ٭ تا به کـړم دوۍ لاندې هوښیار د کابل د ګمرک بانک: (۷ / ۸ / ۱۳۶۳- هـ ش )
دځـــوانۍ غــوټۍ یـې ګل ده یار شینــدي څپـې د حُــسن انــــــنـګي یې شرموي رنګ د مــڼــې باغ د پغـــمـان کې خط پر مخ یې په سرو شونډو د ښکـلا وو اتل سپور دی څـــــوکیدار یې د حرم دی تـــــور زنــــځیر د ښامارانو نرګسي خـنداچـې سترګـوکـې انــځــور کــــړي کله- کله د ځـــــوانـۍ سپرلی په ټولو ګــلو ګــډ او رنــګـینـۍ دي افــغــان هــر خوا د اغــیار د غــیږ خندا سیمې ښکلا ده د غـــــزل پـه ژبــه وګــوره تـــروې او خــــوږې دواړه
پسرلی د نوروز له ورځې څخه پیل کیږي د لرغوني دود له مخې د لمریزلیږد یزکال لومړۍ ورځ ته د نوروز ورځ وایي د پخوانیو اثارو « اوستا او پهلوي » له مخې په لرغونو زمانو کې یو کال دوه فصله ؤ یانې ( ۷ ) میاشتې اوړی او ( ۵ ) میاشتې ژمی ؤ چې د هر فصل په پیل کې جشن نیول کیده چې دواړه جشنونه د نوي کال پیل یا نوروز ګڼل کیدل. مګر د نوی کال پیل د پسرلي د لومړۍ ورځې څخه په پینځمه هـ ، ق پیـړۍ کې شروع شوی دی او د نوروز میله د نوی کال په لومړی ورځ د سلطان جلال شاه سلجوقي له وخت څخه په ( ۴۶۷ هـ ، ق ) کال کې رواج شوی ده او د کال د څلور ګونو فصلونو ویش د اسلام د سپیڅلي دین د ظهور په پیړیو کې منځ ته راغلی دې له دې کبله، چې د نوروزد جشن پیدایښت د حضرت علی کرام الله وجهه د رسمی خلافت له دوران سره سمون خوري نو ځکه په مذهبي بڼه په مسلمانانو کې په پرتمینو مراسمو نمانځل کیږي ، او زمونږ د ګران هیواد په هره سیمه کې هم د سیمه ایز دود او سره سم لمانځل کیږي ماشومان،ځینې سپـین سرې ښځې اونوروکسان خوحتا دهر کال د نوروزدبیل په شپه د« بي بي نوروزي اوبابای نوروزي» مِجازي رول اوکړه د پام وړبولي او داسې انګیري لکه په دې مـثـنـوي کــې: د بــي بـــي نـــوروزۍ داســې حــکــایـــت ده کــمــپــیــرک پــه اخــره شــپــه د زاړه کــال دا نـــوروز لـکــه ښـایــســتـه او ښکلی ځوان چــې خـبـره ئــې لـه راتـلـو شـي کـمـپـیــرک بــیــا د نــاز پـه ټـال کـې کـېني او ځنګېږي زمــزمـه کـــوي لـــه ځـــان ســـره یــوڅــه لــه ډېـــر خــــونــد د شـرهـــاري او ټـالــۍ د ســــپـرلـي وږمـه خـوره نـسـیـم چـلېــږي د دې حــــــال چـې پـه لـیـدو شـي بـلــبـلان پــه نــغمو کـې ورته وائــــي دغــــه شـــان چې خــبره نـوروزۍ شــي دې حــال باندې کـــه راولــوېــږي اوبــــو کــې دا مــحـــال نـــــوروزۍ بــي بــي که وچه کې ګُـذار شي چـــــې خــیــالـي څـېــرې کــوي د خیال بیان پــه نــازک بـــاب ده نــازکــه خـیـال څـرګـند .... پدې ورځ هر څوک ماهي ، سبزی چلو ، سا به ، سمنک ، اووه ډوله میوې او نورخوراکي توکي ( څیزونه ) تیاروي ملي لوبې کوي ،په ملي يا سيمه ائزجشن کې خپل څاروی نندارې او جنګولو ته بيا يي او دې جشنو ته ښکلا ورکوي د هیواد په ختیځو سیمو کې هم دا میلې ځانګړي ډولونه لري چی یوه یي د کوچنیانو او تنکـیو ځوانانو میله ده . دې میلې ته « نوروز یا نور زعلي » وایي دا میله د څو ډوله ونو او ګلانو د پاڼو د غوټیـو په لید لو سره پیل کیږي په دې ګرمو سیمو کې ځینې میوه دارې ونې او ګلان ژر او ځینې بیا ډیر وروسته غوټۍ کوي د دې له پاره چې میله او بنډار په سهی او ټاکلي وخت کې ونیول شي د څومهمو ونو او ګلانو د پاڼود غوټيو لکه ( اينځر- الوچې ـ توت ـ ګلاب او رابیـل ) په لید لو سره کوچني او زلمیان خپله میله پیل کوي او که داسې ونه کړي نو په ونو کې ړوفتۍ (غرنۍ ونه ) او په بوټو کې نېستي ګلی تر نوروبوټـو ژرغوټۍ او ګل کوي خو د پښتو متل ورته ویلي چې « په یوه ګل نه پسرلی کیږي » او په نېستي ګلی هم داسې غږ کوی : ای نــیــــســـتـــــــي ګـــلــــه ! و درواغـــجـــــــنــــه نېستي ګلی یو تریخ وا ښه ده چې نرۍ پره ـ پره پاڼې او ژیړ چکه ګل لري د پټـیو په پولو شین کیږي او تر هر بوټي ژر ګل کوي دا چې پدې وخت کې دژمي پای وي غریبو خلکو د تیرژمي توښه خلاصه کړي وي نو شا ید پدې سبب خلک دا ګل ، نېستي ګلی ګڼي ، په هر صورت ، میله او جشن داسې وي چې د کلی زلمیان او کوچنیان سره را ټولیږي او د نوموړو ، ونو او ګلانو څخه د هر یو د غوټیـو څو څانګې ګیډ ۍ کوي او له ځان سره یې د هر کور دروازې ته په ډله وړي هرې کورنۍ ته د نوروز مبارکي وایي او پدې ترڅ کې د میلې له پاره د خوړو خام مواد هم را ټولوي او په ګډه سره د کور په دروازه کې پدې ولسی نظم دُعا او غوښتنه کوي : پدې وخت کې د کور مشره میرمن دغوټیو څانګې ترې اخلي مچ او بویوي یې له کورُ نه غوړي ، وریځی اوړه یا نور خوراکی شیان راخلی او د څانګو له ګیډۍ سره یې یو ځای هلکانو ته ورکوي پدې توګه ديوکلي ټولو کورونو ته ځي دکلیوالوتر منځ مینه سپېڅلتيا او صميميت دکال په دې لومړي پيل کې لا ټیـنګيـږي. هلکان دغه راټول شوی خام مواد ، د کلی په دیره یا د کومې کونډې ښځې په کور کې په ګډ ه سره پخوي ، د خپلو کورونو څخه دیګی ، لوښي اوڅمڅۍ راوړي ، تنورونه اچوي او دیګونه با روي چې خواړه پاخه شول ، کوچنیان او زلمیان دغې میلمستیاته د کلی ځینو نارینه او ښځینه کسانو ته هم دعوت او بلنه ورکوي او خپله د ډیرې خوښۍ او مینې په ولولوکې میلمه پالنه کوي او خواړه په ګـډه خوري . د غرمنۍ له خوړلو څخه وروسته نجنې او هلکان له داریا او ټمبل سره سندرې وایي او د خوښۍ شیبې لاپسې رنګینې کوي ،بیا ځوانان او غـټان ډاګونو او شنو دښتو ته ورځي او د خوسي ، تیږې اچولو،موڅې،دسرې یا تودې تیږې ،آډ ک ، خیزونو ( پدې ټولو لوبو کې همزولي وړونکي هلکان بايلونکوته ور په شا کیږي اوتر ټاکلی فاتې يې وړي ) چې دا کړه پخپله د جسماني ودې سبب ګرځي اوهم د والیبال لوبی د ژمي له تیریدو څخه وروسته د لومړی ځل له پاره د سیالۍ په ډول پرانیزي او بیا دغه لوبې هره ورځ جاري وي ، همدارنګه د نوروز د ورځې څخه وروسته د سیمو اکثرآ خلک تر څلویښتو ورځو پورې هره پنجشنبه د زيارتونو په میلو کې برخه اخلي ، په زیارتونو کي لنګرې خيراتونه ، مېلې او د ساز او ټنګ - ټکور پروګرامونه وي له نورو ولایا تو هم دې میلوته خلک راځي . د جمعی په ورځود مهترلام بابا اوبي بي صيب په زيارت کې د ښځو د میلې او زیارت ځانګړې ورځ وی پدې موسم اوګرمه سیمه کې چې د ښتې په رنګا رنګ طبعی ګلانو ښایسته وي په رودونو کې رڼې اوبه بهیـږي فضأ او باغونه د بیلا بیلو مرغانو زوږ نیولې وي د هر چا زړه په وجّد او مستۍ راولي او دژوند له شیبو څخه خوند اخلي لکه دې انځورکـې : سپرلی په نندارو کې رنګین شوی هره خــــوا ده دښتې دي که غـرونه شــین شــــال ئې کړ په سر زړه وړونکې تماشې دي ښا ئېسته غـر او سارا ده زاڼـو او هېلیو جوړ هـــوا کې کــتارونــــه کړل په زوږ کې پېچېد لې دا د شنه آسمان فضـــــا ده مـســتي کــوي سیـندونه ، رود ونه ســپین روان شبنـم باندې تازه چـــــلېږي څومره ښه هوا ده اګرچې تیرو جګړو د دې میلو خوند کم کړی ؤ هیله ده چې د سولې او آمن په راتلو سره به نوی سپرلی نور هم رنګین او له خوښیو ډک شــــــــــــــــــي په همدې هیله ورته داسې ښه راغلاست اوهرکلی وایو: ای ښـــــکلیه سپـــرلیه ! له غــنچـــو سره راځــــــه د بـــــزم بـــازار تود کـــړه لــکه رزم دلــته تـــــل په ښکلود باګرام هــم ګـــذر ژر و کړه د سولـــې د مینې د حــرّم تلوسې ســوزي شـــادمـــان دیـــو دې وهــم په تــالو کې چې ســندرې ناڅي اوس زمان په مخ راکړي تــل څــپـېـړې دخــنــجـــر په او ښـــکو د شبنم و کړه د زړونو " اهتمام" پــه درنښــــت
دګلو بوې
ظــفـرخـان "اهـتـمـام"
ګلګون کفن په وینو رنګ د خپل ارمان شهیده آرزو د پــاکه د حــــق لارې قهــــرمــان شـهیـــــده په حـــقه لارکې تا د فتحې او وطــــــن په خـــاطر ستا په مــزار اوس د بلبلو شور کې داسې اورو د خـــپلواکـــۍ او آزادۍ مـــــــبارکي درکـــــــوو د تاآرزو ترســــــره شــوې دا پیغــــام لـــرو اوس د وطن خـــاوره چـې د وتره کړه په وېــــنو د ځان « اهتمام » ستا روح ته شـــاد باش او درودونه لېږي
لـه مــا نــه مــور ورکــه ده
دا سپېره لمن د دښتو
ګــران هــــــېواده شـــم تـا نه قر با ن خپل پردي آبادي ته د نن په ښـا د ي اې هېواذه صـفا ســــــــــــوله تا ته دوا که چــل ول ېې د اځل نه وي مل په عمل دا ارمــــــــــــان د افغا ن ګران له ځا ن حرف کلام ېې مـــــدام نا تما م اهــتما م
هــلته سپـــور ګرځېد بورا په ښـــاخ د ګــلو چـې ئې زړه په اغزو څیرې وینې توی شوې بـــلبــلان تـــــر سبـــائـــي پــــه نــغـمـو ســــر ؤ چــې وږمــې د سبــائــي خــورې ورې شـــوې « اهـتمــام » وائي څـــه ښکـلې ګونــګسې وې
دا زما څو کاکړۍ دي غوږ پرې کیږده چې کړم پند چې له خولې څه راوباسې چې په پړانګ باندې سپرېـږې چې کړي تل ګېډې ته کار سړی سل کاله ژوند نه کا چې هر څوک وي ډېر ناداره ځان دې لږ ګڼه هرښیار وروڼه کار که په سلاکا که ډېر وخت و کړې ژوندون احترام کړه د زاړه هر څوک کړي لنډۍ مدام ښې غاړۍ دې "اهتمام
ظفرخان "اهتمام " څنګه سپرلی ئې ته ؟!
له غــنچـــو سره راځــــه د بـــزم بــازار تود کـــړه لــکه رزم دلــته تـــل په ښکلود باګرام هــم ګــوذ ر ژروکړه د سولـې د مینې د حــرم تلوسې ســوزي شـــادمـــان دیـــو دې وهــم په ټـــالو کې چې ســندرې ناڅي اوس زمان په مخ راکړي تــل څــپـېـړې دخــنــجـــر په او ښـــکو د شبنم و کړه د زړونو " اهتمام "
ستا څپـــــې په تيند کـو دي
په مســـــــتيو او زورو دي
ستا سينه کې شورغوغـا ده
هرشيــبه پـه کې نڅـــــا ده
* * *
دژوندون بهــير په شان ته
هـرشيـبه دخــاطـــــــره ده
هــندوکُـش نه راپــرېـوتـې
دغــــرور هــره څــپــه ده
* * *
تـــا لښکر دغــزنــوي تــه
د داړې وشــوکـې لـه پـاره
هـم تـېـري د ګــورګاني تـه
دلــتـه ور نــه کــړلــه لاره
* * *
تل په سـَرد سـرکـــورودې
عـُقـابـان پـه پـــــروازودي
ستا څـپـې په تيــنـد کـو دي
پــــه مـستـيـو او زورو دي
* * *
کلـه څرک د کمـزورۍ دې
په بـد ن کـې لــيــده نه شي
په ډېر زوږخبرداری کړې
بېـګا نه تـه چـې در نه شي
* * *
ډېرروسان دتېري وخت کې
ؤغـــرق کــړي د ستـا بّـرم
ته غــازي او ته قــاضي يې
قـضـاوت کـــوې هــــــردم
* * *
سپـيـنه غــېـږه کې يـې پا لې
چـــې بــچـــی د الـيـنــــــا ده
ستا ســينه کې شورغـوغـا ده
هرشــيـبه پـه کې نڅـــــــا ده
ول ول زلفې زنګېږي د لیلې منـــګولې ســرې دي
اختر د ه خوشالي د ه هــره خوا جـوړې مېلې دي
ټالونو کې کوچنیا ن څه ښایسته ښکلې بشرې دي
سپرلي کې بل سـپرلی دی دګلـونـو نـــنـدارې دي
جلبل کړي رنګـن بـرېښي دښا یست بلې ډیوې دي
په خوار او شتمن دواړو د خوښۍ څپې خوّرې دي
د مېنې يه حرّم کې « اهتمـــــامـه » زمـزمې د ي
٭ ٭ ٭
زه داوښکو
د رڼوڅاڅکو آینوکــې
جوړومـَه دیاغي ذهن
دحسن سـمندر...
لټومـه پکې هېلې
وي لکـه اوښکې
بې مکانه مرغلرې
(کابل،۸\۶\۱۳۸۵)
ظفرخان اهتمـام
رحمان کوږ پټکی تړلی قلندر دی
دخیرات کچکول تر غاړې په سفر دی
افـغان بیا چلـتار تړلی قــلنـدردی
مفلسي نـه کس ناکس تـه ماما و ایـــــو
خپلو اکي د اقتصاد مودر په دردی
لباسي بدلون ده خـنډ دیموکــراسي تـه
زوړ رقیب په نوي دور زوروردی
پټ پـټاني اوډانـډ و کــولی نــه شـي
بې امنۍ نه د پیغلـوټو ړنګ ګودردی
لاسوزیږي دلـمرونو رنګین څلــي
له ظاهـرنه د باطــن رازمعـتبردی!؟
ورځ په ورځ موداحساس قوت کمیږي
څښاک خوراک موملوث په کوم پوډردی؟
ای رحمانه ج!مونږه وژغوره دې حا ل نه
اهتمام » ډیپلوما سۍ نه بې خبردی «
مغزاوفکرمې ستو ما نه زمانې کړ
دا ستړیا ده د هجران که یارانې کړ
چې څپه څپه غمونه پرې انباردي
خپل هوس مې ستاپه رلفوزولنې کړ
ډیروصال اوهجران تیرشولودمینې
هرخمــارلرې نېشود میخا نې کـــړ
لاروي د«ماګاولي»چې پرې سېلۍدی
ټکنی مودفرهنګ یون دې څپې کـړ
اینفلونزااوکله اید س ر اتـه ګواښیږي
ژوند خراب موطرحه شوې دسیسې کړ
چې للویې کړدعیش په چیني کوډ و
د ګاډۍ آس!غنیمت یوې شېـبـې کـړ
به هیڅ رنګ میّـوکې دومره لذت نه ؤ
چې دلالــوپه پـیکویې پیما نـې کـــړ
چې زبیښا ک شوپرې د روږدومیّوبند
« اهتمام » رنځوردغه شان وسوسې کړ .
ګران هېواده شــم تــا نــه قـر بــا ن
ده و ېجا ړاو زخمي دصورت هرزما ن
په همت دې دعوت دي روان اوراځي
چې خدمت د رته وکړي د نیا په رښتیا
چې تا ریخ دلته تریخ نه شي بیا په بل ځـل
آبا دي، بنېا دي اوښا دي په لوړ شا ن
نیمګړتېا بې لوړتېا دې کلام کـړي سلا م
آموزګارواکــتورهــــمزمان فرشته فرشته است به ادمی میخوانـــــــــد
به هـزاراُنس است درمـکان فرشته
هستـی خـــوشی بـه تـخــیل وروان
نام برزبـان دل شـدشـادان فـرشـتـه
مـخــلوق خــــدا،یـــاایدترسیـم بقلــم
زیبـامـژګان آبروکـمـان فرشتـــــــه
زرویــــاهــای تــوسـازم تـصاویـر
جــاِن،جـانان شـودجــهـان فـرشـتـه
من ا فسانه شکست ها ام در پـیــار
باصدحیف استـم پـریشـان فـرشـتـه
بهت،بهت حسین هـی دلـربا،ایک لړکـــي
میـرا،دل تــوړ دو،انـدرجـــان فـرشته
ُحرمت به عشق که ګاهی ُکن زمن یاد
دل دیــوانــه دارد،ارمــان فـــرشـــتــه
کلــه چـې ښــکلـې زلـفــې وخّـــوزوي
شـــعــر تـــه،الهـام دی دبـیــان فـرشته
(۱۲\۰۸\۱۳۸۴) کابل
فرشته= زن والامقام
روږدی وې او سېر شوې په سینه زما
یــا ډالۍ کې راز د حــقیقــت راته
ما سره وفا ځان سره چــل و کړه
ښځه یې په ویر او په فریاد کې مري
ولمانـځه کعبـه ز ړه ځان صادق بویه
اوښــــــــکه د حـــیاوه څــــڅــــــېدله دا
زغــــم یې غوسې وخــوړ ژړېدلـــه دا
تریو نـارنــج خـــوږو کې ګــډېدلــه دا
دې نــرمو وږمـــو کـــې نڅــــــېدله دا
پـــورته عــرش کورسي ته وخــتله دا
غېــږکــې دســپین بحـــرغرقــېدلـه دا
ورېځــو کــې برېــښنا وه ځغـلـېدله دا
ورکــه شــوه لـه مــانه شرمېــدلـــه دا
مینه سرحدنه مني
ـ کرښه تر منځ ـ
یوبل په غېږکې رانیولی نه شي
مېنې یوبل کې حل کېد لی نه شي
نوزموږترمینې
د ډیورنډدغه رټلې- نامنلې کرښه
چې موږ پخوا لادامنلی نه شوه،
ولې جفاوکړوله ځان اوحقيقت سره بیا...
پـــــــــدې سپــرلي کې
دغه دمینې په پلازمېنې
زړه آغزي وکــــــــرو.
(کابل- ۱۳۸۶ وری )
ظـفـرخان اهـتمام
توپان بیا یو ځلي ومروړلې ګوتې
هغه ګل یې د سپرلو او رنګینو
چې چکو یې د ګېډیو
دغه بڼ ؤ غني کړی
زیږول به یې تل ژوي او نبات
پدې بڼ کې خوځېدل او کړېدل به
او آن دا چې
لوبغاړۍ به یې کولې
دې څېرو په دغه بڼ کې
هو ! غنده یې ناروا په شکوڼي جسم
او تله یې سړیتوب د مینې هغې ترازو کې
چې ورېښمین مزو یې ازاد وهل ټالونه
وه ډنډه یې د بابا د غیرتي پلوسې څانګه
نن هغه ګل سیلۍ وموښه په ګوتو
پرې شېبې د ژوند عطرینې ولاغني شوې
دا بد ژوندون مېلمه شو
راټو کیږي به سپرلو کې
تل تر تله
تر څو دا بڼ په نړۍ وي
څو ژوندون او دا لړۍ وي
کابل : ۲۹\ ۱\ ۱۳۷۵ ل - ل
انـــتــــظــار
ظــفـر خـان « اهـتــمـام »
راشه د سرو شــونـډو پــه څــوکــو بانـدې ښکـل د کړم
ګـل دې کـاکـل د کړم ٭ یا هـــار دغـــــاړې
مــــست شه د مـیــنې لېـونــیـه چـې اوس خـپل دې کــړم
ګـل دې کـاکـل د کـړم ٭ یا هـــار د غـــــاړې
راشــــه د دې چــمــن پـه څـانـــګو کې بـلــبـل دې کــړم
ګـل دې کـاکـل د کـړم ٭ یا هـــار د غـــــاړې
غــواړم چې شــړنګ ته دې بنګړیو او څــنګل دې کـړم
ګـل دې کـاکـل د کړم ٭ یا هـــار د غـــــاړې
ای « اهتمامه » چـې خـبـر لــه یـو څــه بـــل دې کــــړم
ګـل دې کـاکـل د کړم ٭ یا هـــار د غـــــاړې
د ټټر پاولو کې زیر او بـــم غــږۍ نـغـمې د حُــــــــــسن
له حـیا چـې یې راؤ اوري پر مــــــخ ډ یـــوې د حُــــســن
چې راشندي د ځوانۍ رنــګین کمـــان شغــلې د حُـــسـن
بــېګانه ته! دغــه زلفـــې یـــې په مخ خــورې د حُــــسن
کـړي ستونــه ډ ک له میو وهي کړنګ پیالــې د حُـــسـن
پـه کـــې بریښي د افغان د مغز او مټ اسرې د حُــســن
ربـــه ! بېرته مو نصیب کړې په هیواد مزې د حُــــسـن
« اهــتـمـام » خورا په کـار دی چې څکې مېوې د حُسن
د پنجاب ګجرات د ؛ ۱۳۷۷ هـ ش کال وری
بي بي نوروزۍ او بابا نوروزی
ولــــســـونـــو کـــې راپـــــاتــــې روایـــت ده
د نــــوروزد راتــلـو وي ورســــره خـــیــــال
رســـوي داسې څـېــره کـې دی خــپــل ځــان
ځـان سـیـنـګـار کـړي لـکـه نـــاوې بـېـدرک
د نــوروز لــیــدو،راتــلــو تــه هــوســېــږي
لانــدې وي جــاري ویــالــه ســـتـره اوبــه
څـو شــېبې ئـــې دلــتـه یــوســي پــــرېښانۍ
دا شـېـبـه کـې ځي نـوروز ورنه تـېــرېـږي
پـه خـوږو نغمــو ئــې کـړي پـه سـر فـغـان
نــوروز تـېــر شـو ورسـره ځـولــۍ ګــلان
لــــه هـــیبتــه شي ګــــــذار له ټــاله لانـــدې
بـــارانــي و بــرکــــتــي بـــه وي دا کــــال
وچــکـالي او قـحــطـي نا ســم روزګـار شي
لرغـونـتـیـا کـې ئـــې ارزښــت ده نــمــایــان
"اهــتـــمــام" ته ترې راځي د نــوروز خونـد
ســــپرلی هغـه ! چی غــــوریـاځه وکــړي ګــلونـــه
ښـــــې میـــرمنــــې ښــــې
تــــــــه را واچــــوه دانـــې
چـــې یـــې وګـــورو مــزې
دا خـــوږې دی کــه تــرخــې
خــــــــدای بـــــه داســـــې
زوی کـــــــی درکــــــــــي
چې په کوچـو یې غــوَړوې
د پــلار مـخـې ته یې لــیږې .
خوښي او خوشالي نه لور په لوري تـماشــــــا ده
وږمې دې سبــائـي ئې اوروي د ژونــــد ربـــــاب
ښایست او خــوشالي ترې څرګندیږي بې حـــساب
غاټول او غوریـــاځه ښکــــاریږي لـــــر او بـــر
وږمې په سبـــائــــي کې چــلـــیـږي پــه هـنــــــر
هـــر څـه رامالــومیــږي بــل شـــانــته په نــــظر
ســــپرلی پـه نـندارو کې رنګین شوې هره خوا ده
څــپې شیندي د عطرو سـم او غـــر لــــکه سېلاب
ښائېــست او خوشالي ترې څــرګند یږي بې حساب
پورته توتـــکیو په نغمـــو کې آوازونه کــــــړل
زرکو او سېسو پاس په غره کـــې آوازونه کړل
وائي د سپرلي نغمې مست ئې ځکه زړونه کړل
سپرلی په نندارو کې رنګین شـوې هره خـوا ده
ګـډاوې په شنېلیو بـوراګـان کـړي پــه شتـــــاب
ښائېست او خوشالي ترې څرګندیږي بې حساب
رســۍ دې لـمر وړانګــې د ګــلو غــېږ ته ځان
غـوټـۍ لـه هـوسـونـو راڅـیـرې کـړ ګــرېــوان
پر دې ئې څیرې کړي خندا کوي ګــــــــــــلان
سپرلی په نندارو کې رنګین شوې هره خوا ده
صفت ئې " اهتــمـــام " کولی نه شي له هر باب
ښائېست او خوشالي ترې څرګندیږي بې حـساب
دمــیـنــې ویـجــاړ کــلـي تـه وږمــو ســره راځـــــه
سېل جـوړ کــړه د بـــلـبــلـــو لــه نغمو سره راځه
څـــپـــې د امـــن شیـــنده خــوشالو سره راځـــــه
وږمه بـاغ د حـــرم کړه ښاپـــېرو ســره راځــــه
د کوډو،بیم لـمبه کړه خــوځــېــدو ســره راځــه
د مینــې له منـــترشــړق د کمـــڅو سره راځــه
چې و ویــنځي کینـې له پا کو زړو سره راځـــه
ج
ظــفــر خـان " اهـتــمــام "
د وږمو غېـــږ کې
د سینــــد د مستۍ ګل
د اوبو په سر
باد ، نه د بوټو تنې
بل پـــه رګو کې وینه
ــ وینه په مینه ــ
لمبېدلې وینه !
او دغه دواړه د سپرلي څېره کې !!
وهي مستي نه څپې
د خوشالي نه څپې
د سمسور ژوند زېري
دا ټول څپې،څپې !!!
نن چې غنم لوئِيږې،د غنم لو موســم دی
ما ته یـــــادېږي هغه تېروختونه
د کوچنیتوب تنکي ـ تنکي یادونه
- ما به په سرد درمند
د نقره یي وږو له پاسه
د لمرګرمواو زري وړانګو کې
درمې کــولې د قـــفس له پـاره
-پدې موسم کې به چـغکو زېږول بچوڼـي
اودمینا بــچي به لوړ چنارنه ما کوزول
څومره په خوند به مې سا تل دا دې درمو کپس کې
وه دروازه یې د درمو کله ګردۍ ــ کله چارکونجه ښکلې
ښکلی چیوس به دې بچو کوه زماپه وړانـــدې
نازک،نـــــازکه یې ژیړـ ژیړ خاره ګـــي ...
چی رپول به یې تنکي وزرونه ښکلي ـ ښکلي
لکه د دوه مینو زړونه د دیدن په وخــــت کې
زه پوهیدم چی تـــلوسې یې پارېدلي د خوراک له پاره
مابه په خوله کې ورکولې کچۍ...
اخ ! د ژوندون هـــــغه خواږه یادونـــــه
هاغه سپېڅلې مینې هغه لومړي وختونه
٭ ٭ ٭
نن هم غنم لوئیږي ، دغنم لوموسم دی
نه درمند ځای او نه غوبـــلونه شته دي
نه له ژوندون څخه خونـدونه شتــه دي
هلته وو درمند او غوبلونه کیدل
ؤبــه حشــراوديــدنـــونه کــېدل
هلته د کلي ټول غـــــوایی ، به تاویدل په درمنــد
د جایجایې خواکې به تـلـل د زنځیر خپور په شکل
هلته به سیوري دنیالګیولا ندې ګرم شمال خوږ لګـېده
مـــــــوږبه د سیــــن ســــړو اوبو نه مــــنګــوټي ډکول
سړواوبوکې به مینځل موږ زردآلــــــو او تـــوتان ...
او وار په وار به موغوبل تا وا ؤ
زموږ د بلبلې او مینا بچــــوبه ،
د جایجایي په شا ډوپۍ وهلې .
٭ ٭ ٭
نن چی غنم لوئیږي،دغنم لـوموسـم دی؟!
دلته تریــــشل په خوله کې وږي نېسي
لکه نهارښامار یې ځان ته کاږي
نه شته ، غوبل ، نه درمندونه وینم
نه د ژوندون څخه خونـــدونه وینم
احساس بوډا- بوډا دی
اوس د چغکو په ځای ،
راته چغـیږي ګلالي ماشومان
ژیړې زبېښلې څېرې شونډې رپۍ !
له ما نه غواړي دانې،داسې دانې چې کالوري ولري
خو زه یې تش ور ډکومه ګیډه
هغه هم کله ـ کله
زه یې د سترګــــــو آینــوکی ناهـــیلۍ وینمه
لکه دمات زړه په آینو کې له نفرت نه لیکې
د سیوري خوند نشته ،
ـ اوبه ترخې ـ ترخې دي
اخ ! د ژوندون هغه خواږه یادونه :
اوړی را اوړی می په زړه یوازې
اوړی را اوړی می په زړه یوازې
اهـــتــمــام ( شینه ـ کابل )
په ســــــرښندنه د خپل ځان کړلو قربان شــهیده
درتـــــه راوړی دی موږ دغه ارمــــغان شهیــــده
موږ قاصـدان یو د سمسوره ګلستان شـــهیده
دغه آزاد هېواد کړي فخـــر ستا په شان شهیده
اوس هره خوا دي غوړېدلي پرې ګلان شــهیده
ای ! پاک ارواحه ترابده ښاد روان شـــــــــهیده
مــا نــه هـــم کــور او خـــپــل دود
زه لا کـــوچــنـی وم
چی سـیلــــۍ د جګړې
د بوړبکۍ پـــه ولـــو
د کــاف تــر غــره کــړمــه تېر ؛
میــنه جوهــر ده انــسانـی ژونــدون ته
زه وم محروم د خپلی مور له مینې !؟
اوس څکی نه شــــمه د آمن خــواږه
مــرچ دي راتـه !
زه مــی مـور نـه پېـژنــم ،
له مــا نه مور ورکه ده .
دا ړنګ شوي خړ ځایونه
په ګردونو لوغړن کڼډواله شوي
دا نیم ژواند غوندې باغونه
دا ژوندۍ مړې شوې ځمکې
بې کسۍ نه شړېدلي
د ناپاک پردي یرغل نه!
هغه وخت کې زورېدلي
بېرته بیا د ژوندون پیل ته
تـُخنېدې هره شېبه کې
خو چې نن ئې!
د نیم ژوانده هیلو
غوټۍ په غوړېدو وې
ځولۍ کې نه ځائیدې
یون ئې په لور د خندا
خو یو ځل بیا ئې :
توسېدلې او تنکۍ هیلې
د ویر او مرګ په سمندر غوټه شوې!؟
٭٭٭ ٭٭٭ ٭٭٭
پاس په آسمان کې سپوږمۍ،ستوري
او کهکشان په شپو کې ...
لاندې په ځمکه کائېنات د طبیعت
ګوري دا ګرد او غبار ...
ډنډو د وینو ته پدې کنډوالو
د غم څپو ته فریاد او ژوبلې
بل په نیم ځانو هیلو
د زمانې دې بې رحمیو لره
ولاړ شاهـــد
او تر آبـــــــده ولاړ!!؟
په ویر لړلی ویني
دا دې
نړۍ د زړه،د زړه،زړه ویجاړ .
کابل - د ۱۳۷۱ل . ل کال د زمری میاشت
......................................................................
دغه شعرپه۱۳۷۲کال کې له همدې عکس سره د پـیښور څخه د خپریدونکې
(سحر) مجلی د اوومی ګـڼـی په ۴۰ مخ کې هم خپور شوی ؤ.
ده وېجا ړاوزخمي دصورت هرزما ن
په هیبت دې دعوت دي روان اوراځي
چې خدمت د رته وکړي د نیا په رښتیا
چې تا ریخ دلته تریخ نه شي بیا په بل ځـل
آبـا دي، بنېا دي اوښا دي په لوړ شا ن
نیمګړتېا بې لوړتېا دې کلام کـړي سـلا م
څــو ئــې زړه پرې څــیرې نه کړو پسې تــلـلو
خــــورې غــــېـږې تـــه د ګـل ورسـېــــدلـــــــو
وه سپــوږمـــۍ د پــسرلــي باغ ئـــې ساتــلـو
بېــلتـــانه څـــخــــه ګــــلان ؤ پــــه ژړلـــــــــــــو
سپــېـــده داغ ؤ دغــه وخـــت په غـــــوړېـــدلــو
د ژوند چاره دا غاۍ دي
دغه پند واوره په خوند
شونډې بې سوچ نه کړې خلاصې
له سپرلۍ دې ؤ وېرېـږي
کړي به عقل وږی خوار
د زر کالو غمه وکا
شیطان ژر مومي پرې لاره
نه له نورو په څو وار
غرونه ځان ورته طلا کا
ایله به یې پوه شې په لنډون
چې بیا به اوسې داسې ته
سپرلیه تا ته مو وې هیلې
دې ښکلاوو ، رنګینیو او خوښیو هیلې
مینه کې نغښتې دې امنیت
او پرېمانیو هیلې
چې توپانونه ، سېلابونه او ستم لوروې
د سېمرغ ځالې او بچیو باندې بم لوروې
دې ملالۍ زیارت ړنګ شوی ، دې ایوب بچیو !
دې خوشحال خان او دې رحمان بابا عـزت وساتئ
چا مو عزت ، چا مو تاریخ ولې هستۍ واخېستې
دې بل په لمسه ئې زموږ د خـولې مړۍ واخیستې
تا ته دې هیلو او دعاوو لپې پورته نیسو
په مونږه مه پلوره دوینو سېلاب
په ډالري لوړ قېمت !؟
دمــيـنــې ویـجــاړ کــلـي تـه وږمــو ســره راځـــه
سېل جـوړ کــړه د بــلـبـلــو لــه نغمو سره راځه
څــپــې د امــن شیـــنده خــوشالو سره راځـــه
وږمه بـاغ د حـــرم کړه ښاپـــېرو ســره راځــــه
د کوډو،بیم لـمبه کړه خــوځــېــدو ســره راځــه
د مینــې له منـــترشــړق د کمـــڅو سره راځــه
چې و ويــنځي کينې له پاکو زړو سره راځــه