Print this page

روح الله

غزل

زمونږ په ګران وطن کى انسانان لمبـــــــه لمبـــــــه شو
په جنګ او په جګړو کى ډير ځوانان لمبــه لمبــــه شو
سپين سرى ميندى ژاړى پيغلى کونډى پاتى کيږى
سپيره مخونه ګرزى يتيمان لمبـــــــــــه لمبــــــــــــه شو
تورتم دى سرى لمبى دى هره خوا فريـاد فر يــاد دى
لوږى دى د باروتو سره ګلان لمبــــــــــــه لمبــــــــــه شو
چاښى پيسى پيداکړى او څوک ګرزى وږى تـــــــــږى
هيڅ کار او کسب نشته غريبان لمبـــــــه لمبـــــــــه شو
روح الله واى خپله ربه د خورانو مدت ګار شـــــــــــــى
زما په شانته ډير زيات عجزان لمبــــــــه لمبــــــــه شو
روح الله

غزل

د بي غيرته خاينانو سه مى جوړه نــــــــه ده
وطنه ستا د دښمانانو سه مى جوړه نــــــــه ده
چه د حرامو او حلالو منځ کى فرق نـــــــه کوى
تش په نامه مسلمانانو سه مى جوړه نـــــــــه ده
چه تکبر کوى بى رحمه په خوارانــــــــو باندى
د کبرجنو انسانانو سه مى جوړه نــــــــــــــه ده
غريب سړى يم غريبانو سره مينـــــــــه لرم
د ظلم ځور د خاوندانو سه مى جوړه نه ده
زه روح الله به يي رسوا کړم خلاصيدلى نشى
د ريشوت خورو مامورانو سه مى جوړه نه ده

روح الله

لوستل شوی 8149 ځله Last modified on چهارشنبه, 28 سرطان 1396 22:36