رفيع الله ستانګزى

رفيع الله ستانګزى



د نن څخه پوره 21 کاله دمخه د لوګر ولايت د محمدآغې په ولسوالۍ د مغل خېلو په کلي کې د انجينر محمد جميل په کور کې سترګې پرانيستې دي، چې په دغه مهال کې افغانستان پرته له جنګه بل څه نه پيژانده، د دوی کورنۍ هم د مهاجرينو د اوږدې لړۍ يوه کړۍ شوه او ښاغلي ستانګزي خپل ښونيز ژوند په پاکستان کې پيل کړ او په کال 1381 لمريز کې د پېښور د محمديې عالي لېسې څخه په ډېره ښه درجه فارغ شو، او د لوړو زده کړو لپاره يې د ژبو او ادبياتو د پوهنځی د پښتو په څانګه کې خپلې زده کړې پيل کړې، چې سږ کال (1385) کې د همدغې پوهنځی څخه په لومړي درجه فارغ شو.
د شعر او شاعرۍ سره له پخوا مينه لري، کابو ډېر شعرونه يې ويلي دي، خو اوس مهال يې خپله ټوله پاملرنه څېړنې ته کړې او خپلې لومړنې برياوې يې هم تر لاسه کړي دي.
دښاغلي ستانګزي کوم اثر په ځانګړې توګه نه دی چاپ شو، خو د بېلابېلو مجلو او پاڼو څخه يې خپلې ليکنې د هېواد والو سره شريکې کړي دي.
د ستانګزي د ناچاپو اثارو نوم لړ:
1- په پښتو ادب کې ژباړه او اړتيا
2- د عبدالحميد مومند ژوندليک، شاعري، سبک او د سبک پلويان يې
3- د عبدالحميد مومند په اشعارو کې د ماهيت په لحاظ تشبيه
4- د ملنګ جان په اشعارو کې بديعي ښکلاوې
5- د خوشحال خان په اشعارو کې د ښځې انځور
او د ادبي فنونو سره د مينې لرلو له کبله يې بېلابېلې ليکنې کړي دي، چې په تر اوسه د چاپ په ګاڼه نه دي پسولل شوي.
د دې ترڅنګ يې په ډېرو علمي سيمينارونو کې هم ګډون کړی دی، چې يو له هغو څخه د ښوونې او روزنې د پوهنتون علمي سيمينار دی، چې (په پښتو ادب کې ژباړه او اړتيا) تر سرليک لاندې يې خپل سيمينار جوړ او وړاندې کړ، چې وروسته بيا د پوهنتون او څانګې د ښوونکو له خوا د ستاينې وړ وبلل شو او د لوړو زده کړو د وزارت له خوا په ستاينليک ولمانځل شو.
د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د مشاعرې بنسټګر او د نورو فرهنګي کړيو سره په ادبي بنډارونو او ناستو کې هم برخه اخلي.
د ژورنالېستانو د ټولنې غړی او دم ګړۍ د اکسور سروې په نامه دفتر کې دنده ترسره کوي

لکه خورې زلفې تندي د پاسه
دومره غمونه مې زړګي د پاسه
څوک مو مرى باندې چاړه راکاږي
څوک مو خزان شول پسرلي د پاسه
راته هېڅ پام دهغه چا نه کيږي
چې يې نازونه وړم زړګي د پاسه
پورته له مينې مې يودا ګټه کړه
په لاره پښه نه ږدم مېږي دپاسه
څومره اداوې چې دښکلو وينې
دومره غمونه ستانګزي دپاسه

دا مينه دا دنيا ده محض غمونه دي ارزانه
وفا په چا کې نسته قسمونه دي ارزانه

تلې اوښکې د مين څېرې ګرېوانه سره لاړې
وړيا وړيا توئيږي مشالونه دي ارزانه

اشنا زه په رښتيا درته خواږه کتلى نشم
په دغه زمانه کې تهمتونه دي ارزانه

په هره ميخانه کې د رندانو غوبل جوړ دى
بې ځايه وېشل کيږي شرابونه دي ارزانه

مجنون نه د خواږه ژوندون هستي په مخه شوې
په اور به لولپه شي سره اورونه دي ارزانه

د مينې په کتاب کې د وصل لغت نه شته
کليات واړه د هجر عنوانونه دي ارزانه

د چا په خوله کې نشته د وفا پاکې خبرې
په تنده او ترخه لهجه ځوابونه دي ارزانه

چې کله را په ياد شي د ستانګزي رښتيا خبرې
زما په اوږده چيغه فريادونه دي ارزانه

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون
رفيع الله ستانګزى

دومره مې پرېږده چې دا ځان مې په تا ځار کړم اې حبيبه
ځان چې ستي ستا په رخسار کړم ا ې حبيبه

ارمان مې دا په زړه کې چې دې ديدار ووينم
د رغېدلو نه يم تا پر کومه لار ووينم
دا تقاضا د الهي پروردګار کړم اې حبيبه
ځان چې ستي ستا په رخسار کړم اې حبيبه

شپې رڼوم د هجر په اميدو د وصال
سلګۍ وهم درپسې په ارمانو د وصال
چغې وهم دا ارمانونه وار په وار کړم اې حبيبه
ځان چې ستي ستا په رخسار کړم اې حبيبه

يوسه قاصده زما دغه پيغام د مينې
په پاک حبيب مې وايه درود او سلام د مينې
دا درته وايم، چې دا زړه څنګه قرار کړم اې حبيبه
ځان چې ستي ستا په رخسار کړم اې حبيبه

د خواږه غمه ډکې، ټولې قصې د جانان
هره لحظه مې زړه کې ښکلې قصې د جانان
چې دې راياده واقعه د حراء غارکړم اې حبيبه
ځان چې ستي ستا په رخسار کړم اې حبيبه

اسير په دام د زلفو د هاشمي جانان يم
ستانګزی غلام د زلفو د هاشمي جانان يم
ښکاره مين يم واقيعت چاته اظهار کړم اې حبيبه
ځان چې ستي ستا په رخسار کړم اې حبيبه

دومره مې پرېږده چې دا ځان مې په تا ځار کړم اې حبيبه
ځان چې ستي ستا په رخسار کړم اې حبيبه

کابل نوی ښار
دميلاد ورځ

څومره خوږه يې مورې
ډېره درنه يې مورې
د زړه ټوټه يې مورې
واخ! پښتنه يې مورې

له ډېرې مينې وايم
خبرې سپينې وايم
د ژوند نغمه يې مورې
واخ! پښتنه يې مورې

 

مورې چې تاووينم
نړۍ زيبا ووينم
ښکلې شېبه يې مورې
واخ! پښتنه يې مورې

تياره تياره وي ژوندون
يم د رڼا په لټون
بله ډيوه يې مورې
واخ! پښتنه يې مورې

مورې دعا دې غواړم
ښکلې دنيا دې غواړم
ښکلې شيبه يې مورې
واخ! پښتنه يې مورې

مورې راياده شولې
زړه کې آباده شولې
هره لحظه يې مورې
واخ! پښتنه يې مورې

مورې قربان دې شمه
ستا په ايمان دې شمه
د زړه قطره يې مورې
واخ! پښتنه يې مورې

تا چې مخ له مانه پټ ماته دې شاکړه
په زړګي دې راته بله لمبه بيا کړه
چې رقيب ته دې خبرو کې لاس ورکړ
په سيندونو دې لاهو ارزو زما کړه
زه خو تل دا ستا دمينې خريدار وم
خو تا تل له پاره لار مانه جدا کړه
ستا په در کې به تر هغه وخته ژاړم
تر هغې چې دې قبول زما رضا کړه
ما خو نه کړله جفا، جفا خو تا کړه
ستانګزيه تا خو مينه په رښتيا کړه
دکابل دښوونې او روزنې پوهنتون
رفيع الله ستانګزى

تا چې مخ له مانه پټ ماته دې شاکړه
په زړګي دې راته بله لمبه بيا کړه
چې رقيب ته دې خبرو کې لاس ورکړ
په سيندونو دې لاهو ارزو زما کړه
زه خو تل دا ستا دمينې خريدار وم
خو تا تل له پاره لار مانه جدا کړه
ستا په در کې به تر هغه وخته ژاړم
تر هغې چې دې قبول زما رضا کړه
ما خو نه کړله جفا، جفا خو تا کړه
ستانګزيه تا خو مينه په رښتيا کړه
محمدآغه، لوګر

تندي دپاسه
لکه خورې زلفې تندي د پاسه
دومره غمونه مې زړګي د پاسه
څوک مو مرى باندې چاړه راکاږي
څوک مو خزان شول پسرلي د پاسه
راته هېڅ پام دهغه چا نه کيږي
چې يې نازونه وړم زړګي د پاسه
پورته له مينې مې يودا ګټه کړه
په لاره پښه نه ږدم مېږي دپاسه
څومره اداوې چې دښکلو وينې
دومره غمونه ستانګزي دپاسه
کابل نوی ښار

څومره حسينه پُر حيا ده
دا پښتنه مينه زما ده
ملکه د حسن او ښکلا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده

چې په ناز ناز راته راګوري
چې وړاندې ځي په څټ راګوري
څومره ظالمه يې ادا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده

شونډې خوږې لکه قندونه
زلفې يې اوږدې دي سنبلونه
لکه وېښته نرۍ يې ملا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده

زه يې په يو نظر شيدا کړم
د خپلې مېنې يې راجلا کوم
خو دا ظالمه بې وفا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده

 

زه يې په وير باندې غمجن شم
دا مې ژړا باندې ښادمن شي
داسې دلبر خدايه زما ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده

په دنګه ونه يې زلفان ځړيږي
لکه چنار کې ښاماران ځړيږي
زما د بڼ ښکلې مينا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده

پرته د ښکليو مې بل کار نه شته
د زړه د خونې مې قرار نه شته
مينه چې کړم دا مې سزا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده

چې ورته ګورم په قهريږي راته
سترګې له سترګو نه شرميږي
آيينه د مخ يې پُر حيا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده

مين مې نه کړله مين شومه زه
په بې وفا باندې مين شومه زه
دغه د پاک الله رضا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده

مينه د ښکليو کې چې رانه شې
پرته د خدايه د بل چا نه شې
زما ستانګزي ته دا دعا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده

څومره حسينه پُر حيا ده
دا پښتنه مينه زما ده
ملکه د حسن او ښکلا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون
پښتو څان

څومره حسينه پُر حيا ده
دا پښتنه مينه زما ده
ملکه د حسن او ښکلا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده

چې په ناز ناز راته راګوري
چې وړاندې ځي په څټ راګوري
څومره ظالمه يې ادا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده

شونډې خوږې لکه قندونه
زلفې يې اوږدې دي سنبلونه
لکه وېښته نرۍ يې ملا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده

زه يې په يو نظر شيدا کړم
د خپلې مېنې يې راجلا کوم
خو دا ظالمه بې وفا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده


زه يې په وير باندې غمجن شم
دا مې ژړا باندې ښادمن شي
داسې دلبر خدايه زما ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده

په دنګه ونه يې زلفان ځړيږي
لکه چنار کې ښاماران ځړيږي
زما د بڼ ښکلې مينا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده

پرته د ښکليو مې بل کار نه شته
د زړه د خونې مې قرار نه شته
مينه چې کړم دا مې سزا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده

چې ورته ګورم په قهريږي راته
سترګې له سترګو نه شرميږي
آيينه د مخ يې پُر حيا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده

مين مې نه کړله مين شومه زه
په بې وفا باندې مين شومه زه
دغه د پاک الله رضا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده

مينه د ښکليو کې چې رانه شې
پرته د خدايه د بل چا نه شې
زما ستانګزي ته دا دعا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده

څومره حسينه پُر حيا ده
دا پښتنه مينه زما ده
ملکه د حسن او ښکلا ده
هغه مې ښکلې دلرُبا ده

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون

رفيع الله ستانکزی

ملګرو زما له دې وينا سره به هوکړه کوﺉ!
زموږ په کلي کې به خلکو ويل:
دغه نړۍ د غوايي پر دوو ښکرو ولاړه!
که يو يې کوز کړي زلزله جوړيږي!
خو زه بيا دا وايمه!!
دغه نړۍ پر دوو نورو پرښتو آباده!!
هغوی!!!!!!!!
نړۍ ته مينه بښي
نړۍ ته ژوند وربښي
تاسو پوهېږﺉ چې دا څوک يادوم؟؟؟
زه مور او پلار يادوم!!!!
د دوی په شتون کې نړۍ مينه مينه
او د نړۍ شته والی دوی پورې تړلی ښکاري
او که دوی نه وي بيا ژوندون محال دی
نو ملګرو !!
زما له دې وينا سره به هوکړه کوﺉ!!
چې مور او پلار مو د تروږمۍ په شپه کې
د سپينې سپوږمۍ په څېر رڼا راکوي
همدوی د ژوند کولو دود رابښي
نور خو لا څه کړې، چې جنت راکوي
راځی، چې لاسونه ورته لپه کړو موږ
د خدای دې لوړ دربار ته
نو ملګرو!!!
زما له دې وينا سره به هوکړه کوﺉ!!!
راځی خوښي وربښو
هېڅ یې خفه نه کړو
خدمت يې موږه کوو
دغه يو هوډ پيدا کړو
چې مو څښتن رضا شي
او دا وطن مو له دې حاله ووځي
نو ملګرو!!
زما له دې وينا سره هوکړه وکړﺉ!!!
الله دې دوی ته جنتونه ورکړي
بيا هم وايم هوکړه وکړﺉ!!!!!!!!!
آمين
رفيع الله ستانکزی کندهار، د يکشنبه ورځ، د پلار د نړيوالې ورځې په وياړ

زما د ښوونځي هاغه لومړی ورځ وه!!
چې د خپل پلار سره ښوونځي ته لاړم
پلار مې ښوونکي سره
يو څو خبرې وکړې
ښايي
زما اړوند وې
خو دا يوه خبره مې واورېدله
پلار مې ښوونکي ته ويلې:
ګوره چې پام دې وي
زما زوی ته به د درس پيل په مينه کوې
او دا لومړنی درس به هم د مينې ورکوې
ځکه چې همدا مينه ده
چې تر ښوونځي پورې يې د راتللو پښې ورکړې
او همدا مينه ده
چې نړۍ ته راغلی دی
هاغه مهال ما له ځانه سره فکر کاوه!!
چې پلار مې د کوم درس خبرې کوي
او ...........
خو اوس پوه شوم، چې مينه څه شی ده!!
او څنګه کيږي
خو افسوس چې زما د هېواد وګړي مينه نه پيژني!!!!!!!!!!
رفيع الله ستانکزی، نوی ښار، کابلThis email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.
www.khost-web.net/stanikzai

په ژوند کې مې چې تر ټولو ښکلی انځور وليد
ستاهغه عاشقانه او معصومانه نظر و
د ژوند تر ټولو ښکلې خبرې مې چې اورېدلي
هغه ستا مينه ناک سکوت و
د ژوند تر ټولو ښکلي احساسات مې
(تاسره مينه لرم) ويل و
د ژوند تر ټولو ښکلی انتظار مې
ستا د ليدلو انتظار و
د ژوند تر ټولو ښکلې شېبې مې
له تا سره اوسېدل و
د ژوند تر ټولو ښکلې ډالۍ مې
تاته د محبت ډالۍ وه
ماته د ژوند ترټولو ښکلی پيغام
ستا دمينې پيغام وو
تر ټولو ښکلی يوازيتوب مې
ستا لپاره ژړا وه
تر ټولو ښکلی اعتراف مې
ستا مينه وه
د ژوند تر ټولو ښکلې نغمه مې
ستا د ښکنځلو په تورو کې د مينې شعر و
او د ژوند ښکلی ملګری مې ستا هغه ټول رالېږلي ليکونه وو
يوازې دا نه
زما د ژوند تر ټول ښکلي ميلمانه ستا رالېږل شوي غمونه وو
ستا هر څه ماته مينه وه
او
ستا له هر څه سره مې مينه لرله اولرم به يې
ستاسې
ر. ستانکزی

لوستل شوی 8441 ځله Last modified on چهارشنبه, 28 سرطان 1396 22:43

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي