پروفیسور جهانشیر

ځای په ځای زخمونه دی کوم پرهر د وګنډم
ستړی مې لاسونه دی کوم پرهر د وګنډم

هر ځای د زخمونه دی، زه ورته کتې نه شم
څه وکړم وطنه زه، ستا نه صبریدې نه شم
وینی دی ناوونه دی کوم پرهر د وګنډم
ستړی مې لاسونه دی کوم پرهر د وګنډم

څومره خوشحالیانی به، ستا ښکلو درو کی وې
څنګه د جنت مزې، ستا هوا اوبو کی وې
اوس په تا غمونه دی، کوم پرهر د وګنډم
ستړی مې لاسونه دی کوم پرهر د وګنډم

ستا هغه سحر نشته،هغه مازیګر نشته
هغه خوشحالیانی اوس، ستا په لر او بر نشته
ډزی دی بمونه دی، کوم پرهر د وګنډم
ستړی مې لاسونه دی کوم پرهر د وګنډم

څنګه دلاسه ورکړم، کونډو یتیمانو له
کور چه د چا والوتو، هغه غریبانو له
هر ځای فریادونه دی، کوم پرهر د وګنډم
ستړی مې لاسونه دی کوم پرهر د وګنډم

چرته چه ګلونه وو، هلته کښی خزان دې
کلی د ویران شولو، خلق تر روان دې
ورک زما خوبونه دی کوم پرهر د وګنډم
ستړی مې لاسونه دی کوم پرهر د وګنډم

ګوره چه کیوتی یو، توره به کول غواړی
بیا په خپله سیمه به، امن راوستل غواړی
دغه پیغامونه دی، کوم پرهر د وګندم
ستړی مې لاسونه دی کوم پرهر د وګنډم

تیر به هیرول غواړی، مخکښی ته تیار وسه
شپه د ظلم تیره شوه، پاڅیګه بیدار وسه
مخکښی مزلونه دی، کوم پرهر د وګنډم
ستړی مې لاسونه دی کوم پرهر د وګندم

لوستل شوی 7857 ځله Last modified on چهارشنبه, 28 سرطان 1396 22:46

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي