مجال کم ؤ ، د وختونو پېښې سخت او بې اټکله
را په ياد شي ها وختونه چې به موږ مينه کوله
راځه په ځير د هيلو ولولو ته زما ګوره
دغه څوک دی چې يې عقل وړی موږ نه
هره شپه دې تصویرونه وینم خوب کې ستا د مینې بېځ تل زما روح کې غوړېږي
د زړه تسل دپاره ډکې پېمانې اړوم زه د دوزخ د سره اورو او مار لړم ډار نه کړم زړه مات به نه کړم د جانان د ګناهو له ډاره له دې به ستره ګناه چیرته وي چې زړونه مات کړم
چې له تا ساتنه وکړي پرېښته تاته لېږمه
بې شعوره بې غروره حکمتياره
د سوږمۍ سترګې شوې ډکې د غمونو له رودونو
درى ژبې ته د حمزه شينوارى د يو شعر ژباړه
کتی/کتل
چې څو شومه اوبه ،ځان مې سراب ښکاره شو
رقیبانو پر اوږو زما خم کېښود
زما د زړه کوڅو کې دې پام نیسه چې ورک نه شې
پردې ځمکه باور نشته چې تر څو ده
پرون ته ستنېدل نه د انسان وس او توان دى د ژوند د مرغلرو سوزول منه تاوان دى رښتيا دلته ده مرينه نور دا هر څه لوى دروغ دى د موټې خاورې پاره تل انسان ولې ستومان دی وخت نه کړي ابدى په څېرد ځان هيڅ څوک هيڅکله پسرلی دی بې توپیره هر غوټۍ ته تل خندان دی چې شنې کړي وچې څانګې دغه توان او وس د چا دي؟ دا فکر او سوچ ونه کړې چې غر بې خبر له ځان دی تړلي دې دي سترګې شپه او ورځ په تا يو شان دي چې کټه ترې نه ، نه اخلې د وختو ترېدل زيان دی
«په ما ګران يې » له ویو يې مه ډارېږه
ګړندی لکه د خیال په پراخ فضا آلوتل زده کړه لکه کب په لوی دریاب او سمندر لمېدل زده کړه د هر کاڼي په ویشتو به ضروري ښيښه ماتېږي چې هر کاڼی پرې ماتېږي د ښيښې دا کمال زده کړه د شپې ورځې له سجدو دې څه حاصل نشو زاهده چې دنیا دې کړي بدله د رښتیا ها سجده زده کړه دین دنیا يې درنه لوټ کړه ټيکدار د جنتونو د ایمان ساتو دپاره ته هم خپله پوه زده کړه د شر اور کې به خود سوزي بلوي چې د شر اور څوک چې د اور مړ کول غواړې دا هنر له اوبو زده کړه چا ده وینه پاکېه کړې د سرو وینو په ویالو کې د سرو وینو پاکېدو ته خاصیت د اوبو زده کړه سوله کله ده راغلې د توپک مرمي له ژبې سولې امن رسېدو ته ورځه خوله دسولې زده کړه
د چوپتیا او رمز دنیا کې ځې ډوبېږې کله کله په دې توره تیاره څاه کې ته په لټه د کوم څه يې هلته وایه دغه څه دي هوسېږې کله کله په تړلو پټو سترګو وایه څه وینې تیارو کې ټپ د زړونو که د ژوند غم دريادېږي کله کله ته د تورو تیارو په زړه کې ليدی نه شې دا خواږه چې ژوندون يې درکوي په اوچت غرونو کله کله
داسې زړه ته مې نژدې يې هغه ځای کې چې زه نه یم، ګنې ته هم هلته نه يې دومره ما ته نژدې يې ستا لاسونه پر اوږو زما لکه دواړه لاس زما دي او چې ته سترګې کړې پټې ګنې زه په خوب ویده یم "پابلو نرودا" ژباړن : عبدالملک پرهیز
که ته لږ لږ هم پر ما مېنه نه يې پوه شه ته هم نور زما په زړه کې نه يې که مې هېر کړې او له زړه نه مې بهر کړې پروا مه کړه له پخوا ته مې خوښ نه يې
بیدل *** ځای نشته زما پر زړه د چا د بغض او د کينې چې تل به دې غوښتل د ها ښکلا دیدن اوس وکړه څه اغېز له دوعا غواړو، چې چاپېر ستا له ښکلا نه *** سترګې نه لرم چې وګورمه لمر ته دا مې هيله ده چې ورکه له نړۍ دستور د خوب شي شور به ګډ کړم چېرې ته په وینا راشې په هر لمونځ کې ولې لاس پر ګونډو کيږدي؟ ددنیا خيره ټول ستا جیب کې پرته ده زاهد څه له مې را بولې ما له دیر ته کعبې ته، ما خو هلته زړه بایللی په جامو د زاهدانو تېر مه وځه ته صائبه د جنت له حورو دومره زاهد پوه دی ما د مینې درد و نه ویل زاهد ته ګناهکار یو ستا ای ربه مهربانه د ګناه پروا مه کړه، چې نړۍ کې که ګناه کوې په شپه د جمعې وکړه واصل
د رابیندرنات تاګور لیکنه “If you have the time” I said ما وویل: که وخت لرئ؟ خدای وویل.: دوی په ماشومتوب کې له ماشتوب ستړي شي او دا چې دوی خپله روغتیا د پيسو د ګټلو په خاطر له لاسه ورکوي دا چې د راتلونکي په هکله پریشانه وي دوی داسې ژوند کوي چې ګنې هيڅکله هم نه مري باید پوه شي چې په زوره په چا ګرانېدلی نه شي “To learn that it is not good پوه شي چې دا سمه نه ده ځان له نورو سره پرتله کړي باید پوه شي چې داسې کسان شته چې دوی پرې ګران دي باید پوه شي چې دوه کسه یو ټکي ته کتلی شي خو دوی به یو شان نه ویني
چې په وس د هیڅ چا نه وي غواړم وژغورمه ځمکه
د عبدالملک پرهیز ژباړه چې مې ور د خونې و تړه مست مې په شراب کړ شرح داغ دل پروانه چو گفتم با شمع غرق خون بود و نمی مرد ز حسرت فرهاد یادونه:
دا ځنې ځنې دلته ځان بدلوي
په لږو قناعت کړه له بې ځایه حسرت تېر شه ملګری هغه خوښ کړه چې خوښ ستا پر ملګرتوب وي هغه آلوتل نه دي چې وزرې دې د بل وي دا ژوند که هر څو اوږد وي خو بیا هم پای ته رسېږي هغوی چې په وژلو کې تګړه او بې نظیر دي د مخ پر هره څنډه يې خالونه د سرو وینو هر څوک چې هر څه وايي دا د څو ورځو کېسې دي
چې مې کر کړ د ګلانو ګلان نه شو چې مې زړونه په هر ډډ د ونو کښلې بې له تا چې شپې او ورځې او کال تېر شو
دا امکان نشته محفل ته د خوبانو ما بینوا راولي
شب جوش بهاری بدل تنګ شکستم ګردونه د سهار مې له شپږ اړخ هيندار په لاس دي
سیالي که د ښکلاو د ستاینې په هنر شي راځه د وخت غوږونو کې د مینې راز بیان کړه د هر چا د هر بد په وړاندې یو ښېګڼه وکړه راځه پر خپل غزل زما سړه غېږه توده کړه
یا په زړه مې شور اوځوږ دی پارېدلی نن د غشو سور باران ته نیغ ولاړ یم یم ټپي د ځان په وینو کې لمبېږم ولې امن او ټينګښت به وي زموږ کور کې خلکو پاڅېږئ بېدار له درانه خوب شئ ولې دلته په پېړۍ وېده دا خلک دي د یادو له بې نښانه ټاپو ګانو چې پېغام ته مې غوږ نه نیسې اولسه د دنیا دا خوشحالۍ به مې خوښ نه کړي د وطن په تورو شپو کې لټوم دې د خوښۍ او نېکمرغۍ سپرلی به راشي
زه ماڼو یمه د مینې چې را وتی په سفر یم
ددې ټول علت زموږ مغزو کې پروت دی زموږ تور فکرونو جوړ دغه حالت دی تر څو ډک زموږه روح له نفرتو وی د انسان مینه به ورک زموږ له زړو وي چې خواړه زموږ د فکر له شرارت وي هره خوا د نفرتو ډنډورچیان ګرځي ځکه سترګو نه د غم سیلاب بهېږي ځکه جوړ مو په وطن دا لوی توفان دی له هر خوا د تند لارۍ لېوان غپېږي ملا توره ده اخیستې لو د سر کړي لکه چرګې له انسان سرونه پرې کړي په نارو د ستر الله مسلمان وژني لوی قصرونه ځانته جوړ اوچت اوچت کړي څوک د قوم، څوک بیا د ژبې په تور وژني ویښ شئ خلکو دغه وروڼه د شیطان دي
خمونه واړه تش شوه خو شراب کې تاثیر نشته پرون ملګري موږ په لار د ستر کاروان وو راشه ماته په ګردو دا خړ هنداره د ژوندون کړو
دعبدالملک پرهیز ژباړه اين قافله عمر عجـب ميگذرد درياب دمي کـه با طرب ميگذرد ساقي غم فرداي حريفان چه خوري پيش آر پياله را که شب ميگذرد کاروان د ژوند ځي تند او نه دريريږي خوند واخله له شیبې چې نه تمېږي د سبا د حریفانو غم سودا څه کوې پیاله را وړه چې شپه ځي نه ودرېږي *** آن قصر که جمشيد در او جام گرفـت آهو بـچـه کرد و شير آرام گرفـت بـهرام کـه گور ميگرفتي همه عمر ديدي کـه چگونه گور بهرام گرفـت ماڼې هغه چې پکې جمشید جام واخیست غرسه بچی و کړ او زمري آرام واخیست بهرامه چې درست عمر دې ګور اخیست و دې لید چې څنگه ګور بهرام واخیست *** افـسوس که نامه جواني طي شد و آن تازه بـهار زندگاني دي شد آن مرغ طرب که نام او بود شـباب افـسوس ندانم که کي آمد کي شد افسوس چې لیک د ځوانۍ تېر شو د ژوند تاند پسرلی لاړه ګنډېر شو د مستۍ مرغه چې نوم يې ؤ شباب پوه نه شومه افسوس کله راغی کله تېرشو
یادونه: درنو دوستانو دغه ښکلی ژباړه او لنډ تفسیر شوی، دا چې د مولانا شعرونه ژور او پراخه مفهومونه له ځانه سره لري نو هر څوک له هغې نه د خپلې پوهې او نړۍ لید پر بنسټ مانا او مفهوم تر لاسه کوي چې همدا د مولانا شعر د پراخ مفهومۍ مانا ورکوي. هیله مند یم دغه شعري ژباړه دګرانو دوستانو خوښه شي. همدارنګه هیله مند یم خپل نظریات او ارزونه له ما سره شریکه کړۍ. ستاسې د تبصرو او نظریاتو په هيله. دلا نزد کسی بنشین که او از دل خبر دارد به زیر آن درختی رو که او گلهای تر دارد زړګیه ناسته د ها چا کړه چې هغه له زړه خبر لري تر هغه ونې لاندې ځه چې ها ګلان تازه لري ددې مصرعې مقصد د زړه ستره او پاک ساتل دي او دا چې مین د خپل زړه غوټه هر چا ته نه پرانیزي. د انسان شخصیت او سړیتوب د هغه کسانو څخه هم د پېژاندلو وړ دی چې دوی ورسره ناسته ولاړه کوي. دویم بیت هم دا مفهوم بیانوي چې که د دمې دپاره د ونې سیوري ته ځې دداسې ونې لاندې لاړه شه چې تازه او ښکلي ګلان لري څو زیات خوند ترې واخلې. کله چې د پوهې او علم لرونکي سره ناست ولرو د هغه د پوهې څخه برخه مند کېږو لکه د ګلانو له ښکلا او عطرو څخه چې خوند او ګټه اخلو. در این بازار عطاران مرو هر سو چو بیکاران به دکان کسی بنشین که در دکان شکر دارد د عطارانو دې بازار کې لکه وزګار په هر لور مه ځه د هغه چا هټۍ کې کېنه چې په هټې کې خپل خواږه لري وزرګاره خلک بې له دې چې کوم هدف او کار و لري د عطارانو په بازار کې سرګردانه دیخوا ها خوا ګرځي نو ځکه کله چې هدف نه لرې بې ځایه مه ګرځه بې هدفه ګرځېدل د وزګارو خلکو کار دی. دویمه مصرع هم د لومړي مصرعې دوام دی چې وايي په هغه هټۍ کې کينه چې خواږه لري ، له خوږو مقصد ګټه او فایده ده او خلک او ټولنه له باراز سره پرتله شوي. ترازو گر نداری پس تو را زو ره زند هر کس یکی قلبی بیاراید تو پنداری که زر دارد که تله نه لرې تېر باسي دې هر څوک پر دغې لارې که څوک چم کړي ستا باور شي ګنې دا سره زر لري دلته شاعر وايي څوک چې د اند او تحلیل او تجزيي ځواک نه لري او هوښیاره نه دي په ژوند کې زیان کوي او دا يې دداسې چا سره پرتله کړی چې کله هغه بازار ته د سودا اخیستلو دپاره ځي او تله له ځانه سره نه لري نو هټیوال د لږ وزن شیان پرې تېروي او دی هم نه شي کولې د شیانو ریښتنی وزن او اندازه و پېژني نو په دې ډول ټول يې تېر باسي. دویمه مصرعه کې د چا یا کوم شي په ظاهري بڼه له تېر وتنې څخه مقصد دی یانې که د یو تقلبی شئي ظاهري بڼه ښکلې کړی شي نو ځنې کسان پرې تیر وځي. ډېر کله بازار کې هوښیاره او چالاکه کسان تقلبي څيزونه د اصلي څيزونو په بیه تېروي. په ټولنه کې هم د تبلیغ او پروپاګند له لارې کله ناپوهه کسان د پوهانو په جامه کې ځانونه څرګندوي. تو را بر در نشاند او به طرّاری که میآید تو منشین منتظر بر در که آن خانه دو در دارد تا به په ور کې تمه کړي وايي ژر بېرته راځم په تمه ور کې مه کینه چې دا کور دوه وره لري داسې پېښې زیاتې شوي چې ځنې کسان د نورو له باور او ريښتینولۍ څخه ناوړه ګټه پورته کوي او دوې تېر باسي لکه داسې چې یو څوک په ټګۍ برګۍ د کور په ور کې ور دروې او ورته ووايې چې ژر بېرته راځم همدلته په تمه اوسه خو بیا د کور ددویم ور له لارې ولاړ شې او نو هيڅکله را نه شې. نو په دویمه مصرعه کې سپارښتنه کوي چې د ټګانو په خبره باور مه کوه او په ور کې په تمه مه کینه ، یانې د ټګانو په ژمنو او وعدو باور مه کوه ، هغوی تاسې تېر باسي او بېرته نه ستنېږي. لکه د افغانستان د ټولټاکنو دروغجنې ژمنې چې هيڅکله به هم ترسره نه شي. به هر دیگی که میجوشد میاور کاسه و منشین که هر دیگی که میجوشد درون چیزی دگر دارد هر دیګ چې اېشي ورته مه کېنه او مه نیسه کاسه چې اېشېږي هریو دیګ په منځ خپل بل څه نور لري دا بیت وايي هر دیګ چې د اېشېدو په حالت کې وینې ورته کاسه مه نیسه ، ځکه نه پوهېږې چې په دیګ کې خواړه دي يا څه نور ، صبر وکه څو د دیګ محتویات درته څرګند شي. دا مفهوم زموږ په ټولنیز ژوند کې زیات د لمس وړ دی، په تېره بیا کله چې سیاسي بازار تودېږي هرې احساساتي ویانا او شعار ته چکچکې باید و نکړو او صبر وکړو څرګنده شي ددې تندو شعارونو او ویناګانو تر شا څه پراته دي. نه هر کلکی شکر دارد نه هر زیری زبر دارد نه هر چشمی نظر دارد نه هر بحری گهر دارد نه خو هر ګوته خوږه وي او نه هر کوز بر لري نه هره سترګه لید او نه هر سمندر مرغلره لري ددې بیت مفهوم هم لکه د تېر بیت دی ګوتې کله نا کله د قلم په مانا کارول کېږي خو دلته يې مانا په خپل ګوتې دي. دلته بیا هم شاعر خپل مخاطب شک کولو ته رابولي او وايي چې ټولې ګوتې خوږې نه وي او په هر سیند اوسمندر کې مرغلرې نه پیدا کېږي. بنال ای بلبل دستان ازیرا ناله مستان میان صخره و خارا اثر دارد اثر دارد د مستانو په څېر غږ او نارې باسه بلبه چې پر تيږو هم پر کاڼو دا اغېز کړي دلته د بلبل نه مطلب مین دی او وايي چې د مستانو غږ پر تيږه او ډبره هم اغيزه کوي او لکه د کاڼي سخت زړونه هم نرموي. بنه سر گر نمیگنجی که اندر چشمه سوزن اگر رشته نمیگنجد از آن باشد که سر دارد که د ستن له سوري تېرېدی نه شې نو سر کېږده که تار له ستنې تېر نه شي نو پوه شه تار سر لري په دې بیت کې ژور مفهومونه په ښکلي قالب کې ځای کړی شوي. په ژوند کې د پرمختیا لاره ډېره ستونزمنه او له خنډونه ډکه ده ، که غواړئ په ژوند کې پرمختګ وکړئ نو باید له زیاتو خنډونو او ستونزو تېر شئ او ددې دپاره لازمه ده څو خپل سر نری کړئ یانې تواضع ولرئ د لويي او کبر نه ډډه وکړئ چې دلته يې د ستنې له تنګ سوري نه د تار تېرېدل بېلګه راوړی چې تار تر هغې له ستنې نه تېريږي تر څو يې سر صاف او نری نه شي. په مینه کې بری هم له همداسې لارې تېریدل غواړي. همداسې په ټولنیز ژوند کې د لوړ دریځ تر لاسه کول په داسې لاره تګ غواړي. چراغست این دل بیدار به زیر دامنش میدار از این باد و هوا بگذر هوایش شور و شر دارد دا بېداره زړه څراغ دی نو ساته يې لاندې تر لمنې له دې باد او هوا تېر شه چې هوا يې شور او شر لري وايي دا زړه لکه ډيوه ده اولاره روښانوي خو د لارې هوا توفاني او له غباره ډکه ده نو کېدی شي دا ډيوه مړه کړي او خپلې لارې ته دوام ورکولی و نه شي نو ځکه پر ډيوه پام ساته څو در څخه مړه يې نه کړي ، چې دلته له ډيوې مطلب عقل ، اند او پوهه ده کوم چې زموږ ژوند او لاره روښانه کوي، یانې پام کوه د نړۍ او یا جانان ښکلا او شان او شوکت دې سترګې ړندې نه کړي تل له عقل او هوښیارتیا کار اخله که نه نو له بدمرغۍ سره به مخامخ شې او لاره به درنه ورکه وي. چو تو از باد بگذشتی مقیم چشمهای گشتی حریف همدمی گشتی که آبی بر جگر دارد چې تېر شولې له باده استوګن شوې په چینې کې حریف د ها همدم شوې چې اوبه پر ځګر لري کله چې له سختیو او کړاونو تېر شوې خپل هدف یا جانان ته رسېږې او وینې چې هغه هم لکه ستا په څېر له همدغه نرۍ لارې تېر شوی او زیاتې ستونزې يې ګاللي او دا په حقیقت کې د رښتنې او دوه اړخيزې مینې په مانا دی. چو آبت بر جگر باشد درخت سبز را مانی که میوه نو دهد دایم درون دل سفر دارد چې اوبه وي پر ځګر کې لکه شنې ونې ښکارېږې چې نوې مېوه وکړي ها تل سفر په منځ د زړه لري دلته په ځګر کې د اوبو لرل د لاس ته راوړنو د لرلو په مانا دی لکه شنه ونه چې میوه يې د نورو دپاره ګټوره ده او د هر چا خوښېږي نو د انسان ګټور کار هم لکه د مېوې د خلکو ددرناوي سبب ګرځي نو ځکه د خلکو په زړونو کې لار پیدا کوي.
ترڅو ناست د ظلم سیل کړئ هره ورځ دلته ناورین دی دلته هر راز غلیمان دي دغه جنګ د پردو جنګ دی توپک مات د جنګ سالار کړئ دا وړانده خلک بینا کړئ سوله تل ښکلی ارمان دی چې آزاد له هره بند شي دا اولس له کړاو خلاص کړو یا بريښنا په شین آسمان شم که نه تل به دلته غم وي که کارګر او که بزګر يې تور زنځير د عقل مات کړئ
بې له تا به ژوندون کله زما اسان وي لکه مات چې مې ورز پر ستر توفان وي د ښکاري په سرو منګولو کې را ګير یم لکه ویشتي غشي نېغ په زړه جانان وي بې له تا په سخت سفر یوازې درومم لکه شپه کې چې سپوږمۍ تنها روان وي زما پر زړه ستا د یادونو څلي جوړ دي فکر او اند مې تل ستا څيرې ګریوان وي تل په سترګو مې رڼې اوښکې جاري شي چې پر تا وینم را تاو پړانګ او لېوان وي ډکې اوښکې مې له غبرګ سترګو توی شي چې واکمن پر کلي ښار مې تور دېوان وي زه له دې لرې ملکو دې تل څارمه ګنې بیا یو ورځ به جوړ دا ګلستان وي پام ونه کړې چې زه به ستا له عشقه تېر یم ستا فراق کې مې ژوند تل خوار او پریشان وي پښې مې سستې وس د تلو په ما کې نشته یا نړۍ په مخه کړې زلزلې او لوی توفان وي بې له تا چې پر هر ځای یم خوار فقیر یم لکه ژوند چې د انسان په تور زندان وي پروت پنجره کې د سرو زرو زار بلبل یم چې ارمان يې آلوته پر شنه چمن وي که هر څو له تانه لرې زړه مې ستا دی روح مې ډک ټول ستا له مينې او ایمان وي ته ټول مينه ټول غزت او شرافت يې پرتا ویاړم بې له تا که مې ګزاران وي زه هيڅکله به تا هیر نه کړم وطنه تل نابود دې رنګارنګه دښمنان وي
زړ
خوند اخیستی مو لا نه ؤ د بهار له یوه ګله
چې سړې سېلۍ د مني له هر خوا نه را خپرې شوې
بڼ یو دم له ښکلا ولوېد، شو بې خونده او بدرنګه
+++++++++
دا به کله وي د یار وصال نصیب شي
په نازو او کرشمو زړه ته قریب شي
چې د یار له ښکلیو لیچو پیالې و څکم
څو شیبې د تمامي عمر حبیب شي
+++++++++
دا له کوم لورې سپوږمۍ ده راوتلې چې ته راغلې
چې په دغه لاره راغلې او په دغه لاره لاړې
له کوم لارې سپوږمۍ راغله چې دا لار دهغې لار شوه
شړه لار اوس د کوڅې زما د هغې د راتلو لار شوه
تصویر د ښه او بدو برالا څرګندوم
چې ځان وینې هینداره کې غصه شې ولې ماته
زه هرڅه په خپل شان او بې ریا انځوروم
ته کاڼي ولې، ولې او هیندارې ماتوئ
ماتېږم ماتېدو کې نور هېندارې جوړوم
په هر یوه ټوټه کې به ځلېږي ستا انځور
زه ستا د نارواوو تصویرونه جوړوم
د شپې له تور څادره بهر شي رازونه
د لمر له رڼاګانو یرغلونه جوړوم
تیاره کې د لېوانو او دېوانو بدمستي
نو ځکه ټول تیارو ته زه د جنګ اعلان کوم
د لمر د راختو مخه نیولی نه شي څوک
سهار او مازیګر افق په وینو رنګوم
دا جنګ د تور او سپين هر ماښام وي تر سهاره
د وړانګو په چړو تور څادرونه څيروم
پیدا ته په تیارو يې ، تیارو کې دې ژوندون دی
بچی د سپېله داغ یم زه تیارې پنا کوم
ته ژوند کړې څو جګړې وي او د وینو سور توفان
زه ژوند د ګل غوټې یوې موسکا کې لټوم
ته هر قدم چې اخلې وحشتونه زېږوې
زه ستا له هر ناورینه جهانونه بچوم
یو اورد مینې بل کړم څو وریت شي نفرتونه
دنیا د جهالت له تور تنوره خلاصوم
یو ځل که مینې بیا زموږ زړو ته لاره وکړه
بیا نوې دنیاګۍ به زه انسان ته جوړوم
ستا روح کې مینه نشته ستا تومنه له غمو ده
راوتی یم میدان ته تور دېوان مرداروم
یو ورځ د نفرت ټول زنځيرونه ستا ماتېږي
د مینې په برېښنا دا تورتمونه رڼوم
کاروان د رڼا نه ځي نور په شا له خپله هوډ
ماڼو د توفانو یم مات کشتۍ ساحل ته وړم
پتنګ له ډېرې مینې ځان ستي کاندي لمبه
زه هم له خپلې مینې جهانونه تودوم
تا ماتې کړې هیندارې ددې ښار په بې رحمۍ
دنیا به کړم هینداره حقیقت به ځلوم
هر خوا ځي ستا د لاسه د وینو سیلابونه
پرهر ته د ټپیانو مرهمونه جوړوم
وطن زما ویجاړ ستا له تورو دهشتونو
نور پرېږده دا بې شمېره دا ټپونه رغوم
غوږونه دې که خلاص دا پېغام د زمانې دی
د ظلم د ماڼیو لوړ برجونه ماتوم
اولس یوموټی کېږي د رڼا په دغه لار
د ظلم اووحشتونو تور دورونه ختموم
که ژوند کې سمون غواړې اوچته له درانه خوب شه
هینداره یم ځلېږم نوی ژوند انځوروم
نور مه وله کاڼي او هیندارې ماتې نه کړې
همدا کاڼي به ستا په لور سبا ګوزاروم
پرېږده سلسلې د تیارو ورک شي له وطنه
که ويښ زما ولس شي بیا جشونونه جوړوم
د رامبېل ګلونو خواته مو د زړه خواله کوله
د نارنج پر څانګو ناستې د غوټيو پونډکونه
موږ پر شونډو د سرو پاڼو د مچکو کرکوله
موږ سندرې د عشق ويلې د احساس رڼو څپو کې
بلبلانو ترانې به زموږ له مينې زده کوله
سږکال ها ګلان وچ شوي بلبلانو ګډه کړې
د ژوند ون خزان وهلو د تېر وخت ژړا کوله
د رامبېل د ګل کميس ٶ پاڼې پاڼې او شلېدلى
نه احساس پاتې د مينې نه بلبل مستي کوله
وخت تېرېږي وچ يادونه پاتې کېږي ارمانونه
شېبې ښې وې له الماسه بې قدري يې موږ کوله
لېمو نه لکه اوښکو څڅېدو ته زما ګوره
چې تل زما له خوا نه لرې لرې ګرځېدلې
راځه د خاورې زړه کې دروند خوبو ته زما ګوره
مايوسه نه يم دا چې د لېدو وس دى ور کړى
خبر ستا د وړندتوب شوم آورېدو ته زما ګوره
پوهېږې کله ته ،چې جل وهلې هيلې څه دي
زما د سترګو تور شه غلا کتو ته زما کوره
سپین سحر او سباوون يې وړی موږ نه
ټول ډيوې يې زموږ مړې کړې توره شپه کې
چا کړو کندې ته ګوزار توره تیاره کې
چا د ګلو واک ورکړی دی اغزو ته
چا کړو خوشې د خزان سپېرو بادو ته
بیا کوم غم نن د غاټول په زړه ګي پروت دی
مړاوې شوې هر غوټۍ يې سرته پروت دی
چې خوښي مو د ماشوم له شونډو رېبي
د افغان دښمن افغان په افغان رېبي
قجیران يې په ګلشن زموږ واکمن کړل
د مردارو په خوړو يې ټول پمن کړل
سرداران د خوار اولس مو قاتلان شول
عقابان مو د کارغانو نوکران شولa
غلیمان زموږ دردو ته خوشحالي کړي
قاتلان زموږ د غوښو قصابي کړي
څوک مو تن او څوک مو روح وژني لګیا دي
څوک مو پت او څوک عزت په لوټ لګیا دي
چې پرون د یو مړۍ يې ګدايي کړه
د خیرات په هر محل يې آشنايي کړه
نن خاوند د ښکلو حورو په دنیا شو
هم غلام د شنو نوټونو بې حیا شو
ځئ چې ورکې دا تیارې کړو له وطن خپل
ورک د شر دا سلسلې کړو له وطن خپل
چې له عقل او له پوهې بې خبر وي
چې لوی شوی په تیارو کې بې خبر وي
چې يې زړونه د تعصب په اور سوزېږي
چې يې عقل د کينو په تاو رژېږي
تل به دلته دا اورونه او ماتم وي
هره ورځ د مرګ او ژوبلې دغه غم وي
یوه لار ده له دې غمه خلاصېدی شو
د غلیم له تور دامو آزادېدی شو
د نفاق له تور جالو نه که ځان خلاص کړو
جهالت او تور فکرو نه که ځان خلاص کړو
رنګينه مې ده د ژوند دنیا په خوب کې
که څه هم زموږ ترمنځ واټن ډېر زیات دی
په خيالو کې ځان تل وینم ستا په غېږ کې
دغه تشه چې زموږ په منځ کې ښکارېږي
ځوروي مې د هجران په ورځو شپو کې
د بېلتون واټن به تا له ما هېر نه کړي
پر ما ګران يې ځکه تل يې زما زړه کې
منتظر یم د راتلو ور به راخلاض کړې
چې ور خلاص شي اول ته يې زما زړه کې
زړه مې کوره ستا له عشقه څپڅپاند دی
ګران وطنه یادوم دې په فراق کې
ژوند ته ګوره څومره لنډ دی ژر تېرېږي
ژر مې بوله که نه مرمه ستا فراق کې
مینه ستا ده لکه وینه زما بدن کې
څو ژوندی یم زما رګو کې به جاري وي
هېروی دې نه شم هېڅ په خوشحالو کې
زما زړه به تل ژوندی وي ستا په مينه
اوس دې مینه ټينګه شوې زما زړه کې
د ژوند پرهیز په سرکو شونډو د جانان ماتوم
زه هر مهال د زړه تنور د عشق په اور تودوم
تېر له جنت یم خو د زړه کعبه به ماته نه کړم
زه به جنت په خپلو سویو ارمانونو خپل کړم
سور ګلاب د ژوند له لارې شکوم تاته لېږمه
دا هرڅه راټولومه په یو غوټه د خوښۍ کې
د زړګي په ژورتیا کې په خولګو يې تودومه
دا سوغات دی ستا له پاره ځکه ته يې زما زړه کې
د خپل زړه دپاره ګرانې تا په خپل وزرونو وړمه
پرېږده ساتي پرېښته دې د ژوندون په هره لاره
توده غېږه درکومه د زړه تل کې دې ساتمه
ته وې غوټه د ټول ستونزو څوک پوه نه وو
پر شتمنیو دې یرغل ؤ له هر لور
ته ارزښت وې په ارزښت دې څوک نه پوه وو
غرونه مړه وینې د تاکو رګو کې وچ ول
په دې غرو کې د ژوند ساه وه څوک پوه نه وو
مست څپو کې د خندا پټه ژړا وه
د چوپتیا منځ کې توفان ؤ څوک پوه نه وو
دلته هر چا په هرشان لوبې خپل وکړې
ظاهري انسان شیطان ؤ څوک پوه نه وو
چاته لوړ چاته څوک ټيټ وايې زه آورم
دغه جنګ د تور او سپین ؤ څوک پوه نه وو
ټولو ویل دا شراب مه څکه چې ګناه ده
ما لیدل انتهورا ده څوک پوه نه وو
چې پوستکی شي خوسا د سړي تن کې
پټ رنګو کې دا خوسا ؤ څوک پوه نه وو
چې له مینې د انسان مقام يې خپل کړ
دا عاشق مدام انسان ؤ څوک پوه نه وو
پیدا که له انسانه يې ورک سوچونه شیطاني کړه
سپېڅلی بې ریا وې هغه شانې یو رنګي کړه
ښایسته او مینه ناک ، ګران په ټولو بې توپیره
ښيښې غوندې زړه پاک که، بې غباره آشنايي کړه
بیا هسې رښتیا وایه ، چارې واړه رښتیاني کړه
ها فکر انساني نه دی چې انسان ایل د انسان کړي
آزاد يې پیدا شوی یون په لار د آزادي کړه
د مینې غزلونه زموږ پر ژبه ترانې کړه
د بخل او د نفاق فکرونه کله د انسان دي
انسان له مینې جوړ دی چاپېریال يې انساني کړه
په عشق او مینه مست شه ژوند لمحه د عاشقي کړه
ګلونه د هر رنګ دغه چمن پرې عطراني کړه
په سوله او په امن پرمختګ او نېکمرغي کړه
له داسې بدې پوهې خلاص مو فکر ابدي کړه
له دې شر او غدۍ مو تر ابده اماني کړه
چې ومني یو بل داسې منطق موږ کې جاري کړه
ګلانو کې توپیر شته په عطرو کې يې توپیر دی
دا نښه د ښایست ده سترګې خلاصې سیلاني کړه
را پاڅه د توفان زور او توان ځان کې پیداکړه
مات خنډونه د اندونو بیا یرغل د رڼايي کړه
هغه دین د انسان نه دی چې انسان ډوب په کینو کړي
ځه پاک دین او ایمان د تور فکرو له زولنې کړه
یو قوم د انسان جوړ کړه د وګړو یو رنګي کړه
په هغه لاره مه ځه چې پایمال په کې انسان شي
ددغه لارو مخ ته جوړ خنډونه فولادي کړه
له دغه بد فکرانو لاره بېله دایمي کړه
هغه ځای د سجدې نه دی چې امام په کې شیطان وي
له داسې لارښودانو ځان ګوښه او تنهایي کړه
د لمر په شان ځلېږه تورو شپو کې رڼايي کړه
پیغام د سولې اوسه شعارونه رښتیاني کړه
د دغو سوداګرو تورمخونه آفتابي کړه
د غلا په لوړ ماڼیو يې تندرونه آسماني کړه
له دغه بدکارانو لارې پاکې ګلکاري کړه
د پنجاب اصلي مزدوره حکمتياره
تا وطن د پنجابي په امر وران کړ
اى د جهل خپرونکى بد ګفتاره
تا جهاد د تور پنجاب د پاره وکړ
له تا بد په ټول جهان نشته غداره
تا نه پل او نه مکتب وطن ته پرېښود
د ظلمت او تورو شپو لويه سرداره
د وطن پر انجونو تا تېزاب شيندلي
د کابل د ټول قتلونو جنګسالاره
نن دې بيا د پنجابي بېرغ اوجت کړ
يې نوکر د آى اس آى او بدکرداره
تا خپل مخ د تور پنجاب له پاره تور کړ
شوى رسوا په بدو کړنو ډير مرداره
پسرلی په وینو رنګ دي د باران له ټک ټکونو
دا د جنګ د خولې تړلو ماشومانو په سرو وینو
نه مړېږي دا تبجن او جل وهلي د کلونو
هره ورځ مو پريښتې د سرو بمو په لمبو وژڼي
رژوي تنکي ګلان مو د جګړو په ناورینونو
ځۍ ویده شئ دا دنیا ډک له غمونو اودردو ده
سر مو کېږدئ د آسمان د پرېښتو په زنګنونو
ځئ ويده شئ د دنیا جلادان وياړ په جلادۍ کړي
ستاسې ویر کې توتکۍ چاودې په زړه شي له غمونو
ځئ که هلته ته مو ماشوم زړه ته آرام تسکین پیداشي
لکه ستوري شئ ځلانده د آسمان په تورتمونو
ددې چپو ماشونو غږ بیان کړئ لوی آسمان ته
ولې ځمکه مو جوړ کړې له ډېر شر او له غمونو
زه شاعر نه یم ښکلی شعر ولیکم
د ښایسته سترګو ناز نخرې ولیکم
زما خو زړه هسې غمونو خوړین که
د خوړین زړګي به څه قصې ولیکم
د زړه دردو ته څه دوا غواړې ته
د مينې جنګ کې لا خندا غواړې ته
د عشق له سوز مې هر مین خبر دی
زما له زړه نه هر مجنون خبر دی
د ژمي د ها شپو په مجلسو کې څومره خوند ؤ
د دیو او ښاپېریو ها قصو کې څومره خوند ؤ
یادېږي ماته هغه اوږدې شپې او تورتمونه
په ټنګ او په ټګور د ها حجرو کې څومره خوند ؤ
مستي او شورماشور ؤ د سپوږمۍ په ترږمۍ کې
په هغه ولولو ، بې ریایۍ کې څومره خوند ؤ
وږمو ورځۍ زما کيسې د یار غوږو ته یوسۍ
زموږه د ځوانۍ په رنګینو کې څومره خوند ؤ
هغې ته وایه سوزم په اور کې ستا د مينې
پلو لاندې د یار پټو کتو کې څومره خوند ؤ
شاید چې یوار بیا راشي د تېر وخت په یادونو
د مينې لنډ شیبو او خطرو کې څومره خوند ؤ
زما یار ته ووايي ها شيبې چې هېرې نه کړي
هغه د ناز کتلو مکیزو کې څومره خوند ؤ
شاید چې یو ځل راشي مات زړه ګی کړي زما ښاد بیا
د شونډو نڅېدو او رپېدو کې يې څومره خوند ؤ
زړګیه توفاني شه شور غوغا په عالم ګډ کړه
د مينې خندا ګانو قلقلو کې يې ډېر خوند ؤ
د یار کاڼه غوږو نو ته زما د زړه دردونه یوسئ
د یار مرورۍ او په قهرونو کې ډېر خوند ؤ
بهر به نه شي مینه ستا له زړه زما هیڅکله
د مينې سپرغکیو او اورو کې څومره خوند ؤ
که څه هم نن يې بیا زما د وژلو پریکړه کړې
په سترګو د جانان کې د جنګونو څومره خوند ؤ
ای زما د زړه غزله بېلتون څه کوي نن دلته
جادو پر زړه يې وکړه شعر نشو کې څومره خوند ؤ
ربابه غږوه زما د زړه د شعر سوزونه
زما د زړه زخمونو او نغمو کې څومره خوند ؤ
زما د زړه له سوزه د آسمان لمنې سرې شوې
د زړه په افقو کې د اورونو څومره خوند ؤ
ته څه خبر يې ټوله شپه مې تا پسې ژړلي
د مينې سره اورو په سوزېدو کې څومره خوند ؤ
د ژوند په دې مکتب کې مې د مينې زده کړه وکړه
هميش د یار دپاره سوزېدو کې څومره خوند ؤ
یاران د زمانې اوس هره شپه ور بدلوینه
دا ستا د ور له شانه پټ کتو کې څومره خوند ؤ
زه تل په خپله ژبه او خپل قول یم همیش ولاړ یم
د مينې پاک قولونو او وعدو کې څومره خوند ؤ
راغلې شاعري زما لټون ته له کوم خوا نه
د ژمي له کنګلو یا د سیند له مست څپو نه
دا چې څنګه ذه راغلې او کومه يې پلمه ده
نه وخت د شاعرۍ دی او نه مینه لرم ځوانه
نه مین په تورو سترګو او شین خال د لیلا یم
که راغلې دا ډیوه د تیارو له ناروا نه
نه آواز ؤ په جملو کې نه ساه وه کلمو کې
چوپتیا له شوره ډکه وه زه ورک ومه له خپل ځانه
بلنه يې راته راکړه له کوڅې نا آشنا نه
د شپې له هرې څانګې د آسمان له هرې لښتې
ناڅاپه تېرېدم د سپينو وړانګو له رڼا نه
زه ځانته يې بللم دغه ځواک ته په ګونډو شوم
لمبې وې یرغلګرې کشولم يې له ځانه
یوازې او تنها وم مل د لارې مې څوک نه ؤ
یوازې او تنها شوم ورک څېره مې شوه د ځانه
تارونه يې د روح زما وهل په بې رحمۍ خپل
پوه نه یم څه نغمه او که کوم ساز ختو له مانه
نومونه په خوله نه راتلل او سترګې مې وړندې وې
خو روح مې ځورېده د نامالوم شور او غوغا نه
سرې تبې وم نیولی لړزېدم زه سر تر پايه
هیر شوي مې وزر ؤ په لار تلی نه شوم آسانه
ولېدمه پاڅېدمه د ګړنګ په سر مې لار وه
خو اخر آلوتو وزرې شولې پرېمانه
ما تکل وکړ د اور د رازو د پرانیستلو
څو کرښې مې کړې تورې ډېر په ویره او لړزانه
نه مې زړه ؤ د لیکلو نه زړه د صبرولو
اوتې بوتې مې لیکلې بې خونده او مانا نه
لړزانده بې مانا او بې ثباته څو جملې وې
ډک له پوهې د هغو ول چې ول تش له مانا نه
ناڅاپه شوم داخل د ښایستونو په ګل بڼ کې
ورونه خلاصیدل او ګلدستې راتلې آسمان نه
ډېر ښکلي چمنونه هر خوا ښایسته ګلونه
ښایسته ښکلې فضا ، د بلبلو آټنونه
تازه خواږه عطرونه ول پسرلي خوږه هوا وه
خندا او مکیزونو د چا زړه وړی له مانه
ټول سیوري سوري شوي ول د اور په سرو لمبو کې
دا شپه څه عجیبه وه هره خوا ول توفانونه
دا شپه د پونځونې وه او دا شپه وه هستۍ
رنګونه جنګول ول د نيستۍ له دې ميدانه
د ستورو آسمان ستر ؤ او د هسک سینه پراخه
کوچنی ځانته مالوم شوم د خپل ځان له وړکتیا نه
پیالې به کړنګېدلې او خمونه تشېدل به
لیلا هم په ډېر مینه یو جام واخیسته له مانه
عجیبه میخانه وه ډک له هر راز انځورونو
خطونه د رمزونو تاوېدل له هرې خوانه
کوچنۍ وړه ذره وم ، بې پایتوب دغه دهلیز کې
له ستورو تاوېدمه د شب قدر له رڼا نه
بس زړه مې هلته هسک کې د یو څه لټون کولو
څه ویره د دنیا وه څه خوږ یاد د خوږ جانانه
د تیارو له خولې وتلې تور بلا ده
وير ماتم يې دی راوړی واويلا ده
په هر لاره او کوڅه ولاړ دېوان دي
له سرو داړو، دار د وینو برالا ده
لوټ تالان يې پر هرڅه باندې ګډ کړی
دا غدۍ د ظلمتونو او جفا ده
له آسمانه هر شیبه ناورین ورېږي
د ملا په لاس وسله نن هره خوا ده
ښار او کلي يې تالان او وران او ویجاړ کړل
دا د دین په نوم شعار پلمه د غلا ده
سلسلې د غم غزېږي پای يې نشته
له هر تورې بلا وتې تور بلا ده
نه عزت او پت خوندي دی نن دې ښار کې
د بې پتو واکداري څومره رسوا ده
مایوسي او ناچاري ده چاره څه ده
بې وزلي او سر ساتل دلته سودا ده
د امید او د آرزو ډيوې ټول مړې شوي
د بمونو راکټو هرخوا غړمبها ده
سترګې ډکې دي له اوښکو د هر چا نن
د چا مړه کور کې لمسۍ د چا انا ده
ډله ایزې دي وژنې رحم نشته
چا ویل دا زموږ تقدیر د خدای رضا ده
جهالت پښې ټينګ کړي دي تیارې دي
لمر ته ګوره له غصې نن يې ژړا ده
په هر لور ې مرګ وژنې او ناورین دی
غلا، زنا ،تېری ، قتلونه ټول روا ده
تور لښکرې دي راغلي قلا ورانه
د پاسوال پر مورچلونو يې بلوا ده
د تیارو لښکر اخیستې مو رڼا ده
دې جنت وطن ته ګوره کربلا ده
*****
دې حالاتو له وطن بې وطن کړم
دا په څه راکړې وخت لویه سزا ده
مجبورۍ کړې ارادې زموږه ماتې
لوی پوښتنه نن د شتون او د بقا ده
ډکې سترګې ستا له غېږه تلم ژړل مې
د غم اوښکې تویول هم تسلا ده
تا دې اوښکې پټولې ما ليدلې
څومره ډکه دا نړۍ له ډېر جفا ده
ته مجبوره وې او زه هم ډېر ترور وم
بې انصافه دا دنیا زما او ستا ده
د بېلتون او جدايۍ پر خط ولاړ وو
د بې وسو زړو ښيښه په ماتېدا ده
له بڼو دې د غمو باران روان ؤ
خو همت دې ډېر اوچت هم له حوا ده
تورو ورېځو کې ستا سترګې ډوبېدلې
پيلامه د بل شبخون نن او سبا ده
زړه دې ټول سوری سوری له نهېلۍ ؤ
ناچاري ده که که تقدیر کې دا روا ده
نن د شونډو رپېدا دې پټه نه وه
دا شیبه د برخه لیک زما او ستا ده
هره خوا د اور لمبې دي او مرګې دی
سرو اورونو خوله پرانیستې ګوره بیا ده
ته د وخت د شرمخانو شور ماشور ته
ټینګ ولاړ يې ، دا زموږه اتکا ده
د ناولو ډېرانو تورو کارغانو
له چمنه ستا اخیستې ټول ښکلا ده
******
تا د زړه په وینو ماته ژوند ون راکړ
ستا ټپونو ته تل ځکه زما ژړا ده
زه چې تلم ستا نهيلي او غم لېده ما
څه چاره ده دا د وخت سخته سزا ده
توفانو کې پاتې ځانته تنها شوې
دغه لوبه د ژوندون ډېر نارواده
******
ته شوې پاتې هر توفان ته دې غېږ ورکړه
هسکه غاړه دې اوچته په رښتیا ده
تا خپل غېږ کې لالهاند بچي سمبال کړل
له هر لورۍ که پر تا برید او بلوا ده
ستا همت ته درناوي سرونه ټيټ دي
هېرول ستا یو شیبه لویه ګناه ده
ستا له غېږې جدايې او سفر ګران دی
لکه وتې له بدن د سړي ساه ده
ورشو ګانې او درې دې پر ما ګرانې
ستا هر ګل د بیابان د غم دوا ده
دا تور ورېځې چې باران د جهالت کړي
ستا خندا د تیارو زړه کې بس رڼا ده
چې باران پر تا همېش د ظلمت اوري
ستا غیرت دی چې تیارو کې تل بريښنا ده
ته د هغو چې په نیمه لار يې پرېښوې
مینه ستا ټولو ته یو شان بې ریا ده
ستا تندی لا اوس هم ورین دی او ځلانده
تا شیندلې غرو سرو نه خپل رڼا ده
ته د لمر د تودو وړانګو په شان تود يې
د غیرت لمبه دې لوړه له عنقا ده
ته اوچت د لوړ خېبر له لوړې سوکې
ستا غرور هم ډېر اوچته له سما ده
د امید په ډکو سترګو را ته ګورې
پيلامه ستا د خوښۍ راځي سبا ده
اوس د غم سیوري ته پروت زموږ وطن دی
خلک ويښېږي به اخردا ستا ده
زما اوښکې به تل ستا په بدرګه وي
زما مینه تا سره د ګل بورا ده
تل دې لوړ په ټول جهان او سمسور غواړم
خپلواکي او آزادي تمنا ده
تر وروستۍ سلګۍ به لاس در نه وانخلم
دا مې هوډ او اراده دا مې وینا ده
که څه هم هيلې تیارو دي ټول وژلي
تلوسه مې رسېدو ته د رڼا ده
د تیارو په دغه شاړه کرونده کې
زه ګلان کرمه هیله د سبا ده
آزادۍ نغمې به بیا پر وطن راشي
دغه هيله په وطن نن د هر چا ده
یوه ورځ به ته هم پورته دغه غږ کړې
چې زما او ستا د درد یوه دوا ده
ژباړن عبدالملک پرهيز
ژوند ته وگــوره ژونـد څـه دی هـمـه کـار دی هـمــه کـار دی
هغه ژوند په مرگ حسـاب دی په دنيــا چې بې روزگــار دی
د عـمـل پـــه لـــويــه لاره ځـي وخـــتـــونـــه نــــه ودرېـــږي
ای پــښـــتــونــه! څه ته ناست يې ستا و چا ته انتظار دی
پــه ډيــوه د خـپــل عـمـل کـې د وجــود ويـنـه که تېل کړې
ستــــا دپـــاره تـيــاره نـشـتـه هـــر وطــن درلــه بـــازار دی
زندګى چيست
نګاهى به زندګى کن زندګى چيست همه اش کار است ، همه اش کار
ان زندګى به مرګ حساب است که در دنيا بدون روزګار است
در جاده بزرګ عمل زمان ميګذرد و درنګ نه ميکند
اى پښتون! چرا نشسته اى و منتظر کى هستى
اګر خون وجودت را تيل چراغ عمل خود بسازى
دګر برايت تاريکى وجود ندارد هر وطن برايت بازار است
په وینو رنګ زړګی ټپي لرمه
ساه پرېشان د لېوني لرمه
کتی د یار سترګو ته نه شمه زه
غشي باڼه يې په ځګر لرمه
چغې د زړه له کومې باسمه زه
زه له آسمان سره یو جنګ لرمه
دا چې مدام فرياد ژړا کوم زه
سوغات د مينې دی چې درد لرمه
د درد په ژبه پوهېدل ګران کار دی
د درد باران په زړه ځګر لرمه
هېڅکله لاس به ترینه وانخلم زه
چې پیاله ډک زه له شراب لرمه
دا چې تل لرې یم له عقل او هوښه
نشه د شونډو د جانان لرمه
یارتل ساتمه په زړه کې زه خپل
هر څو ژوندون زه په انګار لرمه
نصحيتونه ماته څه له کوې
باور په مينه د خپل یار لرمه
سبا، او سبا او سبا،
په وړو وړو ګامونو، له یو ورځې نه بل ورځ ته
دثبت شوي وخت د وروستۍ توري تر ویلو،
او زموږ ټول تېر وختونه د ناپوهو روښانول ول،
د ګردجن مړينې د لارې. غلی غلی خوارې شمعې،
له لړزانده سیوري پرته، ژوند بل څه دی، یو بې وزله شان لوبغاړی،
چې پر ستج تیروي ساعت خپل،
وروسته هيڅ ترې تر غوږ نه شي، تش خبرې ،
کوم احمق چې وي وېلې، ډک له شوره او له قهره، بې مانا وي
د شکسپیر د یو شعر ژباړه
Tomorrow, and tomorrow, and tomorrow,
Creeps in this petty pace from day to day,
To the last syllable of recorded time;
And all our yesterdays have lighted fools
The way to dusty death. Out, out, brief candle!
Life's but a walking shadow, a poor player
That struts and frets his hour upon the stage
And then is heard no more. It is a tale
Told by an idiot, full of sound and fury
Signifying nothing.
نه رڼا سترګو د چا یم
نه آرام د زړه د چا یم
هم له ښکلو زړونو هېر يم
نه د سترګو تور دچا يم
چې په هيڅ کې پکار نه شي
زه هغه ګرد د هوا يم
نه محبوب شوم د چا زړه کې
نه د چا د لار رقيب يم
تل وهي مې په څپېړو
زه د وخت دا بد نصيب یم
په ګرداو د زمان څرم
مات وزر پروت په توفان يم
له هر لورې تور لښکرې
ټينګ ولاړ لا په ګړنګ یم
له اندونو یم لوېدلی
تل زه ډوب په خرافات یم
نه یاران په زړه صفا دي
نه زه پوه يې په نیرنګ یم
لوی ښارونه مې زړه تنګ کړي
خوښ جونګړه د صحرا یم
رنګ د مخ مې بدل شوې
زولنو کې بې پروا یم
شین چمن نه یې بېل کړى
مړاوې څانګه په ګلدان یم
چې آلوتى ورته نه شي
زه پسرلى دلته خزان يم
سترګې ژاړي لکه شمعه
بې وسۍ ته خپل حېران یم
يو ذره عقل که واى زموږ په سرکې
اوسيدو به ولې تل په جهنم کې
پرګنې به اوسېدې پت او عزت کې
د افغان په دا ښايسته ښکلي وطن کې
موږ خو نه وو پخوا داسې ربړېدلي
لکه اوس چې يو لوغړن درسته دنیا کې
هرمېلمه ته مو د زړه ورونه خلاص ول
د مېلمه به قدر ٶ په ډېر عزت کې
که هر څو وو ډېر نادار او ډېر بې وزله
خو خوشحال وو په آزاد ژوندون او وياړ کې
تل په ژبه او په قول به وفادار وو
د شنډ تخم کر مو نه کړ کروندو کې
د انسان له مينې ډک ول زموږ زړونه
کينه نه وه په قومونو اولسو کې
په هر زړه کې ولوله د صداقت وه
د وطن مينه مو نغښتې ايمانو کې
ستر ټبر د يو افغان ٶ وياړ د ټولو
تل ښکلا وه د ګډ کور په قبيلو کې
ګډ کلتور او لوى فرهنګ مو شتمني وه
هم په شعر او هم په ننګ د ستر وطن کې
هغه پوهه او هنر د وحدت څه شو
ولې وېشو ځان کوچنيو جزيرو کې
ولې ورکه د وطن مينه له زړو شوه
ولې ناست يو نن يو بل ته په مرچو کې
سوزو په اور د کرکې ځان او پردي
دا تيارې ولې خورې شوې زموږه زړو کې
لرې تللي يو د عقل له بستره
لاس پښې وهو د جهل په تيارو کې
داغمونه سرپه سرراځي له کومه
دا غم نه ٶ زموږ دېرو زموږ حجرو کې
ها لرغونى د جرګو دستور مو څه شو
حلول به مو ټول ستونزې په جرګو کې
آزاد ژوند د هر افغان وياړ او غرور ٶ
سر ټيټ نه ٶ د افغان چاته پيسو کې
د وطن مينه ستر وياړ د هر افغان ٶ
تل لمانځل مو خپلواکي جشن اومېلو کې
سمسوري د وطن وياړ او افتخار ٶ
تويول خولې بزګر په کروندو کې
هر يو څوک چې به لرونکى ٶ د پوهې
يادېده به په حجرو او مجلسو کې
مېړني مو د وطن وياړ او عزت ٶل
يادېدل په ترانو او اوسانو کې
دلته ځالې د دښمن جوړېدى نه شوې
ماتېدل ستر غلىمان ټولو جبهو کې
که دژوند ارزښت سر ټيټ او غلامي وي
مړينه ښه ده له دې ژوند وي غلامۍ کې
راځئ ړنګې د ذلت تورې ماڼۍ کړو
د پتمن ژوند احساس ويښ کړو پرګنو کې
په نطفه کې ساه جارى د هر انسان شي
چينې وچې د نفرت کړو خپلو زړو کې
دا چټاقه چې چلوټې او چل ول کړي
دا د دوى د اند ځلا ده کړکېچو کې
چې د خپل لنډو فکرونو لنډاکي کړي
ځکه ګير يو د دښن تورو جالو کې
زموږ عقل او ساه ده ډوبه په تيارو کې
ځکه وران مو کړ خپل کور خپلو لاسو کې
چې خواړه مو برابر د بل په لاس شي
څنګه جوړ به دا وطن شي خيراتو کې
چې بزګرمو د غنمو ګدايي کړي
هيلې مړې شي زياتي خلکو اولسوکې
دلته يون د پرمختګ به څنګه پيل شي
چې ډاکوان کړي فېصلې پارلمانو کې
که پر پوهې رڼا کړې مو واى سترګې
سوزيدو به ولې موږ په سرو لمبو کې
له هغه ژوندونه مرګ هميش بهتردى
چې اختيار مو خپل ورکړى وي پيسو کې
راځئ چې يو بې سارى عزم او هوډ وکړو
بيا به نه ځو جهالت تورو کوڅو کې
جنګ کړوبس او سوله راوړو وطن ته
تور فکرونه د جنګ پاک کړوخپل فکرو کې
ټغر ټول د زورواکۍ او زورواکانو
راوړو سوله امنيت کليو بانډو کې
د لټۍ او بېکارۍ نه لاس په سر شو
وطن جوړ کړو په خپل فکر او سوچو کې
چې خبره د وطن د نوم او ننګ شي
شو يو موټى په مرچو او سنګرو کې
دښمني چې د افغان افغانستان کړي
په وحدت سره يې مات کړو اورمېږو کې
ټول يو تن او يو افغان او يو ملت شو
بېلتون نه شي راتلى د ګډ کوربچو کې
دا پته چاته نشته د ازل رازونه څه دي
ددغې معما د حل ځواب زموږه څه دي
زموږه ټول خبرې د پردې له شانه کېږي
چې څيرې دا پرده شي پاتې زما او ستا نه څه دي
د عبدالملک پرهيز ژباړه
اسرار ازل را نه تو داني نه من
وين حل معما نه تو خواني نه من
هست از پس پرده ګفتګو من وتو
چون پرده بر افتد نه تو مانى و نه من
خيام
هغه چې د وطنه نېکمرغي او ښکلا غلا دی
ددوی د ډېر ظلمونو هر سړی دلته په تنګ دی
د وینځو غلامان دلته هر لورې واکمني کړي
د سپو په شان غپېږي دا خاصیت يې د پلرو دی
چې څومره په پیسو کې دوی ډوبېږي نه مړېږي
د غصب او د غلا کارکې لوی شېطان د دوزخو دی
وطن يې د پردو دپاره وسو په اورو کې
د نورو غلامي کړي ډېر بې پته او غرور دی
نه دین او نه ایمان ، افغانیت دوی ته ارزښت دی
دوی تل وجدان پلورلی ډېر کمزوری د پیسو دی
په دې تورو تیارو کې راکوي د سهار زېری
د مړو ډيو له ورایه راښکارېږي د لمر سیوری
د ظلم د ماڼیو بنسټونه به نړېږي
غورځنګ د پرګنیو بېدار شوی لور په لور دی
د سولې غږ اوچت دی د وطن په غرو رغو کې
رڼا په خورېدو ده دا آواز د پرګنو دی
آرزو هيله مې داده چې يو کار به نن زما کړې
رنګينه دغه شپه به په نامه ياره زما کړې
مننه کړم چې راغلې توره شپه کې ليدو زما ته
د مينې مزي ټينګې تل تر تل يې رندانه کړې
پر مخ زما په مينه را خواره ښکلي زلفان کړه
لاسونه دې ترغاړې مې تر سهاره راکړۍ کړې
د سرو شونډو نڅا کې مړ احساس مې را ژوندى کړه
د عشق په ميو مست او له دنيا مې بېګانه کړې
تو فان د مينې جوړ که ټوله شپه مې رنګينه کړه
باطل راته د حورو د ښکلا ټولې قصې کړې
چې سیند شومه نو ځان راته حباب ښکاره شو
چې پوه شوم، بې خبر مې ځان وليد
چې ويښ شوم، نو وېده مې ځان وليد
تا آب شدم ، سراب دیدم خود را
دریا که شدم، حباب دیدم خود را
آګاه شدم ، غفلت خود را دیدم
بیدار شدم، به خواب دیدم خود را
مولانا
دا ژوند لنډ د څو شپو ورځو ولې غم کې تل تېرېږي
د چا اوښکې پر مخ څاڅي د چا زړه په اور سوزېږي
دلته ظلم له حده تير دى په تيارو کې زموږ ژوند دى
لاره ورکه له هرچا نه وچ لامده په کې سوزېږي
چور او قتل دى او غلا ده د قتلونو انتها ده
پر ډېر شتو او ثروتونو غاصبات مو نه مړېږي
دا د مني سوړ بادونو مړاوي زموږ تازه ګلان ګړل
يوه ورځ ظالمه ستا هم سمسور باغ به دې رژېږي
له اجله پناه نشته که منلګ او که سلطان يې
دا بې رحمه چاړه ګوره ستا هم ستونې ته رسېږي
دا ظلمونه او ناخوالې په هر لور چې کړي تا دي
لرې نه ده عدالت کې ستا هر ظلم څېړل کېږي
که پرون مو عدلت د بې عدليو قرباني شو
ستا ظلمونه ظلم زور هم تر ابده نه اوږدېږي
دلته ستر سترقدرتونه د تاريخ په ګونډو شوي
د شرمخو تور سرداره دلته ستا سر هم ماتېږي
د چنګېز ملاته شوې هلاکو په چغو تللى
که ويده ملت مو وېښ شو زنځيرونه به ماتېږي
چې ګردونه د آسو به يې تر آسمانه رسېدل
نن اثر يې د ګردونو بيابان کې نه ښکاريږي
د پردي پر ټټو سپوره يې ډير نخرې او کرشمې کړې
ستا ګوډ خر خټوکې بند دى هر شيبه ځي او ډوبېريږي
توفانونو له هر لورې بل ډيوې زموږه مړې کړې
لوى توفان ګوره روان دى ستاسې شمعې هم مړې کېږي
سمندر تل توفاني دى د نهنګ قدرت پکار دى
څه حيران يې مست څپو ته ځي بېړۍ زموږ ډوبېږي
له غرور پر ځمکه نه ځې وايې ځمکې ته روان شه
دبخت ستورى دې نادانه له آسمانه ښکته لوېږي
چې د وياړ خلک په واک ول ها وختونه لاړه تېر شو
د بې وياړو شرمېدلو د شرم دور هم تېريږي
زه به سپر خپله سينه کړم د بې اندو ګوزارو ته
که تور غشي له کمان ستا په لړمون زما لګېږي
دغه بڼ يو وخت خړوب ٶ د مليار له پاکې مينې
بې ملياره زموږ بڼ شو تورکارغان پکې ګرځېږي
چينې وچې دي له مينې د وطن په غرو رغو کې
د سرو وينو باران اوري نفرتونه لا غوړېږي
د پسونو رمې پيايي خونړي لېوان شپانه شول
ځکه هره ورځ وطن کې غم د غم پر سر زېږېږي
دا دنيا ده څو شپې ورځې په هر چا هر رنګ تېرېږي
څوک مستي کړي او خاني کړي په چا ولږه کې تېريږي
اى ويده خلکو راويښ شئ ځان آزاد له غلامۍ کړئ
د وختوتو تور ښامار مو په تدبير پوهه مړ کېږي
ایسار ی می کړی اوښکی چې له سترگو نه تویږی
اوبه چی توفانی شي په بندو نه ایسارېږي
یو هیله می تل دا وه ددی وران ویجار وطنه
وږمې د کندوالو یی تر مدفن مې و رسیږي
بی شمېره دلیلونه د وطن د بربادی دي
ناخوالې دومره ډیر دي په کلونو نه رغېږي
د مړینې تورجامونه شپه او ورځ په کې کړنگېږی
په دغه بدمستۍ کې هسک سرونه دي رژیږی
بېشمېره مو ډيوې د علم او پوهی تیارو ډوب کړل
پر دغه لوی ماتم مو پتنګان شپه ورځ ژړېږي
برجونه د پوهنې د شیطان په لاس نسکور شول
د خړ اسمان له وریځو تور غمیزی تل وریږي
ها ښکلي په زړه پاک ها گلالي خلک مو څه شول
د سولې لارویان لکه گلان داسې رژیږي
زما له خوا درود هر یو شهید ته د وطن وي
هر ویاړ ددې وطن شیهده تاسې ته رسيږي
تر څو به دا مېچنې پر وطن ځوانانو زغمئ
زموږ زغم او طاقت ته دا آسمان هم نه ژړېږي
نن اوښکې لېونۍ شوې بیا جاري زما له سترګو
دا څه شوي پر خلکو له دردونو نه صبریږي
غلیم چې پر وطن د سرو اورو غونډاري ولي
زما د زړه دردونه د قلم له خولې غږېږي
هر توری هره کرښه زما د زړه درانه غمونه
که نه شي را بهر زړه له دردونو را پړسېږي
زموږ د خوشحالو وختونه چور بې وخت خزان کړه
پوه نه یم له وطنه دا تیارې کله ختمېږي
وږمې د پسرلي دي دا جامونه ډک د څکو دي
غمونه له زړه ورک کړو دا شیبې د خوښېدو دي
دا څه دي په پیالو کې دا له کوم جوهره جوړ دي
اورجنې شان اوبه دي د هر روح د خوښېدو دي
پرېښتې زما د مینې، د پسرلي د سهار لمره
را لېږه ډک جامونه زړونه ډک له تلوسو دي
اېشېږه مینې اېشه زما د ژوند په دې پیاله کې
روښانه مو جونګړې ستا د وړانګو له لیدو دي
ویده مې په زانګو د خپلې مینې هره شپه کړه
د شونډو په نڅا کې شېبې ډک له ولولو دي
په ورانه لار د ځان دوړې کولو څه حاجت دی
په دې ورانه دنیا کې ډېر خوندونه د ترخو دي
په غوږو کې مې خم دغه پیغام کېښود
یو وخت ته د بڼ ملیار وې زه انګور وم
ځکه مخ ته دې اوس ډک د می جام کېښود
دا چې هر شیبه پاڅېږې او غورزېږې
چاره وکړه خلاص له عقله دې ګام کېښود
هره ورځ غم او ماتم دی
وړ او ځوان په وینو رنګ دی
انسانان دلته چاودېږي
غم راوړی کوم فرنګ دی
هره خوا ځوان او سپين ږيري
په سرو وینو کې په رنګ دی
دغه ځوان سوری سوری دی
د آسمان سره په جنګ دی
لاس او پښې خوځوی نه شي
وايي خدایه داهم ژوند دی
له دې ژوند مو څه لیدلي
چې دا شر او دا غوبل دی
په ګناه خپل هيڅ پوه نه شوم
ولې تل پر موږ محشر دی
له ټپو يې وینې تللې
درد يې زیات له وس او زغم دی
لاس او پښې يې لا رپېږي
لا له ژوند سره په جنګ دی
شونډې خوري ماته ګوري
د کوم څه شي هیله مند دی
زه نژدې شومه ترې واورم
خو د ژبې ځواک يې کم دی
خو له سترګو يې پوهېږم
د کوچني ماشوم په غم دی
چې د پلار لارې به ساري
چې راوړی يې قلم دی
د پلار غېږ ته به ور دانګي
له هر ځای ورته په امن دی
نن به چاته غېږ ته ورشي
چې پلار پروت په سور کفن دی
نور به څوک اوښکې ور پاک کړي
چې بې پلار او بې همدم دی
نور به چاته دادا وايي
نور يې څوک له زړه خبر دی
پر اندام يې لړزه راغله
چې د مور حال يې ابتر دی
دا کور ټول په ده راټول ؤ
د مېرمن سر نن ببر دی
په څپېړو مخ وهلی
څير کمیس او هم ټټر دی
په سر خاورې بادوینه
ولې دلته مدام شر دی
دلته ورور مسلمان وژني
وايې دین ته لوی خطردی
کلی کور او ښار ویجاړ کړي
وايي دا اسلام او شرع دی
هره ورځ وینې بهيږي
هره ورځ په هر کور غم دی
دا چې څوک ښه او خراب کړی
ددې کار قاضي خو خدای دی
د جنت تګ په زور نه شي
څوک د خدای په کار اګاه دی
دلته ډېر ټيکه داران دي
څوک د دین او څوک د قوم دی
په دې کور يې اور بل کړی
څوک جاسوس او څوک غدار دی
هره ورځ فتنې ډېريږي
ډارولی دوی شیطان دی
ځه خپل دین عقیده سم کړه
د هر چا قبر جدا دی
هر څوک خپل ځواب به وايې
د هر چا قاضي الله دی
ځوان نري څو ځګېروي وکړل
له سړو نه په عذاب دی
ښکلي سترګې يې شوې پټې
له دنیا زیاتي بېزار دی
زما اوښکې توفاني شوې
ما ویل دا عجب انصاف دی
د مرستې هيڅ څوک نشته جې مایوس او غمجن نه شې
د زړه خبره لیکم پر ډبره چې وران نه شي
ته ګرانه يې پر ما څو دا خبره ښه پخه شي
«پر ما بيشانه ګرانه يې» خو پام مغروره نه شې
دا تیږه ستا پر سر وهم چې لږ ټپي پر زړه شې
چې څه تېرېږي شپه او ورځ پر زړه زما که بوه شې
پرهر زما د زړه ته که ملهم او لږ ټکور شې
له ورځ سره توپیر دا ستا په څه کې دی جانانه
میاشت هله شي چې شمیر د ورځو دېرش کله یو دېرش شي
خو ته لکه غونډاري تل همیش يې غونډه مونډه
ښایست ته ستا حیرانه تل هم لمر او هم سپوږمۍ شي
ساته له خپل سترګو د زړه راز چې خبر نه شي
چې درد پر زړګي راشي نو پر سترګو کې ژړا شي
روح هله آرامېږي چې خوږ خیال سر کې پیدا شي
چې زړه په مینه مست شي له هر درد ځنې رها شي
ريښتنې مینه نه مني د قید او شرط خبرې
دا داسې یو څیز نه دی چې سودا د یو پر بل شي
همېش دلته راښکون دی بېلول يې ناممکن دي
احساس تل حکومت کړي دې کې فکر او تدبیر نه شي
دا شپه ډېره سړه ده کال بدليږي
هر خوا جشن او مېله ده کال بدلېږي
په آسمان د رنګونو ننداره ده
په رڼا د تیارو زړونه چاودېږي
یخني ده تنهايي ده او غمونه
بوتل دی له غمو سره جګړه ده
روان یم میخانې ته ځم ملګرو
غمونه تنهايې کې نه بدلېږي
ته ولې راته وايې شراب مڅکه
تقدیر به زما دا وی ګله مه که
جامونه ډکوه چې زه يې څکمه
ژوندون د ژوند مېله ده چې ګرمېږي
تنها ژوندون به څه وي بې د ياره
چې شور او مستي نه وي ژوند دي خواره
راځه چې شراب وڅکو د سرو سترګو
ژوندون وړه شیبه ده ځي تېريږي
دا زړه زما نن بیا شوق د ځوانۍ کړي
ځوانانو ته پيغام نن د سیالۍ کړي
دغه واورې پر سر پراته زما دي
پاغوندې د مینې دي را ورېږي
دا عیب د عقل نه دی چې شراب څکم
دا عیب په جام کې نه دی چې خراب شوم
دا عیب زما د زړه دی چې نشه یم
دا اور د ښکلي یاره دی را رسېږي
دا یو پړق وه آسمان کې راپېداشو
زه يې ړوند په دواړه سترګو او پناه شو
د شپې له دیوال شانه ورته ګورم
شراب يې له چشمانو راورېږي
د پېړۍ په خوب ويده يې ته له خوب پاڅېږې کله
د کور هر ډېوال ړنګېږي ته ويده پاڅېږي کله
د چمن بلبلا ن غږکړي ژر اوچت له درانه خوب شه
د چربانګ په آزانونو ستا دا غوږ خلاصیږي کله
ستا د کور هره کوټه کې خورناورین دی او غمونه
په دې کړیکو اوسېلیو ستا احساس پارېږي کله
د رڼا پلوشو څيرې د تیارو دا توربخمل کړ
د سهار دغې ښکلا ته سترګې ستا غړيږي کله
دا چې سرې غومبورې هلته د آسمان په غاړو ښکاري
د ښايست دې رنګينو ته سترګې ستا خلاصیږي کله
قافلي ځي لرې لرې غرو سرو ځنې تېريږی
د ژوندون ښکلي مزل ته ستا به زړه تخنېږي کله
دغه لار ده د هوډونو پاڅېدل او هم لوېدل شته
د عزمونو ستر کاروان ته وایه ته تیارېږې کله
دلته سوي ارمانونه اسویلي دي رژېدلي
ددې مات زړکي درمان ته، ته تدبیر به کېږې کله
ددې خاورې هر بڅری د جنت خوږه میوه ده
بې خبره له خپل ځانه ته د ځان به کېږې کله
غر دې ډک له سترې پانګې سیند دي مست له شتمنیو
په ډېر شتو کې ای نیستمنه ته له ځان خبرېږې کله
پانګه هله به د ستا وي چې ته زده علم او هنر کړې
خو دې علم او دې هنر ته ، دغه شپې ختمېږي کله
وطن ستا د خاورو تن دی مینه روح په دغه تن دی
د وطن مینه پيداکړه په دې راز خبرېږې کله
بې له مینې وطن مړ دی مینه بې وطنه نشته
دا د یو بل روح او تن دی په دې رازُ پوهېږې کله
قلم واخله کتاب واخله تور توپک په کاڼو مات کړه
انساني ژوندون دپاره له نفرت تېرېږې کله
ځه ساتونکی د وطن شه مینه ورکړه ټول بشر ته
ددې ستر رحمت دپاره وایه ته تیارېږې کله
لږ باور ځان کې پیداکړه په دې خم کې ځان نشه کړه
ددې مينې په نشه به ستا وجود مستېږي کله
د نرۍ لښتې پر سوکه بره ناسته ده بلبله
د تند باد څپو ته ټینګه په ډاډ ناسته ده بلبله
که هر څو لښته په زوره ښکته پورته ځي تروره
خو بې خيال ډېره مغروزه هلته ناسته ده بلبله
نه يې وهم له توفان دی نه د لښتې له شکنه
ښکته پورته لښته درومي پرې خوشحاله ده بلبله
له خوښۍ سندرې بولي زړه يې ډک د عشق له ځواکه
ولولې د مینې شیندي سحر ګره ده بلبله
هک حیران شوم چې دا څومره زړه وره او بې باک ده
په هنر او په آواز کې هم بې سیاله ده بلبله
د باد زور ته نرۍ لښته ډېر کمزورې او لړزان ده
خو د ټال شان زنګېدو ته ډېر خوشحاله ده بلبله
له سندرو به يې موړ نه شې بې رقیبه په دنیا ده
چې وزر يې دي په څنګ کې نو بې ډاره ده بلبله
ځه چې هېر کړو ټول ها څه د هیره وو دي
د پرون هرڅه پرون ته د سپارو دي
د بېلتون ساړه وختونه راځه هېر کړو
ټول عبث تللي شېبې د هېره وو دي
هېرول د تېر وختونو راشه زده کړو
غزول د ښه شیبو د زده کوو دي
نور د تګ او د بېلتون خبرې پرېږده
خواته کینه د زړه خوالې د کوو دي
زه ډالۍ به مرغلرې د باران کړم
دا وروښتونه له سپوږمۍ د راوستو دي
دومره خړوب به دې د مینې په اوبو کړم
د پېړیو جل ول د هېرېدو دي
د رڼا له زر جامې به ستا په ځان کړم
نور د مینې کورګوټي د جوړوو دي
له تا جوړه ملکه به ددې کور کړم
د نفرت ریښې له کور نور د ایستو دي
بې مانا به زه یو څو خبرې وکړم
بېهوده دغه خبرې د ويو دي
دا یو ته يې په مانا پوره پوهېږې
نور خبرې د مانا د هېره وو دي
زه به ووایم قصه د مینانو
چې په زړو يې دوه ځل اور په بلېدو دي
ها پاچا چې ستا فراق کې يې سا ورکړه
داسې ډېر ستا په درشل کې د ليدو دي
موږ لیدلي د سره اور برې لوخړې
اورشیندونکي د غره سر کې د ليدو دي
دا توفان چې په شیبه کې پیدا کېږي
دا د سیند مړاوې اوبه د ډارېدو دي
کله سوې ځمکه وسپړي ګلونه
په حاصل تر آباد ځمکې د ختو دي
للمي ځمکه چې تازه شي او زرغونه
ښېرازي بیا هرې خوا ته د ليدو دي
نور د هغه سوی باد چینه به مړه شي
چې د ګل پر ګلستان د لږېدو دي
د آسمان پر څنډو سرې لمبې شي بلې
مازیګر چې زېړی لمر د ډوبېدو ډي
د تیارو او د رڼا خونړی جنګ دی
په سهار د شپې تیارې په ورکېدو دي
نور به اوښکې تويې نه کړمه بې ځایه
دغه اوښکې ارزښتناکه د ساتودي
نور به نه راوړم پر ژبه یو خبره
دواړه سترګې چوپه خوله ستا په لیدو دي
ګورم ته ناڅې ، کړس کړس راته خندېږې
نور د غم ستړې شیبې د هېرېدو دي
یوه هيله ده چې سیوری ستا د ځان شم
دغه ویش زما او ستا د هېروو دي
ماته شوې پوقانه سر د اوبو ده
ولې داسې يې بېغم او بې خبره
مست توفان د سمندر په پاڅېدو ده
جادوګر د هسک له نوم کوډ او جادو کړي
دوی خوړلې دا دنیا په منترو ده
دا کوټګر سبا بېګا سحر او جادوکړي
د جاهل خونه تل وران په دې قصو ده
په وچ ډاک د اوبو ولې ته لټون کړې
جل وهلو ته سراب د تېروتو ده
له دام تښتي چې مرغه موړ او هوښیار وي
په نس وږي او نادان د ښکارېدو ده
شنه خالونه ورته زړه وران ویجاړ کړي
د هوس په کشتې ناست په ډوبېدو ده
څه ویده يې دا وختونه ژر تېريږي
شې ستومان چې دغه لار د اوږدېدو ده
څو کوی شې د ژوند څاه نه اوبه باسه
د ځوانۍ ځواک او شيمه په ختمېدو ده
د اوبو په شان تېرئږي میاشت کلونه
دا شنه څانګه په خزان د رژېدو ده
د غفلت په خوب ویده شپونکیه وېښ شه
ستا رمه نن د لېوانو د مېلو ده
هغه لاره چې لارښودونه يې شیطان کړي
دغه لار د سور دوزخ د رسېدو ده
له ډاکوانو ولې هيله د انصاف کړي
اوچت کړي دوی ماڼۍ له ستمو ده
که غښتلی نه کړې ځان په علم او پوهه
شې به خوار چې دا تیاره په زیاتېدو ده
چې په هر ظلم او ستم پټوې سترګې
لاس او پښې دې سبا بند په هټکړو ده
په تورتم کې د دېوانو حکومت وي
ډيوې بل کړئ چې تیاره په زیاتېدو ده
رڼا مه وژنه چې لار دې پر ګړنګ ده
بې رڼا خطره د ژوند ختمېدو ده
چې يې نه لولې کتاب خوشې کاغذ دی
بې له زده کړې ستا سبا په تورتمو ده
ځواني وخت د هڅو هاند دی له خوب ويښ شه
په اخر ژوند دا توښه د کارېدو ده
د هر زور د پاسه زور شته خبر اوسه
د ستم ماڼې اخر په ړنګېدو ده
په ها لار چې ډيوه نه وي سفر مه کړه
تورو وريځو کې سپوږمۍ په ورکېدو ده
که لمر نه وي دنیا توره او تیاره ده
بې له پوهې ستا دنیا په سړېدو ده
که تر لاسه پلوشې د علم نه کړې
ستا سبا او بل سبا د ژړېدو ده
چې باران او چې د لمر تودوخه نه وي
ستا د ژوند کرونده ژر په وچېدو ده
مستوم دې د خپل مينې له څپو نه
خبروم دې د خپل زړه له سره اورونه
څو څو ځلې خوږ ماشوم مې د احساس
ټپي شوی دی د اوښکو سېلابو نه
مینه ستا هسې آسان بې اغزو نه ده
راکوي راته همیش د زړه سوزونه
بلول پر زړه د اور اسان کار نه دی
وچېدی کله د سترګو شي رودو نه
په غرور د هسک تر بامه به لوړېږې
ماتوې به تل په ځان کې بیا کبرو نه
زما زړه په تور د مینې څو څو وارې
شو ذرې ذرې د ښن له ګوزارو نه
بې خوبۍ بې قرارۍ مې دي ګاللي
ځورېدلی د هر خپل او نور پردو نه
هر څپېړه د روزګار مې ده زغملې
فارغ نه شوم ستا د یاد ستا له فکرو نه
که هر ځل يې زما وزرې دي مات کړي
رسېدو ته ستا مې بیا ویستي وزرونه
څه آسانه مې خپل کړی نه يې مینې
ستا دپاره سپېلني د ژوند کلونه
چې پر زړه دې حکمران دی مه ډارېږه
دا ژوندون څه ابدي په دنیا نه دی
له ډالۍ د یو مسکا نه مه ډارېږه
په هر کار کې شته امکان د تېروتنې
له خبرو د اغیاره مه ډارېږه
ترینه زده کړه چې هر ځل لوېږې پر ځمکه
د کوتل له ټيټ او پاس نه مه ډارېږه
زړه روښان ساته ښيښه شه بې غباره
د روزګار له ګرد او خاورو مه ډارېږه
د ژوندون سمون بښل او تېرېدل دی
چې بښل وي له اخلاصه مه ډارېږه
د خپل روح غوښې کباب د عشق په اور کړه
له روڼتوب د خوږې مينې مه ډارېږه
مینه مه پرېږده چې مړه د خزان باد کړي
د پسرلي له مسېدو نه مه ډارېږه
څومره خوند دی چې موږ اړ یو یو اوبل ته
د ژوندون له دغه رازه مه ډارېږه
ژوندون څه وي چې وي تش د عشق له اوره
دا سور اور پر زړه دې بل کړه مه ډارېږه
ظاهر مه ګوره د روح ځلا ښکلا ده
ته د ژوند له دې رڼا نه مه ډارېږه
تل په یاد ساته چې مینه ده جادو کړي
«په ما ګران يې » له ویو يې مه ډارېږه
عبدالملک پرهیز
د غرور او قهر څاه کې ځې ورکېږې کله کله
چې د عقل دنیاګۍ ته راستنه له دې ګړنګ شې
چې په تش لاسو راغلې پښېمانېږې کله کله
د ځانکدن وروستۍ سلګۍ کې لا هم ستا په هیله یم
په دې امید ورکوم ساه چې خاورې ستا د پښو یم
د قیامت په سهار چې کله وباسمه سر له قبره زه
ستا خبرو ته پاڅېږم او لټون به ستا کوم
چې د دواړو دنیا ګانو ښکلي هلته وي راټولې
په کتو ستا نه مړېږم ستا د مخ غلام به یم
د عدم د خوب په خونه که ویده شمه زر کاله
د عاقبت له خوب خبر به ستا د زلفو له بوی یم
د روضې حدیث نه وایم د جنت ګل بویوم نه
ښکلا د حورو لټوم نه په منډو ستا په لور به یم
د جنت د رضوان لاس نه به زه نه څکمه شراب
زما شراب ته څه حاجت چې مست ستا په کتو یم
ستا په شتون کې هره ستونزه ماته ډېره ده آسانه
که خلاف وکړمه زه سعدی ډېر به ملامت یم
در آن نفس که بمیرم در آرزوی تو باشم
در آن نفس که بمیرم در آرزوی تو باشم بدان امید دهم جان که خاک کوی تو باشم
به وقت صبح قیامت که سر ز خاک برآرم به گفت و گوی تو خیزم به جست و جوی تو باشم
به مجمعی که درآیند شاهدان دو عالم نظر به سوی تو دارم غلام روی تو باشم
به خوابگاه عدم گر هزار سال بخسبم ز خواب عاقبت آگه به بوی موی تو باشم
حدیث روضه نگویم گل بهشت نبویم جمال حور نجویم دوان به سوی تو باشم
می بهشت ننوشم ز دست ساقی رضوان مرا به باده چه حاجت که مست روی تو باشم
هزار بادیه سهلست با وجود تو رفتن و گر خلاف کنم سعدیا به سوی تو باشم
کفر دی زموږ په طریقې کې د کينې په زړه ساتل
دستور او دود مو دادی د هیندارې زړه لرل
***
ز یاران کینه هرگز در دل یاران نمی ماند
به روی آب جای قطره باران نمی ماند
د یارانو په زړه پاتې د یارانو کینه نه شي
لکه نښه د باران پاتې پر مخ د اوبو نه شي
صورت نبست در دل ما کینه کسی
آیینه هر چه دید فراموش می کند
سلیم تهرانی
هېنداره هېروي هر څه چې وینې په شېبې
هان ببين اي ديده آن حسني که مي کردي طلب
مرد مي بايد که حالا تاب ديدار آورد
صرفي ساوجي
مېړه شه او ځان ټينګ ددې دیدن کړه
***
به دعا اثر چه جويم ، که چنان به دور حسنت
شده عام بت پرستي ، که دعا اثر ندارد
محمد ميرک صالحي مشهدي
بت پالنه داسې عام ده، چې دوعا اغېز نه کاندې
در آفتاب٬ چشم ندارم که بنگرم
از رشک آنکه ، روز چرا در هواي توست ؟
شهيدي قمي
په دې رخه، ستا هوا کې ولې ورځ ده
***
آرزو دارم که از عالم ٬ برافتد رسم خواب
تا نبيند هيچ کس در خواب ، ديدار تو را
محمد ميرک صالحي مشهدي
څو هيڅوک په خوب کې و نه کړي دیدن ستا
***
طرح غوغا افکنم ٬ جايي که آيي در سخن
تا نيابند اهل مجلس ٬ ذوق گفتار تو را
محمد ميرک صالحي مشهدي
څو ستا له وینا خوند مجلس وانخلي
***
در هر نماز٬ دست به زانو چرا زند ؟
زاهد ، اگر ز کرده٬ پشيمان نگشته است
غني کشميري
زاهد، چې له خپل کړو پښېمان نه دی
چرک دنيا ، همه در جَيب تو جمع است زاهد
از کجا يافتي اين کيسه دلاکي را ؟
سليم تهرانی
دلاکۍ کڅوړه اخیستې له کوم ځای تا؟
***
مخوان ز ديرم به کعبه زاهد ، که برده از کف دلِ من آن جا
به ناله مُطرب ، به عشوه ساقي ، به خنده ساغر ، به گريه مينا
مشتاق اصفهانی
آوازونو د مطرب، مکیزونو د ساقي، خنداګانو د ساغر، ژړاګانو د مینا ته
***
مخور صائب٬ فريبِ زهد٬ از عمامه ي زاهد
که در گنبد٬ ز بي مغزي٬ صدا بسيار مي پيچد
صائب تبریزی
تاو راتاوشي غږ ګنبد کې ځکه هلته ماغزه نشته
زاهد٬ از حور بهشتي٬ به جز اين نشناسد
که شود ٬ دستْزدِ شوق ٬ و بکارت نرود
غالب دهلوی
بکارت نه ځي هر څو که زړه ګی سوړ کړې
***
به زاهد نگفتم ، ز درد محبت
که نشنيده بود ، آنچه من ديده بودم
بيدل دهلوي
څه چېو ما ل لیدلي ، آورېدلي هغه نه ول
***
گرچه هستيم٬ گنه کار تو٬ اي ربِّ رحيم
نااميدي ز درت نيز٬ گناهي است عظيم
واصل
نهیلی هم ستا له وره ستر ګناه ده
انديشه از گناه مکن٬ زان که در جهان
نوميد٬ کس ز رحمتِ پروردگار نيست
واصل
څوک نهیلې د الله له رحمت نه دی
***
گر گنه می کنی٬ اندر شب آدینه بکن
تا که از صدر نشینانِ جهنم باشی
دوزقیانو کې پیدا څو لوړ دريځ کړې
I dreamed I had an interview with God.
ما خوب ولېده له خدای سره خبرې کوم
“So you would like to interview me?” God asked.
خدای ویل: نو ته غواړې له ما سره خبرې وکړې؟
God smiled. “My time is eternity.”
“What questions do you have in mind for me?”
خدای موسکی شو. «زما وخت پای نه لري.»
«ستا په سرکې کومه پوښتنه ګرځي چې له ما يې پوښتل غواړې؟»
“What surprises you most about humankind?”
ما ویل: د انسان کوم څه ستاسې د حیرانتیا سبب کېږي؟
God answered...
“That they get bored with childhood,
they rush to grow up, and then
long to be children again.”
بیړه کوي ژر لوی شي او چې لوی شي د ماشومتوب ارمان کوي
“That they lose their health to make money...
and then lose their money to restore their health.”
او وروسته بیا خپلې پیسې د ځان په درملنه لګوي
“That by thinking anxiously about the future,
they forget the present,
such that they live in neither
the present nor the future.”
خو د اوس د اوس په هکله فکر نه کوي
ته به وايې چې نه په راتلونکي او نه په اوس کې ژوند کوي
"That they live as if they will never die,
and die as though they had never lived.”
.
او داسې مري چې ګنې هيڅکله ژوندي نه ول
God’s hand took mine
and we were silent for a while.
خدای زما لاسونه ونیول او لږه شیبه چوپ شولو
And then I asked:
“As a parent, what are some of life’s lessons
you want your children to learn?”
بیا مې وپوښتل: د انسانانو د خالق په توګه، څه غواړئ چې هغوئ له ژونده څه زده کړي؟
God replied with a smile:
خدای په موسکا سره وویل
“To learn they cannot make anyone love them. All they can do is let themselves be loved.”
خو په آسانۍ سره د خپلو کړو لارې ګرانېدی شي
to compare themselves to others.”
“To learn to forgive
by practicing forgiveness.”
د بښلو له لارې بښل زده کړي
“To learn that it only takes a few seconds to open profound wounds in those they love,
and it can take many years to heal them.”
پوه شي چې په یوه شیبه کې د هغه کسانو په زړه کې چې پردوی ګران دي، ټپونه جوړولی شي، خو زیات کلونه به ونیسي څو دا ټپونه بېرته و رغوي.
“To learn that a rich person
is not one who has the most,
but is one who needs the least.”
باید پوه شي چې هغه څوک شتمن نه دی چې زیات شته لري، بلکې هغه څوک چې لږ څه ته اړتیا لري شتمن دی
“To learn that there are people
who love them dearly,
but simply have not yet learned
how to express or show their feelings.”
خو نه پوهېږي څنګه خپل عواطف څرګند کړي
“To learn that two people can
look at the same thing
and see it differently.”
“To learn that it is not enough that they
forgive one another, but they must also forgive themselves.”
باید پوه شي چې تل دا بس نه دی چې نور دوی وبښي
بلکې دوی په خپله هم باید ځان وبښي
"Thank you for your time," I said humbly.
په درنښت مې وویل : ددې خبرو په خاطر چې له ما سره مو وکړې، مننه کوم
"Is there anything else you would like your children to know?"
آ
آیا داسې نور څه هم شته چې ستا اولادونه باید پرې پوه شي؟
God smiled and said:
✨“Just know that I am here... always.”✨
خدای موسکی شو او ويې ویل: « بس دومره پوه شي زه دلته یم ، د تل دپاره»
د خپل مور سره د زړه نه
غواړم څو خبرې وکړم
غواړم وخت ته بدلون ورکړم
غواړم تېر وختونه هېر کړم
په انډول د یوې ساه او په انډول د یوې شېبې
بس ددغه بهیر مخ ته جوړه کرښه د تدبیرکړم
لاړ شم هلته چېرې زړه ځي
خپل تقدیر هلته بدل کړم
چې د ژوند هلته سکون دی
تېر الماس هلته خوندي کړم
د رازونو تود ګلبڼ مې
لا مشکین په ښه عطرو کړم
غواړم تېر له سمندر شم
او لامبو د نهنګ وکړم
شم بریښنا د آسمان زړه کې
څيرې ټولې تور تیارې کړم
هره خوا پړک د رڼا شم
ټول تیارې د اند رڼا کړم
د تور اند پر تور دېوانو
سخت ګوزار د سپین بريښنا کړم
وآلوزم لوړ آسمانو ته
خوا کې تېر ځان له شهاب کړم
څه چې ما په سفر و ليد
ترې نه جوړ اند د سبا کړم
غواړم لاړ شم هغه ځای ته چې څوک هلته ته تللي نه دي
د انسان د روح د پاره هلته کر د ګلو وکړم
څوانسان د خپل جوهر او خپلې تومنې بهرمند شي
تیارې پاکې شي له روح نه سړیتوب په ځلېدا کړم
غواړم څيرې غړوندی کړم د سپوږمۍ له سپينې غاړې
هر ناشونې کار دپاره چار د شونې برابر کړم
د بدمرغۍ دنیاګۍ د ژغورون او نجات دپاره
ښه فکرونه د انسان د نېکمرغۍ دپاره وکړم
خو ددې هر څه نه مخکې یو آرزو لرمه زړه کې
څو خبرې و خپل مور ته د زړه تله ځنې وکړم
غواړم و نیسم توپان له سرکښ څڼو کوسڅو نه
د توپان مستو څپو کې په جاله یو سفر وکړم
نه له زرو نه له سپینو ماڼې غواړم
جوړ ماڼۍ د تخیل له توکو وکړم
لږه دمه ددې ډېرو سفرو له عطره غواړم
څو د فکر په ژوره اند د نن او سبا وکړم
هغه چا چې به تل ماته د ژوندون لاره ښودله
د شعور په کږلیچو کې به لټون ددې غږ وکړم
تخیل اوخیال آزاد دی په کې عیب او ګناه نشته
که رنګینه تصویرونه د خیالو له دنیا جوړکړم
غواړم و موم رنګونه د خپل زړه ټول انځورو ته
څو انځور د خپل خیالو انڅور په رنګ د خیال وکړم
چې زما د هڅولو تصویرونه ستا څرګند شي
چې هم ستاسې له ملاتړه لږ په ځان هم باور وکړم
غواړم وژغورمه ځمکه له ټول بدو او نادودو
د سپوږمۍ له سپینې غاړې مات د غم توره کړاوه کړم
خو له دې هر څه دمخه
غواړم مور ته سلام وکړم
غواړم هېرکړمه وختونه
د وخت څرخ باندې ولکه کړم
د یوې ساه په اندازه ،د لنډ شېبې په پېمانه
د همدغه بهیر مخ ته یوه کرښه یو خط وکړم
لاړ شم هلته چې مې زړه وړي
چې لږ څړک هم د ځان وکړم
ها چې ډېر زما یادېږي
هلته جوړه زمانه کړم
او خپل تېر الماس خوندي کړم
د ژوند زېرې پر تا وکړم
زما د راز تاوده ګلبڼ کې
هرقدم په مینه وکړم
ګډ له تا سره خپل خیال کړم
د خبل خیال تسلا وکړم
چې پیدا په هيڅ ځای نه شي
داسې علم او هنر وکړم
تل باور مې پرځان پوخ شي
هر ناشونی ژر د شون کړم
د سپوږمۍ له سپينې غاړې
غواړم خلاص یې غړوندی کړم
غواړم داسې چارې وکړم
له هر بدو يې تمیز کړم
خو دې هر څه نه دمخه
غواړم څو خبرې وکړم
د خپل مور سره له زړه نه
د زړه دوه خبرې وکړم
شب چو در بستم و مست از مي نابش كردم
ماه اگر حلقه به در كوفت جوابش كردم
که هر څو به ور واهه سپوږمۍ له وره مې ځواب کړ
دیدی آن ترك ختا دشمن جان بود مرا ؟
گر چه عمری به خطا دوست خطابش كردم
لېده دې ها ختا ترک چې دښمن زما د ځان وه
چې د دوست مې په ټول عمر له خطا ورته خطاب کړ
منزل مردم بیگانه چو شد خانه ی چشم
آنقدر گریه نمودم كه خرابش كردم
چې جونګړه د پردو شوه کور د سترګو
په باران د تړمو اوښکو مې خراب کړ
آتشی در دلش افكندم و آبش كردم
چې کېسه مې د پتنګ د زړه داغو، ډېوې ته وکړه
بل په زړه مې ورته اور کړ، په لمبو د اور مې آب کړ
خواندم افسانه ی شیرین و به خوابش كردم
وینو کې ډوب ؤ له حسرته، مړ کېده نه فرهاد
چې کېسه مې د شیرین وکړه وېده مې په خواب کړ
دل كه خونابه ی غم بود و جگر گوشه ی درد
بر سر آتش جور تو كبابش كردم
زړه چې څڅاند له وینو ؤ او یار د غم
ستا د جفا په اور مې وریت او کباب کړ
زندگی كردن من مردن تدریجی بود
آنچه جان كند تنم عمر حسابش كردم
پر له پسې مړینه وه ژوندون زما تل
کړاو د ځان مې تل په ژوند عمر حساب کړ
ختا له ختن څخه اخیستل شوی، د ښه بوی مانا ورکوي
کله کوڅه کله جانان بدلوي
دوی کوم هدف او کوم ارمان نه لري
په تش خبرو دوی دوستان بدلوي
دوی د بدلون په ماهیت پوه نه دي
په وچو دګمو دوی انسان بدلوي
دوی سره اند فکر او ارمان نشته دی
چې امتیاز وي ژر میدان بدلوي
دوی په ښایسته خبرو ښه بدلد دي
هر یو فرعون ته سر او ځان ټيټوي
دوی هر قدرت ته اقتدا ژر کوي
نوی رهبر او بل امام لټوي
په هر یو تېر دوي پښېمانه ښکاري
تېر کې ګناه د ځان او قوم لټوي
دوی ته پرتېرو خط ایستل بدلون دی
دوی ښه او بد ټول په یو شان ارزوي
دوی ته د نورو بتان تورښکارېږي
له خپل بتانو اتلان جوړوي
د بت پالنه ده فکري کمزورتیا
خو دغه خلک ولې بتان لټوي
کله خو دوی حکم او فرمان ورکوي
له چا اتل او څوک په دار اړوي
دوی غواړي ټول ددوی په شانې اوسي
بل شان فکرو کې دوی تاوان لټوي
کله چې واړوي او پرده بدل شي
ځانته کمیس له بل دکان جوړوي
په هر قالب کې څرګندېږي چټک
بوقلمون ژر له خپل ځان جوړوي
بدلون له زوړ نه نوي حال ته تګ دی
نوی حالت ، ښه له پخوا راولي
بدلون او وده دی قانون د زمان
هم طبیعت او هم انسان بدلوي
بدلون تغییر او تکامل ته وايي
په هر زاړه کې نوی ځوان جوړوي
هر نوی ځوان شي او زړېږي اخر
څرخ د زمان داسې دوران جوړوي
هر آوښتون ته وخت زمان په کار دی
نه د پتلون بدلون انسان بدلوي
بدلون د هر څه ماهیت بدلوي
په لوړه سطحه کیفیت جوړوي
رو ورېږئ زما اوښکو، دلته غم سودا ده زیاته
رو سوزېږه ای ډېوې، دلته شپه او تیاره ده زیاته
لا هم دلته بد مستي کړي د تورو شپو تور شرمخان
جهالت تیارې خورې دي د افغان خونه ميراته
دلته عقل په سترګو ړوند شو ځکه ورځې دي تیاره
مرور لمر او سپوږمۍ دي له موږ تللي کومې خواته
د زړه درد چاته بیان کړم دلته ټول په زړه غمجن دي
مایوسي ده لور په لورې خوښۍ والوتې هوا ته
ارادې دي ورانې شوي ډېر نيتونه دي بد شوي
په هر لورې چل او چم دی غړوندی پروت دی رښتیا ته
روح او تن زموږ رنځور کړ تورو شپو او تور وختونو
روح ځپلی تن ځپلی ناست دي ټول غم او سودا ته
نن مالومه شوله ماته ، دلته څوک د چا یار نه دی
د هر چا خپل خپل مقصد دی د چا تمه زیاته زیاته
هيڅ عالم او دانا نه دی چې ګړېږي تل بې باکه
په سټېجونو او منبر بادوي غټ دروغ هوا ته
هر سپینن کاڼې تل د سیند کې نه ګوهر او نه الماس دی
له قاتل يې اتل جوړ کړ هر یو غل رهبر سباته
دا ناولي نه پاکېږي کوم چې جوړ وي له بد توکو
د فتنواو د شر کار کې ، شیطان پاتې له دوي شاته
څوک چې لوی شي په محیط کې د بد جنسو شیطانانو
سوچ او خيال يې شیطاني وي بې پروا پت او حیا ته
خوښ پې نه شې که دښمن په مينه لاس اوږد کړي تاته
دې کې هم چم او فتنه ده چې دښمن خاندي و تاته
هغه کور کې چې جګړه وي هر یو ورور د بل دښمن وي
ددې کور واک به د بل وي کوربه ناست به وي ژړا ته
د ځان د نېکمرغۍ او دهوسا په فکر اوسه
د خپلو ټولو کړنو او رفتار په فکر اوسه
ډېر مال به چېرته یوسې د وجدان په فکر اوسه
له ډېر غلط ملګرو د ښه یار په فکر اوسه
که هسک ته ختل غواړې نو وزرې خپل پیدا کړه
د هيلو غوړېدو ته د لوړ اند په فکر اوسه
منت د نورو پرېږده تل روښان په فکر اوسه
وخت ځي په تېرېدو دی د ښه کار په فکر اوسه
سبا ته د تاریخ د سخت ګوزار په فکر اوسه
ښه پاتې ترېنه نه دي د بدنام په فکر اوسه
انسان له ځانه جوړ کړه د انسان په فکر اوسه
څوک په لاره مې ملګری او یارنه شو
په کږلېچ او په پېچومو په کار نه شو
چې په تمه د سپرلي وم سپرلی نه شو
څومره زړونه مې را وکښل یادګار نه شو
ټول شېبې چې بې له تا وې ژوندون نه شو
چې تل لارو کې به ستا مخ ته ولاړ وم
چې زه تل به ستا په خوا وم په خوا نه شو
چې غوښتل دې زما د زړه قرار تسل شې
چې تسل دې بېقرار کړم تسل نه شو
خاورې د لارې یم که باد مې ستا درشل ته هر سبا راولي
یار یاري ونه کړه ځکه تل د ژوند په لار یک تنها روان وم
دا مې ارمان دي جنازه مې څوک کوڅې ته د لیلا راولي
د یار زړه سخت دی لکه تیږه هیڅ اثر پرې نه شي
که څه دردونه مې هر تيږه په ژړا راولي
زه د خپل زړه په دې چمونو هډو پوه نه شومه
د زخمي زړه غشی هرځل کمان ته بیا راولي
زړه مې خوشال شي له خوښیو په پوټوپونو راشي
هرځل لیلا په شونډو سرو چې نوم زما راولي
زړه نذرانه به د لیلا په نیم نظر کاندې ځان
که زړه وژو ته تېره غشي لیلا بیا راولي
په تمه ناست په بې صبرۍ شيبې د ژوند شمېرمه
هیر کړی یار که ناروغ زړه ته مې دوا راولي
زه سرګردان په سپېره ډاک د جنون او لېونتوب ګرځمه
یار ته وایه ! زولنې لاس او پښو ته بې وفا راولي
عبدالملک پرهیز
ګل چید خیال تو و من رنګ شکستم
بیګاه مې پر تنګ زړه د سپرلي جوشونه مات کړه
خیالونو ستا ګلونه ټولول ما رنګونه پسې مات کړه
مژګان بهم آوردم و رفتم بخیالت
پرهیز تماشا به چه نیرنګ شکستم
باڼه مې کړله پټ خيالونو کې ستا ډوب شوم
په کوم چل او بانه مې د ليدو روژه مات کړه
خلوتکدهء غتچه ، طربګاه بهار است
در یاد تو خود را بدل تنګ شکستم
د غنچې زړه د سپرلې د بنډار کور دی
ستا یاد کې مې خپل ځان په زړه تنګ مات کړ
آخر بدر یآس زدم حلقهء پیری
فریاد که نی چنګ شدو چنګ شکستم
کړۍ مې د زړښت اخر پر ور د مایوسې وټکاوه
افسوس شېلۍ رباب شوه رباب مې مات کړ
خون ګشتن دل باعث واماندګیم بود
تا آبله یی در قدم لنګ شکستم
د زړه ټپي کېده مې وسیله د مایوسي وه
تڼاکه مې د ګوډ قدم و مخې ته مات کړ
شبګیر سرشک این همه کوشش نپسندد
در لغزش پا منزل و فرسنګ شکستم
دا هڅې خوښې نه دي د اوښکو د باران شپې
د پښو په خويدو مې هم هدف او واټن مات کړ
در بزم هوس مستی اوهام جنون داشت
صد میکده مینا بسر سنګ شکستم
د اوهام مستي جنون درلود محفل کې د هوس
په یو ډبر د سل میخانو مینا مې مات کړ
از شش جهتم ګرد سحر آیینه دار است
چون شمع چه ګویم چقدر رنګ شکستم
د شمعې په شان څه وایم چې څو رنګه مې مات کړ
خون در جګر از شیشهء خالی نتوان کرد
بیدرد دلی داشتم از ننګ شکستم
له تشې پیالې څنګه به ځګر له وینو ډک شي
بې درد زړه مې درلود له ننګه مې مات کړ
( بیدل ) نکشیدم الم هرزه نګاهی
آیینهء راحتکدهء رنګ شکستم
(بیدل) زغملی نه دی د ناوړه کتو رنځ
د رنګ د هوساتون هیندار مې مات کړ
ابوالمعانی میرزا عبدالقادر بیدل
له زړه خبره وځي ترې نه جوړ ښکلی غزل شي
موسکا د یار په شونډو شي خوره د زړه تسل شي
که وګوري نړۍ ته څوک د عشق په ښکلیو سترګو
رنګونه رنګارنګ د درست نړۍ لکه د ګل شي
جاري دې په نړۍ همیش دپاره دا جدل شي
د مینې په وسله به دا پرتې کشالې حل شي
چې هرې کړنې وړاندې برابر عکس العمل شي
د هر ګناه له خونده به بیا جوړ نوی متل شي
یو څپه ده مې له زړه نه را وتلې
یا وږمه له شین چمن نه را ختلې
یا سېلاب د غرو له څوکو بهېدلی
ټګ غلیم له سرو وسلو سره راغلی
دښمن نېغ د کور له وره رسېدلی
چې دا اور زموږ په لاس کور ته راغلی
چې دې ښار ته خونړی لېوه راغلی
د رڼا دښمن په نوي چل راغلې
دلته درد او غم رسا وړیا راغلی
ځکه کور ته د وحشت بلا راغلی
چې وطن ته بیا ویر غم ژړا راغلی
ولی ژوند مو له خوښۍ په تنګ راغلی
نن مې خوب ته افغان ويښ بېدار راغلی
د ژور دریاب په غېږ کې خپل بېړۍ چلوم
هیله نه لرم نړۍ کې کوم بندر ته به رسېږم
یا هيڅکله په کوم ځای کې لنګر به اچوم
د سروانتس د یو شعر ژباړه
دا چې سوزو هره ورځ پرموږه غم دی
د وطن لوی او کوچنی مو په ماتم دی
علت ټوله ناپوهۍ او جهالت دی
په تعصب او په کينو کې مو ذلت دی
تسلط پرموږ د تورو قدرتو وی
د رحمت مینې ځای تش به مو په زړو وي
کله زړه کې زموږه مینه حرارت وي
په کوڅه او په بازار پلیدان ګرځي
او په وینو هر مظلوم انسان لمبېږي
چې کمزوری هر انسان قوي شیطان دی
په اورونو انسانان زموږ سوځېږي
کمايې ځانته کلدار او شنه ډالر کړي
دهشتونه کلي ښار باندې خورې کړي
دوی په خلکو کې اسلام او ایمان وژني
له خوارانو غلا کړکۍ او د کور چت کړي
څوک په بم او انتحار په میدان وژني
دوی د ټول اولس ريښتني دښمنان دي
دردونه دومره ډېر شوه نور خمارکې تاثیر نشته
زه انسان یم جوړ له کاڼو تیږو نه یم
څه به وایم چې له غم زما ډار نشته
نن ولې په تیارو کې هيڅ ډيوه د لار نشته
دې کې نور هغه صفا هغه ښکلا او انځور نشته
څومره ښکلي وه وختونه د شرابو ډک جامونه
چې یو دوه به مو ترې واخیست ورک به شو واړه غمونه
شپه تر سهاره خندیدل وه د خوبانو رقصیده وه
څه ښایسته ښکلې دنیا وه زموږ ښایسته وه ارمانونه
موږ ویل تل به دا مستي وي هم به دا ښکلې ځواني وي
د ساقي په لاس مینا وي، هم نخرې او مکیزونه
د غم څړیکه هلته نه وه د جنګ لیکه هلته نه وه
موږ وېل تل به دا بنډار وي زموږ نه ول بل سوچونه
موږ ویل زموږ عزم قوي دی تل بری زموږ حتمی دی
وهم زموږ په زړو کې نه ؤ بې له ډار مو کړه یونونه
یوه ورځ به غوره ژوند کړو چې زموږه وي په خوښه
موږ وی داسې ژوند به جوړ کړو هلته نه به وي غمونه
دا ځوانۍ عجب دوران دی ډېر ښایسته له هربهار دی
هوډ ځوانۍ مو پولادین ؤ ، ټول ښایسته ښکلي فکرونه
نن شپه بیا په میخانه کې د ډک جام مخ ته ولاړ یم
هر څه نوي او بل شان دي دلته نه نشته مین زړونه
جام د مې ته په ځير ګورم په کې خاندي تصویرونه
هغه تاندې څېرې نه نشته ټول خزان مړاوي ګلونه
ډېر افسوس مې زړه ته راغې څومره ژر تېره ځواني شوه
ډېر کلونه د ژوند تېر شول لا کمکي دي زموږ عقلونه
حوصلې مو وړې شوي د مستۍ ځواک ټپي شوی
خوب او خیال مو پرونی دی په کې نشته سمونونه
ستا څېره هم د سرو میو په څپو کې راښکاره شوه
زما نوم وه ستا پر ژبه له خوښۍ ورک شوه غمونه
ته مې مينه ، ته مې زړه يې
چې خیالونو څپې راشي، سلسلې د خیالوستا وي
چې سندره په خوله راشي، په سندره کې نوم ستا وی
بې له تا ژوندون ډېر ګران دی
ته مې مینه، ته مې ساه يې
په دلیل يې نه پوهېږم
دا عجیبه شانی راز دی
پخوا داسې مینه ما نه وه لیدلې
داسې ښکلې ولولې مې په یاد نه دي
پرتله زما د مينې ممکن نه ده
داسې اور د مینې زړه کې پخوا نه ؤ
داسې ګران کله هيڅ نوم مې په زړه نه ؤ
نه پوهیږم ، دغه مینه به ما کومې خواته بوځي
اوس باور مې پوره پوخ شو چې پر تا له زړه مین یم
هو، له تا لاړم خو بې تا مې ژوندون ګران دی
چې تنهایم ستا د مینې غزل وایم
هر خبره کې یوازې هم تا ستا یم
ته مې مینه، ته مې عشق يې
دلته کړيکې او ناورین دی
مړ له ولږې خوارمسکین دی
څوک په وینو کې لېشت پروت
ځکه زړه مې له غم خوړین دی
تل په کور کلي ماتم کړي
سترګې خلاصې له خوب وېښ شئ
څو به زغم د لوی ستم کړئ
دا ناورین پر ټول اولس دی
هر ستم پر وړ ماشوم دی
دلته مېندې خوېندې ژاړي
هم بوډا خوار او مظلوم دی
له دهشت هر زړګی خوړین دی
هره ورځ وینې توېېږي
د غلو جنګ په نوم د دین دی
هر جامه کې په خرام دي
په چلوټو او دوکو کې
څو ګام وړاندې تر شیطان دي
دلته ډېر خواره دامونه
خلاص د دروغو دوکانونه
ساده ګان په کې ښکارېږی
کړي تباه خوار ولسونه
دغه ټول پردی نېرنګ دی
نورو خوند اومزې وکړې
ولې زموږ پر لاس تفنګ دی
د غاصب سر نور په دار کړئ
چې جاسوس له وطن ورک شي
لوټماران تس نس یو وار کړئ
په ريښتیا يې ښه دانا کړئ
جوړ سپرغکې د عرفان کړئ
د ظلمت تيارې رڼا کړئ
جهالت ورک له وطن شي
دتور فکرو ځانکدن شي
خرافات له سټې ورک کړو
بیا علم ډېوه روښان شي
چې روښان زړونه تیاره شي
محبت مینه خوره شي
ټول یو موټې یو قوت شو
د نفاق سکاره ایرې شي
ژوند په سوله کې ودان دی
د جنګمارو خونه وران کړئ
بې له جنګ سړی ، انسان دی
ورک انسان د لارې خنډ شي
چې دوستي او ورورولي وي
وطن جوړ په کار او اند شي
ورک د جنګ جګړو میراث کړو
چې چينې وچ د جګړې شي
راشئ ټول سره لاس ور کړو
د مرګ تندر پر شیطان شم
زنځيرونه له پښو مات شي
غږ د حق د هر انسان شم
د ستم برجونه ړنګ کړو
اهریمن په وینو رنګ کړو
اور دښمن پر سټه بل شي
کوز ګوزار يې له ګړنګ کړو
جنګ به تل او په هر دم وي
غلیمان به تل مزې کړي
تل همېش به زموږ ماتم وي
هره ورځ به انفجار وي
ځان وژل او انتحار وي
چور تالان به تل روان وي
هم په کلي هم په ښار وي
که روڼ اند یا روښانفکر یي
ولې پروت داسې وېده يې
دې ناورین ته غلی ځير يې
ورک تعصب او هر نفاق کړئ
د رښتیا لاسونه ور کړئ
بیا به جوړ افغانستان کړئ