Print this page

لایق لایق زاده

 

ســــاه

په سلګــو مو شــپه ســبا کــړئ
تا ښــېرې کــړې ما دعـا کـړه

نــور څــه نه غــواړم خـاونـده
زمـــا مــیـــنـه مــالــه راکــړه

ځــکــه پــټــه پــاتــې نـه شـوه
لــېـونــتـوب مـیـنه رسـوا کـړه

چــې یــارانـــو کـــړم یــوازې
خــپـلـه لاره مــې جـــدا کــړه

وایــه نــور درلــه څــه درکړم
ســتا پـه نــوم مـې هره ساه ده

مـــا څــه غــــږ کـولـی نــشـو
رقـیـبـانـــو چـې خـــنـدا کـــړه

اوس څــه مــه وایـــه لایــــقـه
تـا هــمـېـش خـپـله رضـا کـړه

تـــصـویـــر

عــــمــر تــــــېـر شــــو پــــــه ژړلــــــو
د اشـــــــــنــا پـــــــه یـــــــــادولــــــــــو

وایــــــه څـــــه دې پــــــاتــــې کــــــړی
نــــور د ســـــتــرګـــــو لــــګـــــولــــــو

ټـــولـــه شـــپـه مـــې شــوګــېـره کــــړه
یـــو تـــصـــریـــر تــه پـــه کــتـــــلـــــو

زمـــــــــا روح وو نـــــــــــاقـــــــــراره
چـــــې مـــنـصــور پــــه دار خـــتــلــــو

لـــه پـــردو مــــې ګـــــــېـــلــه نــــشــی
ســـــتـړی ســـتـړی یــــم لـــه خــــپـلـــو

ځـــان ځــانـي

چـــــې صــــداقــــــت د جـــذبـــو پــاتـــــې نـــه دی
ځــکــــه وقـــــار درشــــــتـو پـــــــاتــــې نـــــه دی

چـــې مې ځـــوانـــي پـــه انـــتــظــار تـــېــره کــړه
اوس دې څـــه خـــونـــد دراتــلــو پـــــاتــې نــه دی

د خـــوږو ســــــتـرګـــو پـــه خـــوږه مــیـــنـه کـــې
کــوم یـــو مـئیــــن پـــه ســلـګـــو پـــاتـــې نـــه دی

چـــــې د ادم د ربــــاب تـــــــرنــــګ نـــــه راځــی
د زنـــــې خـــــال د درخـــــــو پــــاتـــــې نـــــه دی

شـــوه ځـــان ځــانـي دومــره پـــه کــور کلــي کــې
چـــې تـــــصــــور د جـــرګــــو پـــــاتـــــې نــه دی

چــــې پـــــه پـــــښـــتـو بــــــه زارېــــدل لایــــــقـه
اوس هــا غـــه نـــنــګ د ځــــلــو پـــاتـــې نـــه دی

لوستل شوی 11105 ځله Last modified on پنجشنبه, 29 سرطان 1396 19:20