دلاور پردیس

 

پدرامه پټ راته په غوږ کي وايه
تاکوم هوټل کي مزدوري کړې ده ؟
ته د ايران په وړکتون کي لوى سوې
که مور او پلار په تا خواري کړې ده ؟
تا جوړوله د انجونو ورېښتان
که دي عامه غچي کاري کړېده؟
څنګه دي لار کړه پارلمان ته پيدا
دا خو دي سمه هوښيا ري کړې ده
د ستر غازي توهين کوې ظالمه
دغه خبره دي کفري کړې ده
ډير يې خوړلي دي پر خوله سوکونه
دلته چي لږ يې بيلاري کړې ده
هلکه ځان په اديب مه پيژنه
تا بې ادبه شاعري کړې ده
نه به د ...... په خوله درياب سي مردار
نه يې څپو څه قراري کړې ده
ډير ژر به لاندي سې تر تورو خاورو
پدرام و طن کي غداري کړې ده
د اوږو دوړي به دي پورته کړمه
دا مي د ډانګ سره ياري کړې ده
راسه هلمند ته خامخا خرڅېږې
ما د پسو دکانداري کړې ده
په تاکي شک دى د(( پرديس)) پدرامه
د غلو دي څومره همکاري کړې ده ؟

دلاور پردېس هلمند لښکرګاه
٣-٥-١٣٨٧

لوستل شوی 8516 ځله Last modified on جمعه, 30 سرطان 1396 15:14

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي