بسم الله وردګ

 

 


زه ملنګ شـوم، زه فقیرشــــــــوم
ته نامتو شوې شـهزاده شــــــــوې
زه لار ورکی سرګـردان شــــــوم
ته په خنـدا په ننــــداره شــــــوې
زه مظلـوم شوم، آواره شـــــــــوم
ته مې مــرګ ته آماده شــــــــوې
کتــــابتون می خیال تــه راغــــلې
یو تاریخ یوه خاطـــــره شــــوې
تا مې واک را څخــه واخــــیست
ته ځیــــــګر ته کومانده شــــوې
زه بسمـل شوم زه وردګ شــــوم
ته سپین سترګې پيمــانه شــــوې


ستــا په غـم چــي مــا ژړاوکړله
ته په قهقا پـرما خنـــدا وکــــړله
جـانانه ستا هغه وجـــدان چير وو
زما په اوښـکــو دی مسکا وکړله
لاس مي وږدکـو دوست په صفت
په هغـه دم بيــا دی ښــيرا وکـړله
افسوس افسوس دی صداقت نن کوم
چي مـا وفــا او تـا خو جفـا وکړله
وردګه ستا په صـداقت سـلام وي
ټـــولــه خـبـر دی رښتيـا وکـړله


ړوند شويي اشنا نن ځان په کانو ولی
د بل په اشاره هر افغان په کانو ولی
اميرالمومنين بيا ښه ځاته خطاب کي
بيا ولی دا مظلومو يتمان په کانو ولی
نن پوه شومه جانانه زما نه د بل چا يي
ابليس سره يو ځاي مسلمان په کانو ولی
د ولس له وينو برکته خاوند د امارت شوي
نو ولی دا ولس بي ګناه په کانو ولی
رښتيا که درته ووايم وجدان دی پلورلي
نوځکه بي ايمانه با ايمان په کانو ولی
رښتيا که ته پر حق اميرالمومنين يي
نو ولی هجره د عالمان په کانو ولی


هرخواته چي نظرکړم ستا يـادونه را په زړه شــي
دادنيا راڅخه هيـرشي ستا زخمـونه را په زړه شي
ستا خـواږ خـواږ خبري ، لارښـنونـي را په ياد دي
ستا حـــسن مجسم شـي نصحتــونه را په زړه شــي
ته چي نشته يي جانانه په چمن شـو خــزان پــوري
د بلبل نعمي شي هيري ستا دردونه را په زړه شي
وس چي ځمه حجريي ته نه کتاب شته نه بڼدار شته
ستا ژوند راته کتاب وو کتابــونه را په زړه شــــي
زه وردګ دا ژوندن ځه کړم ته چی نشته یی جانانه
کله ځمه ستا مـزار ته ټول غمـونه را په زړه شـــي
______________________


نه منــم جــانانه د يــــاران خبــري نه مــنم
ډيري دوکي راکړي د دوستان خبري نه منم
څـومـره جــفا وکـړل هر يو پخپـل وار سره
نه منــم زړګــيه د مشــران خبــري نه منــم
نـور زمـا توبه ده چي د چا سره ياري وکړم
نه منــم استـازي د مــلا يان خــبري نه منم
لـويه جـرګه څــه کــړمه مشرانو جـرګه کړمه
داســي تړون نه منــم د وکــيلان خبري نه منم
نه غواړم وردګه د اغيــار هــډي شــتون دلته
نه منــــم اشــنا د پــارلــمان خــبري نه مــــنم
_______________________________


خوبـونـو ته مـي راشه ، انځـورنوته مـي راشه
چي خبرې سره ورکړو بيا خيالونـوته مي راشه
دا څومره موده وشو چي انځور دي څـرګند نشو
فــکرونو ته مي راشه ، بيا يادونوته مــي را شه
بيا ډيـر وختــونه وشــو ستا د ليدو په انتظار يم
زخمي رنځور بيا پروت يم پرهرونوته مي راشه
وس چي ځمه کتابتون ته کتابتون بد رنـګه ښکاري
حجــره کي هــم تنها يم مجلسـونو ته مــي را شه
پسرلــي موده بيا راغي بيا ګلان په غــوړيدو شو
دګـلــــونو سره راشــه ، بيا ليدولو ته مــي راشه
زه وردګ شــــــولم تنها ته جانان راڅخه ولاړيي
تورتمونو ته مــي راشه شبګيـــرونو ته مي راشه
____________________
د بسم الله وردګ شعرونه


د دې ژوند سختو شېبوکې، بس غمونه شول راپورې
یو خو لرې یم له کـوره ، بل دردونه شول را پــورې
واويـلا راځي غـوږو ته، بـس فغان راځي غــوږو ته
زه بـې وسه شومه ګـوره، ځنځيـرونه شـول راپـورې
د ځان غم راسره نشته، ستا بيلتون په رنـځ اخته کـړم
خوځـېدی نشم له ځـايه، چې زخمـونه شول راپــورې
ستا د عمر ګل خـزان شو، ساه پـرواز وکړ سبحان ته
دا خبرچې تر غــوږ شـو، پـرهــرونه شول را پــورې
هغه دم په ما محشـر شو، چې د مرګ څـپو پناه کړې
ړنا ورځ راته تـورتـم شوه، تورتمـونه شول را پورې
زه پردېـس تکي تنها وم، چې د اوښکوکاروان راغی
بيا د عمـر په سفــر کې، تـوپـانـــونه شول را پــورې
هرې خواته چې نظرکړم، ستا انځورمې ځیرته خاندي
واخ د اوښکو په ویالو کې، انځورونه شول را پـورې
زه وردګ شولم بــی وسه، چــې جانان راڅخه ولاړو
ستـا د هـر ټکي په یاد کې، انګارونه شول را پــورې


اختره  که  راځي خوشحالو سـره راځه
دسـولي ورور والـي پغامـوســـــره راځه
په تمه درته ناستي دي زما د وطن خلک
د ژونــد نـوۍ پيغام نصحتو ســره را ځه
زما دکلي خلک رنځور زخمي پراته دی
اختـره که راځـي مـرهمـو ســــره  راځه
نفاق په ورکي وسول لــوی افعانستان مو
د مينـي او وحـدت له خيمـو ســـره راځه
اختـره که راتلـي ګاوڼـډيان مي خبرنشي
وردګ  سره يوځاي له جرګوسره راځه

په مینه او مننه
بسم الله وردک
چین ایوو ښارګوټی


رښتيا که درته ووايم غمونه راملګري دي
هرې خواته دروموم دردونه راملګری دي

زه خو په ظاهر کې ښه هوساه يمه
نه دی حقيقت په خدای اورونه را مګري دي

یاره نه لرم قرار په لراو بر افغان کې زه
هری خواته ځمه کړاونه را ملګري دي

ځه وکړم جانانه چې قسمت مې په ټکر کې دی
زما یې څه ګناه ده کړاونه را ملګري دي

زه بسمل وردګ خو نن د ايوو په دښته پاتې يم
نه رسم منزل ته طوفانونه را ملګري دي

چين _ ايوو ښارګوټي


تور او سپين خلک روان دي
ټول په ګټه د خپل ځان دي
نه يي مينه او الفت شته
نه یې مهر او محبت شته
ټول کاږه واږه روان دي
څه دوه مخي انسانان دي
نه یې زړه کې صداقت شته
نه کرم نه یې عزت شته
زمونږ مرګ د دوی ارمان دی
دا یې عهد دا یې پیمان دی
دوی چې ختمه یارانه کړه
زموږ یې ختمه حوصله کړه
را څرګند یې اصلیت شو
دا بسمل ورته عبرت شو


څــــو چي دا حالت داســی روان وې
څــــوک غريب څـــوک به خانان وې
وران زمونــــــــــږ افغـــانستا ن وې
هرڅــــــوک ځـان ځـان ته روان وې
ظــــــــا لم ښـا مار ودان وې
مظلـــــوم ملــت به وران وې
زمونــږژوندون به ګـران وې
دا ملت لاس او ګريــــوان وې
د وردګ اوښـکــــي روان وې
د ښمنــا ن به، په امــا ن وې
تـــــــــــــــخار تالـقان

ته میـــنه محبت یه يـــــــــــي
ته د ما دنوم عزت يــــــــــــي
زه خوستا په داګـــــــــوویاړم
ته زما شان وشوکت يـــــــــي
ته ډ ګــــــردآزادی يـــــــــــي
ته زما ضمیرصفت يــــــــــي
یی مورچــل دافغــــــانانـــــــو
د پښتون د زړه فرحت يــــــي
په کوټ کوټ کـــــی د لعلونه
دوردګ د زړه قــوت يـــــــي

تـــــــــــــــخار تالـقان

هرخواتـه چـي نظــــــرکړم
درد اوغـــــــم په میهن وينم
داعاصي سر کښـه زړه مي
هـر ظالم ته کرجــــــن وینم
بیچاره ډیــره بـی وســـــــه
هرافغـان پـه وطــــــن وینم
نور پیڅـلي په ورښــــم کی
مظلوم لوڅ لـه کفـــــن وینم
وردګـه ګــــــوره بلـبلان ته
دیرخفـه په چمـــــــــن وینم

تـــــــــــــــخار تالـقان

سپنه سپوږمۍ چې شپه دتار لــــټوي
لمــرته ګـوره سپیـــن سهارلــــــټوي
خزان تیر شو له غمــــونو ســـــــره
بلبل ته ګورۍ شین بهــــارلـــــــټوي
دمظلوم سړي ماښام ګوره سهارنلری
ګوره ټول عمر ځاله کــــار لـــــټوي
ظالم ته ګوري مست غزل په خولکي
ځان له شیبی هسی دښـــکار لــــټوي
نفاق په خپل اور کي وســول افغانان
غلیــم خو ځان ته داسی وار لــــټوي
وردګـه څــــه داد حـقیقت سپــــړوې
دښمــن خـو ستا پـــړی د دار لـــټوي
تـــــــــــــــخار تالـقان

لکه شمع غوندی په اور سـوزیږم
څوک مۍ نه پوښتې چي ولي ژړیږم
دمور دمهر نه خلاص شومه دوستانو
دغوسې نه په زړګې باندی پرسیږم
خوشحالی مۍ په نصیب نه شو ژوندون کی
دافسوس په سمندر کی اوس دوبیږم
زه مظلوم به ولي ؟ نه ژاړم وردګــــه
شوم بـی کــسه بینـــوا ځـکه چغیږم

کــــــــــــــــــندز خاناباد

دويي بوميان مونږ اجنبيان شولو بيا
هر يو قاتل يي قهرمان شو لو بيا
په خپل وطن کی مهاجر ګڼي مونږ
نن په تخار کی بنديوان شو لو بيا
چيري چي يو نيو قرار داد زمان ګناده
د هر خوانه په تعاوان شو لو بيا
هغه کوچيان چي غزنوي راوسته
نن دهغوسه لاسو ګريوان شو لو بيا
پورن مهاجم د بخارانه را غلل
د مونږ لاستوني ته ماران شولو بيا
وردګه نور په چا باور نه کوم
هغه مظلوم څيري شيطان شولو بيا


څـــوک د دنیا څوک د بقا په مینه
ځیني خو ډوب دي دښکلا په مینه

تسبیح د حسن په سرو شونډو وایي
غرق د ښایست، ناز او ادا په مینه


څلوريـــــزه
خــــــواربه شي نا پوه سړی
که نا پـــــوه سره يې کاروي
پـــــوه به شي نا پوه سړی
ښـــونکي سره يې کاروي

تـــــــــــــــخار تالـقان

په ځان پوهيږم له شپو سه په ټکر کی يمه
رڼا خو ورک شو له تيارو سه په ټکر کی يمه
خدايه څه راسره کيږی ليونی شومه زه
اوس د زمان له دی شيبو سه په ټکر کی يمه
په ز ندان پروت يم شاو خوا ته ګورم
بيا د ځنځير او زولنو سه په ټکرکی يمه
وردګه څه وکړم ؟ هيران ،هيران يمه نن
په هر قدم د سره لمبو سه په ټکر کی يمه
بسم الله وردګارومچی – چين
ننداره

زه ملنګ شـوم، زه فقیرشــــــــوم
ته نامتو شوې شـهزاده شـــــــوې
زه لار ورکی سرګردان شــــــوم
په خندا شوې ننــــداره شــــوې
زه مظلوم شوم، آواره شـــــــــوم
ته مې مرګ ته آماده شـــــــــوې
کتـــــــابتون د خیال تــه راغلې
یو تاریخ یوه خاطـــره شــــوې
تا مې واک را څخــه واخیست
ته ځیــــــګر ته کومانده شوې
زه بسمـل شوم زه وردګ شوم
ته سپین سترګې پيمــانه شوې


پښتون حیران په دې جهان کې دی نـن

په تــوره شپــــه په بیـابـان کې دی نـن

دغه دنیا کــې ترې مـکان ورک شـوی

ستړی ستومان په دې زمان کې دی نن

د ژوند ناخــوالـو پرې نخره ده کـــړې

دهری خـواه نه په تــــاوان کې دی نن

هغه پښتـون چـې تـرې جهان ویــریده

دهغی دښمـــن په بدخشـان کې دی نن

وردګـــــــه وکړه د بري دعــــــاوې

ستا هر ورور په امتحان کې دی نن


ستا دی لاسه نن رقيبه څومره بد نامه ګرځم
نمی هويت نمی عزت هسي بي شانه ګرځم
چيري چي ځم نيم کرار غليم پيغور راکوي
نن يم لار ورک او سګردان هسي هيرانه ګرځم
زما جانان څومره ساده دی له رقيپ سره مل
په دی نړی کی شوم تنها ډک له ارمانه ګرځم
وردګه مل شه په دی لاره نن تنها ،تنها يم
څومره نن لری د خپل ګران پښتونستانه ګرځم

ګل یمـه ،ګــلاب یـم، پسرلـۍ یمه
دهـرغلـیم ستـرګـوته ازغــۍ یمه
ترڅوپه د دنیاکی تورتم چـی ويځلیږم
په اسمان کی سپوږمۍ یمه
افغان وطن غلیم ته بس دوذخ به ويیمـه
زه پښتــو تر ځو ژوندۍ یمه
مات شول په نړی کی دا روسی لشکر
ورک مۍ کړل اغیار افغان زلمۍ یمه
تیـر به شــي وردګه دا دنن نخرې
اشنایم ګړنــــګوسه زه زمرۍ یمه

ګل یمـه ،ګــلاب یـم، پسرلـۍ یمه
دهـرغلـیم ستـرګـوته ازغــۍ یمه

ترڅوپه د دنیاکی تورتم چـی وي
ځلیږم په اسمان کی سپوږمۍ یمه

افغان وطن غلیم ته بس دوذخ به وي
یمـه زه پښتــو تر ځو ژوندۍ یمه

مات شول په نړی کی دا روسی لشکر
ورک مۍ کړل اغیار افغان زلمۍ یمه

تیـر به شــي وردګه دا دنن نخرې
اشنایم ګړنــــګوسه زه زمرۍ یمه

د بشــــــريت او انســانيت دښمــــنان
دپاک اســلام او د افــغانیت دښمــــنان
په خپـــــلو لاســـو دا ملـت قتـــلـو ي
دا د سمــون او عـــدالـــت دښمـــــنان
دلـته راغلـــي دوي فــــساد خپــــروي
د پاک قـــران او شـريعت دښمــــنان
دوی له فضا او ځمـکې اور را شینـدي
داصــليبـــــيان د حــــقانـیت دښمــــنان
وردګــه ځواک د پښتنو ختموي
حــق د دې واړو پرګنو ختموي

په درنښت
بسم الله وردګ
ګانځو چين


زه د توري د قلم سره اشنا يم
شاهين يم هسکوغروسره اشنا يم
نن چي څه کړی انجام ته يه ځيرشه
د ډ ګر د سرو لمبو سره اشنا يم
انتحار او انفجار يو جهالت دي
پاک قران له اياتو سره اشنا يم
د ځانمرګو مخه و نیسه غلیمه
د مرميوله شپيلو سره اشنا يم
که يه نه منی و پوښته انګريز نه
زمری يم لويو درو سره اشنا يم
د وردګ له دې بیتونو عبرت واخله
افغا نان يو له ځوابو سره اشنا يم

داسې ښکاري چې یو نه یو
که څه هم چې خوله په خوله يو
هر يو وار ته سره ګورو
د مورچل په ژوند پراته يو
په ظاهره سره خاندو
حقیقت غوښه، چاړه يو
يو د بل د سترګوخار يو
د دوستۍ په زړه ساړه يو
نه د ژوند په مزه پوه يو
نه صنم تر څنګ ويده يو
دا ځواني مو هسې لاړه
ارمانونو پسې مړه یو
زه وردګ داسې ګمان کړم
یو د بل هدف ته پړه یو

لوستل شوی 12908 ځله Last modified on جمعه, 30 سرطان 1396 15:16

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي