اسدالله شریفي 



بیا ګونګسې دې چې سپرلی به راشي
خو زما زړه کې اندیښنې دې،
چې به څنګه راشي؟
آیا وږمه به ېې په زړه پورې وې، که
به بادونه توپاني زیږوي؟
آیا ګلان به يي رنګونه بیلابیل ولري، که
به په وینو د انسان رنګین وي؟
آیا باران به يي په شرنګ اوریږي، که
توپانونه، سیلابونه به عالم لاهو کړي؟

بیا ګونګسې دې چې سپرلی به راشي
خو زه حیران یم چې به څنګه راشي؟

آیا بلبل به یي د مینې آوازونه کوي، که
به په ویر ډکې نغمې غږوي؟
آیا لاله به سرکۍ شونډې په خندا خوځوې، که
به ېې خوله د غم او ویر له اسویلو ډکه وې؟
آیا تنکۍ پیغلې به زړه کي د ډولۍ خیال لرې، که
به د اور وحشي لمبو ته کوم فرصت لټوې؟

بیا ګونګسې دې چې سپرلی به راشي
میلې، جشنونه او خوښۍ به راوړي، خو
زما زړه کې اندیښنې دې،
چې به څنګه راشې؟

آیا ګلان به يي خوشبو وي که نه؟
آیا ځوانان به يي خوشخو وي که نه؟
آیا د سولې به امید وې پکي، که
به د جنګ آواز غوږونه شلوي؟

بیا ګونګسې دې چې سپرلی به راشي
ګلان به وخاندي بلبل به مست کړي
هد هد به زیري د وصلت وکوي
واوره به ویلې شې باران به راشي
بیا به ګدر باندي د پیغلو شورماشور پورته شي
بیا به ځوانان د پیغلو نجونو د عشق هڅه کوي، خو
زما زړه کي اندیښنې دې،
چې به څنګه راشي...............................

پاڅه!
سر پورته کړه!
غفلت مکوه!
لاسونه بډې کړه او ملاوتړه
پیغلې نغړاند ستا د میړاني کوې
پاڅه!
را ویښ شه!
سترګې و غړوه!
وخت د سپرلي د نندارو راغلی
د سرو ګلونو د شیبو راغلی
د پرمختګ او د کارو راغلی
پاڅه!
بیدار شه!
سترګې و غړوه!
غوره آواز د بلبلانو واوره
قوقو، قوقو، د قمرې ګانو واوره
ټول کاینات په کار او بار اخته دي
په هلو ځلو د بهار اخته دي
آي! شاه زلمیه ته لا پروت ولې یي؟
پاڅه!
سر پورته کړه!
غفلت مه کوه!
نر شه!
ولاړ شه!
لږ غیرت پیدا کړه!
تر څو به سترګې پټوي؟
تر څو به ځان غولوي؟

سر کړه را پورته، او
غفلت مکوه!
لاسونه بډې کړه او ملاوتړه
پیغلې نغړاند ستا د میړاني کوې
پاڅه!
بیدار شه!
د غفلت له خوبه..........

ما ویل،
ګلاب به وي، غاټول به وي
مست، مست بلبلان به وي
قمري به وي، بازان به وي
بیا به په ګدر د مستو نجونو آوازونه وی
بیا به د منګیو قطارونه وي
کوچیان به وي
رمې به وې، ګلې به وې

ما ویل،
نانګه به وي
توتان به وي
مڼې به وې
سرکۍ به وې
لاسونه په نکریزو سره،
خوشخویه جونکۍ به وې

زه خو د زرغون سپرلي په طمعه وم
آه!
څه شو سپرلی د آرزو زما؟
آه!
څه شو ګلبڼ د اندیښنو زما؟
آه!
څه شو باران د تلوسو زما؟

ما ویل،
چي زه به یم او یار به وي
شین سیوری د ولې او چنار به وي
خوښې به وې
موسکا به وې
خندا به وې
میاشت د څوارلسم به وې
سپوږمۍ به وې
رڼا به وې

زه خو د زرغون سپرلي په طمعه وم
آه!
څه شوه رڼا د تیندکو زما؟
آه!
څه شوه وږمه د امیدو زما؟
وچه شوه غوټۍ د پسرلو زما
آه!
څه شوه ...

لوستل شوی 8554 ځله Last modified on جمعه, 30 سرطان 1396 16:47

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي