احمدجاویدمنګل

خپل وجود مې راسره و که ســــــا نه وه کائينات واړه ولاړ وو دنېا نــــــــــــه وه بې څيرې زمــــــــا په مخ کې وه ولاړه بېګا عرش تـــــــــــه رسيدلي دعا نه وه چې يواځې ستا په عشق کې ځان لا پاتې عقيده مې پــــــــــــه جذبو کې فنا نه وه چې مئين دې پـه روحونو کې خوشال وو ستا پــــــــه سترګو کې به پاتې ادا نه وه چې طالب و دسندرو ښار تــــــــــه تللی زمانې سره پـــــــــــه ګوتو دريا نه وه

بې درده! بې   درمانه  ،ستا درمان  عجیب،عجیب
خبرې   مې  قبولې  کړې  په  ځان  عجیب،عجیب

د لیک سرلیک وي زمـــــــــا،او نوره لیک وي درقیب
ظلمه! دستم لـــــــــــــــــــــرې عنوان عجیب،عجیب

په یوکتل دوښمن مې شول اومرګ ته مې شول پورته
باڼه ،وروځې ،نظر،او ستا چشـمان عجیب،عجیب

څه هیلې مې درلود ې بېرته رامې  وړې پــه زړه کې
محفل کې ښکاریدل دې څو کسان عجیب،عجیب

لــه کوم اه!  او فغان  سوو سلګو ځینې شورو  کړم
داغونه  مې  خوړلي  ،زړګي  وران عجیب،عجیب

څه یـــو رقیب خو نه دی چې به پټ درشم جاوېده!
راغلي  دي  مالت  تــــه  راقیبان  عجیب ، عجیب

احمد جاوېد منګل

که څـــــــــولوړاو ډېر شــم غټ غېرلۀ يارکم يم

بادشــــــــــانۀ يم که بادشــــــــاددرست عالم يم

زيات مې څــــــــــۀ لۀ لمبــــوئ په تړمواوښکو

چې شهيــــــــــــدپه توروسترګــــــــــــودصنم يم

لکه اوسپنه زنګ واخــــــــــــــــــلي دکارنۀ وي

داسې ټـول بـــــــــــدن اخيستی ديارغــــــــــم يم

چې دګل لــــــــــــــۀ پاڼې ورغــــــړي اوپرېوزي

غېر لۀ يار دارنګ يوڅــــــــــــاڅکی دشبنم  يم

دژونـــــــــدون په لـــــــــــــويه لارحيران ولاړ يم

دمحفـــــــــــــــل ياران روان خـــــــــــوزۀ  لا تم يم

ګل بــــــــــدن چې غــــــــــــــوړولی اشنـــــــــــاکله

د بلبل غــــــــــــــــوندې راغـــــــــلی ورته سم  يم

خـدا! انکار ټکی يې څنګ راغی په  شونډو

چې محتـــــــــــاج يې دعرب اودعجـــــــــــــم  يم

چې په دې کې لايار وايي جــــــــــاويدګرم دی

ګرم  يم، ګرم یم خلکــــوګرم یم، خلکو ګرم یم

احمدجاویدمنګل />

کميږي ځـــــــان کې څوک چې کړي کمی د ځينو،ځينو
اشنا ګرېــــوان کې فــــــــــکر کــــړي سړی د ځينو،ځينو

دې ورېځــــــو مېراتمړو پرون سختــــــــــه ګلۍ وکـــــړه
تبا يې کړ زرغــــــــون فصل تنـــــــــکی  د ځينـــــو،ځينو

دسرخـــــــــلک يې وېـــــــــــــوړل چې تمبېږم  پاتې کېږم
کور،کلی،وطــــــــن وران کاندي مرګی د ځينو،ځينو

دهر چــــــــــــازړۀ تـــــــه ګوتې مــــــــه  وروړه  اې زوروره
ســـــور اور شي سرې لمبې شي اسوېلی د ځينو،ځينو

دښمن به دې دوست نۀ شي خېر که هرڅو درته خاندي
خنـــــــــــدايې وي غصه،غصه خنــــــــدی  دځينو ،ځينو

په هغــــــومې ژړا راځي چې خپلـــــــــــه دي بې اتفــــاقه
تاريخ کې بــــه در ښيي خپل بری دځينــــــــــــــــو،ځينو

په غټ اوکـــــوچني سرنۀ ده ليـــــــدلي به وي تاســــــــــو
لۀ عقــــل،فکــــــــــرتش سرنيمنی د ځينـــــــو،ځينـــــــــو

هغه ورځ تر مــــاښامـــــــــــه  درست غمونه وي جـاوېده
په کومـــــه ورځ چې اوګورم تنـــــــــــدی د ځينــــو،ځينو

دوه ستـــــــوري دشپې غېږه کې پراتـــۀ يوو بيابه نۀ يوو

جــــــــــــانانه  د يو څۀ وخت مېلمــــــــانۀ  يوو بيا به نۀ يوو

چې ژوند ناوې سينګار کړو سندريزه سپرلی جوړ کړو

چې کار دمينې کار وي نو پۀ څــــــــــــــۀ يوو بيا به نۀ يوو

د شاتولاس را اوږد کړه چې پرهـــــار مې پرې ټکورشي

ترڅوبه عشق بورجـل ته  زړۀ نا زړۀ  يوو بيــــــابه  نۀ  يوو

د عشق رباب راواخــــــــله چې د وير ګونځې کړو ورانې

راځــــه څــــــــــــۀ لېرې نۀ يوو د يوۀ غرۀ يوو بيا به نۀ   يوو

رقيب د نفــــــــــــــاق ورېځې دي يو بل نـــــــــــــۀ  پېژنوچې

زب،زب شـوو د يوۀ بل پۀ وينــــــــوسرۀ يوو بيابه نۀ يوو

نۀ تــــــــــــــــۀ يې دومره تــــــــور ياره نۀ زۀ  يم دومره سپين

هرڅـــــــــــــــــۀ يوو د يوۀ بل لۀ پاره ښــــۀ يوو بيا به نۀ  يوو

کوږ بار تر منزل نـــــــــــۀ رسي جـــــــــــاويده ځان   دانا کړه

ترڅــــــــــــو به زۀ او تۀ داسې کاږۀ يوو بيـــــــــــــا به نۀ يوو

احمدجاويدمنګل

خېردی نوڅــــــــۀ، کۀ څـــــــــوداغونه پۀ سينه کېږدمه
پايله کې خــــــولۀ به ستاد ميـــــــــــؤ پۀ پياله کېږدمه

مينه، الفت، عشق ،محبت ،ياري يې بولي خلق خو
زموږدزړونو لږېدا تــــــــــــــــه څۀ نامـــــــــــــــه کېږدمه

دا دې غمونو تور ماښام به سپين سهارشي خدايږو
کۀ زما اوسستا د وصال غېشی پۀ لينـــــده کېږددمه

لۀ غلامۍ نه اسارت ژونـــــــــدون دی غـــــــــــوره ياره
درېغه کۀ مــــال، سر ستا پۀ عشق کې برمته کېږدمه

منم د وخت ستمــــــــــګران مې دومره نۀ پرېږدي چې
ستا د محفل پۀ تکل څـــــــــوګامــــــــــــــه ډاډه کېږدمه

د سبا ستوری يم جـــــــــاوېد پۀ خپل مدارکې چورلم
نړۍ به ورانه شي که بل مـــــــــدارته پښه کېږدمـــــــــه
احمدجاويدمنګل

هجـــــران نېزې مې راته ښــــــــــخ پۀ لړمانۀ پاتې شو
ګرد او غبـار مې پۀ سپين مخ دبېلتـــــانۀ پاتې شـو

پۀ هغــــــــه ورځ د لېــونتوب اواز مې خپورشواشنا
چې غېږ کې ستا مې سر داستــــــــا پۀ زنګانۀ پاتې

دزړګي وينې رانه روي څنګــــــــــه ستړی ژوند دی
تصور ،خيال دې پۀ زړګي زما مېلمــــــانۀ پاتې شو

لکــــه د مړي مـــــــــخ قبلې تـــــــــــــــــــه واړوي قبرکې
داستا لۀ غم دا ستـــــــــــــا پۀ لور باڼۀ کاږۀ پاتې شو

اوښـکې کړي ستا دنوم ثنا پر شـــونډوستا نامه ده
د جاوېد دغه عبادت پۀ ژوندانــــــــــــۀ پاتې شـــــــــو
احمدجاويدمنګل

چې دې د خيــــــــــــال پۀ مزار زمــــــــا ودروله کېږدۍ
دزړۀ برجــــــــــو نه مې در ړنګه کړله خپلــــــــه کېږدۍ

ستا غرڅنيو سترګو غېشو مې مغرور زړۀ مات کړ
ګني زړۀ خپل کورکې د هيچــــــــــــــــا نۀ منلۀ کېږدۍ

ستا پښتنې مينې نه جــــــــــــــار شم د ښــکلا مېرمنې
لۀ ملالۍ نه هم ښايسته ده ستــــــــــــا څو ځله کېږدۍ

ښکلې پښتو، ښــــــــکلې حيا او ښايسته وفا پېرلې
دزړۀ پۀ کورکې به دې ساتمــــــــــــه ترتلــــــــــه کېږدۍ

زړګي به ستا دخيالي مخ انځور کړ جوړ وران به شو
ښه شــــــــــــــوه چې نن پۀ حقيقت ودرېـــــــــدله کېږدۍ

زړۀ بګنېــــــــــــدلی جاويد پرېږده چې ويدۀ شي ارام  
تا چې زنګـــــــــــون جوړکړو بالښت او لۀ اوربله کېږدۍ

ښځه نــــه وي رڼا نــــــــــــــۀ شته توره شپه ده پۀ کالۀ کې
دژوندون پــــه کږلېچو کې راسره ده پـــــــــــــــــه کالۀ کې

غېر لۀ ښځې سړی نـــــــۀ شته يوه ښه ښځه مېړۀ تاج دی
چې ښۀ خوی باندې سينګار وي ښا يسته ده په کالۀ کې

ښۀ خوی زړونه ځانته کاږي پــــــه ښايست سترګې غوليږي
چې ښۀ خوی ځانته ګاڼه کـړي فريښته ده پــــــــه کالۀ کې

ښځه موره، ښځه خــــــــــــــــــورده ښځه ننګ دژوندانـۀ ده
ښځه زموږ د ژوند فضا کې يـوه ډيوه ده پـــــــــــــــه کالۀ کې

ښځينوو ، نــــــــارينوو سره جـــــــــــــــــوړ دژوند کاروان دی
لۀ يوۀ بل غېر ژوندون نــــــــۀ شي شمه مړه ده په کالۀ کې

د مکې خــــــــــــاوره که ښکل کړې جنت چېرې دی جاوېده
مور قدم خاورې جنت،ستا ،ستامکه ده پـــــــــــــــه کاله کې
*****
احمدجاوید منګل

دوه ستـــــــوري دشپې غېږه کې پراتـــۀ يوو بيابه نۀ يوو
جــــــــــــانانه د يو څۀ وخت مېلمــــــــانۀ يوو بيا به نۀ يوو

چې ژوند ناوې سينګار کړو سندريزه سپرلی جوړ کړو
چې کار دمينې کار وي نو پۀ څــــــــــــــۀ يوو بيا به نۀ يوو

د شاتولاس را اوږد کړه چې پرهـــــار مې پرې ټکورشي
ترڅوبه عشق بورجـل ته زړۀ نا زړۀ يوو بيــــــابه نۀ يوو

د عشق رباب راواخــــــــله چې د وير ګونځې کړو ورانې
راځــــه څــــــــــــۀ لېرې نۀ يوو د يوۀ غرۀ يوو بيا به نۀ يوو

رقيب د نفــــــــــــــاق ورېځې دي يو بل نـــــــــــــۀ پېژنوچې
زب،زب شـوو د يوۀ بل پۀ وينــــــــوسرۀ يوو بيابه نۀ يوو

نۀ تــــــــــــــــۀ يې دومره تــــــــور ياره نۀ زۀ يم دومره سپين
هرڅـــــــــــــــــۀ يوو د يوۀ بل لۀ پاره ښــــۀ يوو بيا به نۀ يوو

کوږ بار تر منزل نـــــــــــۀ رسي جـــــــــــاويده ځان دانا کړه  
ترڅــــــــــــو به زۀ او تۀ داسې کاږۀ يوو بيـــــــــــــا به نۀ يوو  
احمدجاويدمنګل

ستـــــــــــا دووسترګــــــــــــــواثردی بل اثر وي څــــــــــــه اثر
اشنـــــــــــــاپه سپېلنــــــــــــــــــــودبدنظــــــــــــــــــــروي څه اثر

ستاغم دسالنــــــــــــــګ واوره ستـــــاتصويردژمي لمردی
پــه واوره دسالنـــــــــــــــــــګ دژمي لمر وي څـــــــــــــــــــه اثر

رقيب لکه ســـــــــــــــــــاحرســــــــــــــــــحرمنترې دې لا وايي
موسی په امســـــــــــــــــــــــــــا باندې دمنتر وي څـــــــــــــه اثر

چې عشق کې غرونه پرېکړي اوپه عشق کې دارته خېږي
په هغــــــــــــــــــــــــــــــــــــودبونډرۍ اود بنـــــــــــدر وي څۀ اثر

جاوېدستا لېـــــــــــــــونی يم دنړی په ښکلـــــــــــــــــوڅه کړم
بتانــــــــــــــوپـــــه زوی بانـــــــــــــــدې د اذر وي څــــــــــــه اثر  
احمدجاوېد منګل کوېت

سپرلي په غرونوخپـــــــــورکړ دګلونوکمربند  
ځلاندوستـــــــــــــورو جـــــــــــوړ داتڼوکمربند  
ښکلا ناوې روانه غرونه ،غرونه په خنداکې
هـاوچ سيندبيارا اخيستی دموجونوکمربند
تا څۀ دمړۀ ټوکر ګلان تاوکړي دي لۀ مــــــــلانه
راځــــــــــــه چې درنه تاوکړم د لاسونوکمربند
کاواکه ګرځېـــدل دې ښکارندوی دچادقتل
تر ملا دې لکه بيا کړ د بمـــــــــــــونو کمربند  !
د سترګــــو پېردارلرې باڼۀ کتل يې ګران دي
کابل نه خود چـــــــــــاپېر وي د قامونوکمربند
منم دوخت څپـــــــــو دجاويد ټول بدن داغلی
لاله په څېر اغوستی دداغــــــــــــــــونو کمربند
احمدجاويدمنګل

سلګۍ سلګۍچې وي دعمرکږلېچـــــــــــونو کې څوک
په نصيب څــــه کړي چې ديدن نه کړي کالونو کې څوک

کېدی شي ورک يار په خـــــــــــــــــوبونوکې بيــــــــاووينه
لکه چې وويني وچ ګل په کتابــــــــــــــونوکې څـــــــــوک

ځينې په يــــــوه ادا دزړۀ په کورکې ځــــــــــــــــای ونيسې
ګران شي وېستـل يې چې اوسيږي ننه زړونوکې څوک

ها چې ديوۀ ګل په خوشبــــــــــــواوقــــــــــــــدر نۀ پوهېږي
څنـــــــــګ به يې پرېږدي دګلانوپه باغـــــــــونوکې څوک

چاورته ووې لکه تنــــــــــــــدريې په کـــــــــــــــورراپرېوزه
له کوربې کوره کړه چې اوسي په کــــــــــورونوکې څوک

ربه بېلتــون زولنې ماتې کړې جاوېد ترې خلاص کړې
هلته يې لېرې يادوي تل په ســــــــــــوالونو کې څــــــــوک
احمدجاوېدمنګل

يوځل بيا له خنــــــداشنه شـــــــــــــه که ممکن وي
ستړې ساه ته مې دمــــــــــــه شه که ممـــــــکن وي  
لکـه ورېځ سره چې تالنـــــــــــده برېښنــــــــــــــاوي  
ياره دومـره راسره شـــــــــــــــه که ممـــــــــــــکن وي  
نن خويوناڅـــــــــــــــــا په زموږ په لاره راشـــــــــــه  
سمنـــــــــــــدر ياغي څپـه شــــــــــــــه که ممکن وي
چې ترلاســـــــــــــه دې وړيالــــــه هر بلا کـــــــــــــــړم
يوه ناچله شــــــــــــان سکـــــــــــه شه که ممکن وي
لکه کونګ تورې تيارې مې په نصيب شــــــوې
مرګه نوردژوندپرده شــــــــــــــه که ممـــــــــکن وي
جاوېدستاعشــق کې بڼکې غوندې سپک شوم
خېردی اوس خـــــــــوراستنــــــه شه که ممکن وي
احمد جاوېدمنګل کوېت هېواد

ستـــــــــــا دووسترګــــــــــــــواثردی بل اثر وي څــــــــــــه اثر
اشنـــــــــــــاپه سپېلنــــــــــــــــــــودبدنظــــــــــــــــــــروي څه اثر

ستاغم دسالنــــــــــــــګ واوره ستـــــاتصويردژمي لمردی
پــه واوره دسالنـــــــــــــــــــګ دژمي لمر وي څـــــــــــــــــــه اثر

رقيب لکه ســـــــــــــــــــاحرســــــــــــــــــحرمنترې دې لا وايي
موسی په امســـــــــــــــــــــــــــا باندې دمنتر وي څـــــــــــــه اثر

چې عشق کې غرونه پرېکړي اوپه عشق کې دارته خېږي
په هغــــــــــــــــــــــــــــــــــــودبونډرۍ اود بنـــــــــــدر وي څۀ اثر

جاوېدستا لېـــــــــــــــونی يم دنړی په ښکلـــــــــــــــــوڅه کړم
بتانــــــــــــــوپـــــه زوی بانـــــــــــــــدې د اذر وي څــــــــــــه اثر  
احمدجاوېد منګل کوېت

په زاري عــــــــــــذر ورځـــــــــــــــم تراشناخپله
يار رضــــــــاشي زه يم تېرلـــــــــــــــه رضاخپله

مينې تخــــــــم چې کري اوښــــــــــکې به رېبي
عشق تخــــــــــــــم اوس کرلی دی ماخپـــــــــــله

عشق کې هرموسم وږمې شته خېرکه سوزم
په سپرلـــــــــوکې به مې نغــــــــــاړي سباخپله

څه يې ياد شول سترګواوښــکې کړلې تويې
ګني وچ په وچــــــــــــه نه کړي ژړا خپلــــــــــــــه

چې د يوه پل اعتماد يې په ژوندنـــــــــــه شته
خودسل کالـــــــــــــــوسوداکړي مـــــــــــلاخپله

زه جاوېدلېونۍ ښـــــــــــــه ته دې هوښيار وې
ځه ناصحــــــــــــــــــه دتاخپلـــــــــــــــــه زماخپله
احمدجاوېدمنګل کوېت

فکــــــــــــــرنه کړم چې روڼ اندې وي له تانـــــــــه  
ښکار دزړونوکې پوهـــــــــــــــــاندې وي له تانه  
په نړۍ به ښـــــــــــــــکلي وي خـــــــودومره نه دي  
پښتنې ليلاچې بانـــــــــــــدې وي له تانــــــــــــــــه  
په سپين مـــــخ دې لکه ورېځ راځي،چې پاتې  
کېږدۍ زلفـــــــــــــــوخلاصې مراندې وي له تانه
هغه ورځ مې قرار ورک شي کومـــــــــه ورځ چې
سپينـــــــــواوښکــــــــــــولېمې تاندې وي له تانه
که ژوند وي ژوند مې دې ستـــــــا سره وي ياره
که مرګ وي مرګ مې دې وړانــــدې وي له تانه
زړه په زړه کې ورته څـــــــــه ګـــــــــــــورې جاوېده
ترقدم بــــــــــــه يې ورلانـــــــــــدې وي لــــــــه تانه  

خپله) ترسرلیک لاندې دجاوید منګل ښکلی غزل
په زاري عــــــــــــذر ورځـــــــــــــــم تراشناخپله
يار رضــــــــاشي زه يم تېرلـــــــــــــــه رضاخپله

مينې تخــــــــم چې کري اوښــــــــــکې به رېبي
عشق تخــــــــــــــم اوس کرلی دی ماخپـــــــــــله

عشق کې هرموسم وږمې شته خېرکه سوزم
په سپرلـــــــــوکې به مې نغــــــــــاړي سباخپله

څه يې ياد شول سترګواوښــکې کړلې تويې
ګني وچ په وچــــــــــــه نه کړي ژړا خپلــــــــــــــه

چې د يوه پل اعتماد يې په ژوندنـــــــــــه شته
خودسل کالـــــــــــــــوسوداکړي مـــــــــــلاخپله

زه جاوېدلېونۍ ښـــــــــــــه ته دې هوښيار وې
ځه ناصحــــــــــــــــــه دتاخپلـــــــــــــــــه زماخپله
احمدجاوېدمنګل کوېت

ستـــــــــــا دووسترګــــــــــــــواثردی بل اثر وي څــــــــــــه اثر
اشنـــــــــــــاپه سپېلنــــــــــــــــــــودبدنظــــــــــــــــــــروي څه اثر

ستاغم دسالنــــــــــــــګ واوره ستـــــاتصويردژمي لمردی
پــه واوره دسالنـــــــــــــــــــګ دژمي لمر وي څـــــــــــــــــــه اثر

رقيب لکه ســـــــــــــــــــاحرســــــــــــــــــحرمنترې دې لا وايي
موسی په امســـــــــــــــــــــــــــا باندې دمنتر وي څـــــــــــــه اثر

چې عشق کې غرونه پرېکړي اوپه عشق کې دارته خېږي
په هغــــــــــــــــــــــــــــــــــــودبونډرۍ اود بنـــــــــــدر وي څۀ اثر

جاوېدستا لېـــــــــــــــونی يم دنړی په ښکلـــــــــــــــــوڅه کړم
بتانــــــــــــــوپـــــه زوی بانـــــــــــــــدې د اذر وي څــــــــــــه اثر  
احمدجاوېد منګل کوېت

عشق مې که رنګ توروي بس قبـول مې دی  
ژوندکه مې پېغــــــــــــوروي بس قبول مې دی

يارچې وي ژوندون چې وي او زۀ اومـــــــــــــه
خړوخټــــــــــــــوکوروي بس قبـــــــــــول مې دی

مه مې بېلــــــــــــوی دلمرله څنـــــــــــــــګ ځينې
ګام په ګام که اوروي بس قبــــــــــــــول مې دی

زړۀ کې به يې مياشتې غــــــــوندې کوږ اوسم
ځـای مې که کمسوروي بس قبــــــــول مې دی

يار وصـال که وي سر مې دې غــــوڅ شي خېر
مرګ په هرچـــــــــا پوروي بس قبــول مې دی

زۀجــــــــــــاوېدپښتون دپښتنې خـــــــــــــاورې
هرګوټ کې مې کوروي بس قبــــــــول مې دی
احمدجاوېدمنګل  

زمـااوستــــــــــاخبرې سرلري صنمـــــــه
هر   يوبحـــــــــــرلارګودرلري صنمــــــــــــه

دژوندون لارې خو ټولې سيـــده نه وي
ټيټې ،جيـــــــــــــګې لکه غرلري   صنمه

څـه   خبروم چې ژړا کې خوشــــالي شته
سپينې اوښــــــــــکې هم  هنرلري   صنمه

خېرکه وينه مې شي تويې ستا په مينه
هريوګل ازغی، ډنډرلري   صنمــــــــــــــه
بې    وارثه مړي غوندڅنــــــګه ښخ  شي
جاوېدتاغـــــــــــــــوندې دلبرلري صنمه

څـــــــۀ څــــۀ ادادی کړي دابه مينه وي
هيڅ خبر غټ شی کړي دابه مينه وي

تش چې يې محفل کې نامه ياده شي
دردراته زړګی کړي دابه مينــــــه وي

هـجرپه هرپل کې اوښکې تويې شي
دومره زړۀ نری کړي دابـــــــه مينه وي

څـــــــۀ ويشتلي ګورئ دوصال په اند
ټوله شپه زګېروی کړي دابه مينه وي

مه ولئ جـــــاويددی لېــــــــونی نۀ دی
ژوندکه غرنی کړي دابه مينـــــــــه وي
احمدجاويدمنګل کويت

مينه وينه څښل د زړۀ ريښتيا نيازبينې
تۀ را ځې که نۀ راځې تر ما نيازبينې
چې تۀ راشې لکه ځان مې راش ځان کې
جدا مه شه ځان لۀ ځان د چا نيازبينې
خپرو څڼو کې دې سپين مخ داسې ځل کا
لکه ورېځ کې د برېښنا ګډا نيازبينې
زۀ که ګل يم خو ښکلا وږمه مې تۀ يې
کالبوت څۀ وي غېر لۀ روح او سانيازبينې
بار،بار څۀ پوښتې چې ژوند څنګه تېريږي
د چاړو په څوکو ژوند بې تا نيازبيننې
ستا بېلتو که ټوکې وي دا ټوکې پپرېږده
بېلتون غم دی بېلتون ، وير ژړا نيازبينې
يوڅل لاړ که شي جاوېد بيا خدازده راشي
تللې اوښکې نۀ ر اګرځي بيا نيازبينې

اشنا تۀ که اشنا نۀ شوې، زما تقدير خلکو ليدلی
چې خوب زما د مړينې ويني، تور کجير خلکو ليدلی
د نکريزو حاجت نه شته، زما د زړۀ وينې حاضر دي
ستا هغه يوه مسکا وه، زما شوګير خلکو ليدلی
په زړۀ ښخ لکه خنجر شي، ستا باڼۀ دي قاتلانې
زما مظلوم زړۀ خلکو وليد، ستا نظير خلکو ليدلی
داچې يو ، په بل يې پلوري ديوسف غوندې بې بيې
ستا پتنګ ،بلبل ،جانان، ستا اسير خلکو ليدلی
پرون جوړې ډنډورې وې ،چې تۀ ما باندې شيدا يې
ستا په سترګو کې محبوبې، زما تصوير خلکوليدلی
د پوښتنې څوک يې نه شته، د جاوېد پوښتنۀ وکړه
د بې ځالې مارغۀ غوندې، ګډ په وير خلکو ليدلی

يوڅــــــــوک راته نږدې وه له هرچـــــــــــانه رانه لاړ
يوچــــــــامې زندګي کړه راتـــــــــــــه ګرانه رانه لاړ

يوڅوک وۀ لکه ګل راسره څــــوورځې مېلمه وۀ
يوڅوک وۀ نښې پرېښــــــــودې پرېمانه رانه لاړ

تقــــــــــــديرنصيب ته وژاړم که بخت ته په ژړاشم
يونور وۀ يوجنت وۀ چې لۀ خـــــــــــــــــوانه رانه لاړ

په تلويې خفــــــــــــــــه نۀ يمه جــــــاويده خوافسوز
پرېشانه وۀ ډېرزيات افســـوس پرېشانه رانه لاړ

احمددجاويدمنګل

يوځل بيا له خنــــــداشنه شـــــــــــــه که ممکن وي
ستړې ساه ته مې دمــــــــــــه شه که ممـــــــکن وي
لکـه ورېځ سره چې تالنـــــــــــده برېښنــــــــــــــاوي
ياره دومـره راسره شـــــــــــــــه که ممـــــــــــــکن وي
نن خويوناڅـــــــــــــــــا په زموږ په لاره راشـــــــــــه
سمنـــــــــــــدر ياغي څپـه شــــــــــــــه که ممکن وي
چې ترلاســـــــــــــه دې وړيالــــــه هر بلا کـــــــــــــــړم
يوه ناچله شــــــــــــان سکـــــــــــه شه که ممکن وي
لکه کونګ تورې تيارې مې په نصيب شــــــوې
مرګه نوردژوندپرده شــــــــــــــه که ممـــــــــکن وي
جاوېدستاعشــق کې بڼکې غوندې سپک شوم
خېردی اوس خـــــــــوراستنــــــه شه که ممکن وي
احمد جاوېدمنګل کوېت هېواد

زۀ څــــــــۀ داسې يم محتاجـــــــــــــه تاته ګرانه
لکه ژوندچې وي محتاجــــــــــــه ساته ګرانه

ستابېلتـــــــــــون لکه لېوۀ وږی لېــــــــــــوۀ به
څۀ زړۀ بدکړي د شپــــــــــــــــــانۀ ژړا ته ګرانه

مساپره زاڼه پاتې شي لۀ سېـــــــــــــــــــــــل نه
داسې پاتې يم سهـــــــــــــــــــــار بېګاته ګرانه

تۀ چې لاړې ستـــــــــــــــــــــــاغمونه ډلې،ډلې
ګورچينجيووغــــوندې راغلل خواته ګرانه

دهــــــــــــواپه دې څپــــــــــــــــــوڅۀ اعتبار دی
زړۀ چې ور نۀ کړې د وخت هـــــــــــواته ګرانه

پرېږده وســوزم ککنس غوندې جاوېدچې
ورمې خپله کړ رخصت اشنـــــــــــــــاته ګرانه
احمدجا وېدمنګل کوېت

په ګوګل کې مې زړه خـوړين شو شوه موضېره جدايي ستا
د چنــــــــــار غوندې رنځــــــــــور يم له بې شمېره جدايي ستا

زما په سرو لېمو کې اوښکې په شفق کې لکه ستوري
ستــــاراتلــــــــــولارې ته ګوري اوږده ډېره جـــــــــــدايي ستا

هغـــــــــه ونه ده ستــــــــــــــــامينه تل ترتلــــــــــــــه چې تا زه وي
زړه کې ولې کاږي نوې څنـــــــــــــــګ کړم هېره جـــدايي ستا

اوس دزړه هرشرنـــــــــــګ کې ته يې نو زړه څنګه کړمه صبر
اشنا داسې دعــــــــــــــــاوکړه چې کړم تېره جــــــــــــدايي ستا

دازخمي مرغــــــــــــه فرياد کړي ترېنه تاو لکه ښکارزن دي
که جاوېد سلګــــــــــــــــــو اخيستی ترې چاپېره جدايي ستا
کويت هېواد
احمدجاوېدمنګل

ســـوزي چې دې عشق کې په لمبـــــــــــــوخلک
لږ پوښتنـــــــــــــه کړي يار دهغــــــــــــــــوخلک

مات چې شي هرڅـــه ارزښت يې کم شي خو
ډېر بولي ارزښت دماتـــــــــــــــــــــــوزړوخلک

ستــــــــــــاپــــــــــه ترنـــــــــم اوغزل پوه نه شول
داشـــــــــــــډل بډل دجيـــــــــــــــــــګوغروخلک

سترګـــــــــــــوکې مې اوښکې ګډې وډې شي
کله چې پوښتـي مې ستاله تلـــــــــــــــــوخلک

څوورځــــــوومېلمــــــــــــــــه وې راغلې لاړ لې
داسې به کړي مينه،ننګ ،پښتــــــــــوخلک

اوس خــــــــــــو دې يادونــــــــه هم دردونه دي
خېر قـــــــــــدرکــــــــوي دمېلمنــــــــــــــــــوخلک

تورو شپــــــــــــــوکې تل جاوېده څـــه غواړې
ډېر داسې خــــــــــــــوړلي توروشپـــــــــوخلک

عشق مې که رنګ توروي بس قبـول مې دی  
ژوندکه مې پېغــــــــــــوروي بس قبول مې دی

يارچې وي ژوندون چې وي او زۀ اومـــــــــــــه
خړوخټــــــــــــــوکوروي بس قبـــــــــــول مې دی

مه مې بېلــــــــــــوی دلمرله څنـــــــــــــــګ ځينې
ګام په ګام که اوروي بس قبــــــــــــــول مې دی

زړۀ کې به يې مياشتې غــــــــوندې کوږ اوسم
ځـای مې که کمسوروي بس قبــــــــول مې دی

يار وصـال که وي سر مې دې غــــوڅ شي خېر
مرګ په هرچـــــــــا پوروي بس قبــول مې دی

زۀجــــــــــــاوېدپښتون دپښتنې خـــــــــــــاورې
هرګوټ کې مې کوروي بس قبــــــــول مې دی
احمدجاوېدمنګل  

وړاندې ځي خـــوګــــــــوري شاته هغه زۀ يم
چې زړۀ پاتې وي ترې چــــــــاته هغـــه زۀ يم

لکـــه باز چې په وزرونو باندې شـــــل وي
الـــوتی نه شي هــــــــــــواته هغـــــــــــــه زۀ يم

لکـــه لــــــــــمر ګل چې په لمر پسې تاويږي
هـــا چې نۀ ګوري بل خـــــــــــــواته هغه زۀ يم

تۀ د ورېځ غـــوندې په دنګو غرونوګرځې
لکـــه سوې للمــــــــــــــــه پاته هغـــــــــه زۀ يم

لۀ هـــررنګ ګلانـــــــــــو ډکه ونه ستـــــــــاده
چې خزان يې کړي ميراتــه هغـــــــــــــــه زۀ يم

ته څـراغ په لاس کوږ ځـــای ګورې په ماکې
چې دې نــۀ ګوري خطاته هغـــــــــــــــــــه زه يم

که يوازې شـــــوې او ياد دې شوم بېغورې
هنــــــــداره کړه مـــــاته، مــــــاته هغــه زۀ یم

اوس غمګين انځور نه څۀ پوښتې جاوېده
حــــــال ويلی نـــه شي تاته هغــــــــــــــــه زۀ يم
احمدجاوېدمنګل
کوېت

پۀ زړۀ کې مې خيــــــــــــــــالونه ستا دمينې ځي راځي
لــــــــــــــۀ ګل سره وږمې لکــــــــــــــه شېرينې ځي راځي

دژوندپۀ هـــــــــديره کې غم او درد يم ستـــــــا ګيرکړی
نکـــــــــر،منـــــــــــــــکر پوښتي مې نازنينې ځي راځي

بېلتون صحرا کې پروت يم کجيران مې پۀ سرګرځي
اغيار لکه خـــــــــــــوب وليد زما د مړينې خي را ځي

يو تۀ يې نۀ راځې اونۀ درتلی شم ديدن ګران شــــــــــــو
نور درست ښکلي بدرنګــــــــــه او رنګينې ځي راځي

مړ ژونديم لۀ زخمــــــــــــــونونه زګېروي کــــوم جاوېده
غزل نۀ دی لۀ زړۀ، خـــولې مې سرې وينې ځي راځي
احمدجاويدمنګل

کۀ پۀ تخت د دار خــــــــــــــاتۀ وي او که نۀ وي
نن درځـــــــــــم که درتګ ښـــــۀ وي اوکۀنۀ وي

همدا وخت دی راځـــه يو شووخدای خبر بيا
چې فـرصت د ژونــــــــــــدانۀ وي اوکۀ نـــۀ وي

ستـــــــا بېلتون زړۀ رانه خوري اشنا وصال ته
روغ بــــه پاتې زمـــــــــــا زړۀ وي اوکۀنـــــۀ وي

ورېځـــــــــــــــو جوړه ده تيـارۀ درځه چې خېږو
لۀ ورېځ پورته هــم تيـــــــــــــارۀ وي اوکۀ ۀ وي

نن يې څښــه خدایزد نصيب کې ستا جاوېده
بياددې ګــــــــــــودر اوبۀ وي اوکه نــــــــــــۀ وي

خبرې مــې لــــــــــږ واوره سپيـــــنې،سپيـــــــــنې لاره کې

مړونـــــــــــددې نۀ پرېږدمــــــــــــــــه ګلــــرنګينې لاره کې

دا ګـــــــــــــورم چې لا نور څـــــــــومره غمونه راکـــوي خو
زۀ هــــــــــــم نۀ مــــــــــــــاتېدونکی يـــــــم دمينې لاره کې

ستا مينــــــــــــــه که لمبې دي زر پــــــــۀ اور کې لاپخيږي
اوس پاک يم لـــــــــۀ ناپاکــــــــــــــو، وينې،وينې لاره کې

منـــــــم چې د هرګل نصيب کې زلفــــــــــــــــو ولونه نۀ وي
توپـــــــان کـــــــــــــــړي پاڼې، پاڼې ځينې،ځينې لاره کې

خو ژوند،مرګ د الله کار باک يې نۀ شته دی نيازبينې
رقيب،غمــــــــــــاز که يو شــــــول زمــــا دمړينې لاره کې

دچـــــــــــــاپروا ونۀ کړې که راځې راځـــــــــــــــه جاوېدته
بڼـــــونه درته جـــــــــــــــــــوړ به کړم قــــــــــــــالينې لاره کې
احمدجاوېدمنګل

لېموکې اوښکې سرې شـــــوې دکونجـــونومېلمـــــــــانه
هــــــــــــــو،بيا دې لکـــــــــــه راغلل ديادونومېلمـــــــــانه

بېــــــــــــګادغروله څڼــــــــــــوچې خـــوږې وږمې راتللې
يوڅـــــــــــــــوک به ددې کلي وي دغرونومېلمـــــــــــــــانه

د وخت بې وختـــــــــــــــه ورېځې درڼاپه غېشـــــــــــوولؤ
خـــــــــــدايږو ډېر موزغمـــــــــــلي دووختــــــونومېـلمانه

د زړۀ پښتــون ګلاب کې مې وږمې غوندې خواره شه
په زړونوکې ساتــــــــــــــــــو موږه دزړونومېلمـــــــــــــــانه

داهــــــــــــــــم دمحبت يـــــــــــــــــــوه اداده خبرنـــــــــــــــه وم
چې ستــــــــــــا به وي خوښي زمــــــوږ د غمـونومېلمانه

د عشق توپان کې ګير يوو روا ګناه خـــــــــــطا شـــــــــــوه
هرڅـــــــــــــه ته لاس رسئ کړي دموجونو مېلمـــــــــــــانه

جاوېده زړه انګړکې مې نور هيڅ نشتــــــــه خو شته دي
يوڅــــــــــــوســـــــوې سلګۍاود داغــــــــــــــــــونومېلمانه

چې دې د خيــــــــــــال پۀ مزار زمــــــــا ودروله کېږدۍ
دزړۀ برجــــــــــو نه مې در ړنګه کړله خپلــــــــه کېږدۍ

ستا غرڅنيو سترګو غېشو مې مغرور زړۀ مات کړ
ګني زړۀ خپل کورکې د هيچــــــــــــــــا نۀ منلۀ کېږدۍ

ستا پښتنې مينې نه جــــــــــــــار شم د ښــکلا مېرمنې
لۀ ملالۍ نه هم ښايسته ده ستــــــــــــا څو ځله کېږدۍ

ښکلې پښتو، ښــــــــکلې حيا او ښايسته وفا پېرلې
دزړۀ پۀ کورکې به دې ساتمــــــــــــه ترتلــــــــــه کېږدۍ

زړګي به ستا دخيالي مخ انځور کړ جوړ وران به شو
ښه شــــــــــــــوه چې نن پۀ حقيقت ودرېـــــــــدله کېږدۍ

زړۀ بګنېــــــــــــدلی جاويد پرېږده چې ويدۀ شي ارام  
تا چې زنګـــــــــــون جوړکړو بالښت او لۀ اوربله کېږدۍ

دا زړۀ مې زړۀ کې نۀ شتــــــــه داځل زور ته ښويېدلی
پتنګ لکه چې بيا د شمعې اور ته ښــــــــــــــــــويېدلی

په تورو پښتنــــــــــوسترګوچې نن قتل دچـــــــــا کړ ې  
اخ، تورپېکی دې بيالۀ تنــــــــــــدي پورته ښويېدلی

ګلاب نۀ دی اوربل کې ستا دا زمـــــــا غزليز زړۀ دی
چې ستا دمنــــــــــــګروزلفانوکوررته ښــــــــــويېدلی

اشنا چې مې دمړو خـــــــــــاطروسترګې کړې روښانه
نن لال غوندې زړګی مې داستا لورته ښـــــــويېدلی

وفا کې جفــــــا بولې مـــــــــــــلالی خـــــــــو داسې نۀ وه
نور ټول خوی اوعـــــادت دې هغې خورته ښويېدلی

غمګين انځـــــــور مې څۀ بولې جاويديم خوبېغورې
روح ،زړۀ مې ستا دشنـــو بنګړيوو شورته ښويېدلی
احمدجاويدمنګل

{jcomments on}

لوستل شوی 8078 ځله Last modified on جمعه, 30 سرطان 1396 20:23
دې ته ورته نورې ليکنې « حګمت ملیار شمشاد سالارزی »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي