عبدالمنان ارغند


 

ستا د جوش او زما د هوښ پيالې سوي دواړي.
لکه مى چې صراحـــــــې کړي غاړي، غاړي.

دا په زړه او دا په عــــــــــــــــقل باندي نه سي.
چې هم شـــونډي هم شــــــراب له ياره غواړي.
دا د ځواک له ځواکه چـــــــــــېري پوره کيږي.
چې د څڼو په ځنګل کـــــــــــــــې ګوتي نغاړي.

زموږ د کلـــــي د ګــــــاونډ پيغلـــــي ويـــــــله.
چې انځور ته د دېـــــــــــوال به (ارغند) ژاړي.
کړى

>

لوستل شوی 8001 ځله Last modified on جمعه, 30 سرطان 1396 20:47

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي