اوس به د افغان خاوره هم وويني مستي لږه ګورو به رقيبه چې نفرت که محبت ګټي بيا دې ملا جانه دا د حورو قيصه وکړله دا د ګل اندام جانان د مينې کمال دى که نه؟ د عشق په جل وهليو د رحمت باران کېدونکى دى نۀ ځمه قدم به بهر نۀ کړمه ګل دې راله راکړو د ياداشت په خيال ياد هم زړۀ نه اوځي چې بنده نۀ وي چاته په ارمان به خدايه ناستې وي حورې د غِلمانو سره ښې لګي زړۀ يې غواړي ځکه راته جوخته ده زۀ يې انتخاب يم ګنې کلي کې سپين جوړه لاسونه د امېل په شان څوک چې په پيرۍ کې شراب بد ګڼي ځوانه ده د ځوان احساس له خوبه هم دا د ټولو نه لوئي غم دے!! کۀ جذبه د لېونتوب وي نو منزل ته يؤ قدم دے حال د ژوند بس دومره ډېر دے چې حالاتو سره سم دے علامت د بربادۍ دے مونږ تراشلے چې صنم دے (ق) يؤ سړے چې هيڅ يې نۀ زده استاد هم دے، لارښود هم دے دا لا کوم وحشت راخور دے د هر چا سترګو کښې نم دے؟ (ق) د ښار ډېرې دروازې دي اؤ په هره يوه کښې غم دے! دا تاريخ ورانول ګران دي دا په زړونو کښې رقم دے د ژوند ډېرې تقاضې دي د انسان عُمر ډېر کم دے اوس به د افغان خاوره هم وويني مستي لږه ګورو به رقيبه چې نفرت که محبت ګټي بيا دې ملا جانه دا د حورو قيصه وکړله دا د ګل اندام جانان د مينې کمال دى که نه؟ د عشق په جل وهليو د رحمت باران کېدونکى دى
راغلې پسرليه! ښايستونو سترګې تورې کړې
عجبه رنګيني شوه سرو ګلونو سترګې تورې کړې
ځوانانو پټکي وتړل او جونو سترګې تورې کړې
باروتو سترګې خړې، قلمونو سترګې تورې کړې
بيا دې د لالچ او شهوتونو سترګې تورې کړې
غم لاسونه سرۀ کړل چې يادونو سترګې تورې کړې
ګوره چې د حُسن اسمانونو سترګې تورې کړې
مونږ به اوس حېرانه د رڼا په لاره تګ کوو
غږ د سباوون په تورتمونو سترګې تورې کړې
ما سره دې هغه کسان شپې کوي
څوک چې د خورو زلفو قيصې کوي
ما سره سودا د لوپټې کوي
خلک لېوني وي چې وعدې کوي
خپلې موجودګۍ له وظيفې کوي
چا سره به مينه پرښتې کوي
ستا بنده دې هسې تماشې کوي
ښکلي خو له هر چا فاصلې کوي
هر هلک زما پشان جامې کوي
غاړې ته چې راشي نو نخرې کوي
هسې سپکاوى به د توبې کوي
ځکه خو "شادابه" شوګيرې کوي
دا چې زړونو کښې تورتم دے
د ژوند په رنګينو کې، د ښکلا په ائينه کې
بند کړى په جادو يمه يؤ چا په ائينه کې
د مينې روايته دې نه نور به لا څۀ سپک شې
مئين درته هم ګوري د دنيا په ائينه کې؟
دا قام چې د بري دعوې کوي نو زما خيال دى
بس يؤ ځل دې ځان وګوري لږ بيا په ائينه کې
نۀ ما سپوږمۍ ليدلې ده، نۀ تۀ رڼا ليدى شې
نۀ تا ځان ته کتلي دي، نۀ ما په ائينه کې
چې ځان ته پکې نۀ ګوري نو دا ئې هم ادا ده
حيران خو ورته زړۀ ايښى پخوا په ائينه کې
راغلې پسرليه! ښايستونو سترګې تورې کړې
عجبه رنګيني شوه سرو ګلونو سترګې تورې کړې
ځوانانو پټکي وتړل او جونو سترګې تورې کړې
باروتو سترګې خړې، قلمونو سترګې تورې کړې
بيا دې د لالچ او شهوتونو سترګې تورې کړې
غم لاسونه سرۀ کړل چې يادونو سترګې تورې کړې
ګوره چې د حُسن اسمانونو سترګې تورې کړې
مونږ به اوس حېرانه د رڼا په لاره تګ کوو
غږ د سباوون په تورتمونو سترګې تورې کړې
——————————–
———————————–