Print this page
بریدمل

بریدمل

 

غــــــــــــــزل


ســوال زاري مینت باندې رضـا نه شـــوي
تل کـوې جـفـا خـو با وفا نه شوي نه شـوي
تکــه تـوره شــپه کـــې زه دا ســــتا لـــټون
تل کـــومـــــه نیازبینــې خـــو پېدا نه شوې
هــر وخت چې دې ګورم تریؤ تندی ګرځې
ته مـــــدام غصــه یـې په خـــــندا نه شـوې
تا خـــــــــو د هـجــــران لمـــن نېولــــې ده
مـاسره په مینه کـــــې هـــمـــــــرا نه شوې
زه مــــبارز خان مـفـتون ســتــا مــینــې ته
ډېر ومـه لـیــــوال ولـــې پخــلا نـه شـــوې

=غوښتنه}

راکـــړه د سـرو شــــونډو قلنګ، قـلنګ
چــې مـــــــې پـوره شــــــي ارمـــانونه
مــه ګـــــرځـه نور رانه په څنګ،څنګ
پـه زړه مـــــې بل دي ســـــره اورونــه

په هــــر طــرف ته غـمــــــازان شــــته
احــطــــیاط پـه کار دی د زړه ســـــــره
زمـــــونږ د میـني دوښمــــــانان شــــته
احــطــــیاط پـه کار دی د زړه ســــــره
بنګـړوته مـــه ورکـــوه شرنګ،شرنګ
ټــــول عــــالــمــــــــونـه خـــــبـرویـــنه

ډېر تکلـیفــــونه په مــا تــــېر شـــــــول
ولــــې پـوښـــــتـنه زمـــــا نـه کــــــړې
غــمــــــونه ډېـر رابانـدې ډېـر شـــــول
ولـــــــې پوښتنه زمــــــا نـه کـــــــــړې
پـه تهـمـــتونـو دې یــــــم رنـګ ، رنګ
مـــــا دې اخـــــــسـتــــي تـهــمــتـــونـــه

غزل

زه دې لیلا ته مې صنم شه یاره
راشه زخمو ته مې ملهم شه یاره
ومنه دا چې ستا درخو یمه زه
وهه رباب راته آدم شه یاره
چې زما اوستا په منځ کې شر خوښوي
جوړ یې په کور دغم ماتم شه یاره
چې جدایې کې تویوې راپسې
جوړ دې له اوښکو نه زم زم شه یاره
چې د دیدن دپاره یې ږدې په لاره
ځان مې قربان ستا له قدم شه یاره
لمونځ چې کوؤمه کومه داسې دعا
نشان دې پورته په ټول چم شه یاره
مبارز خان مفتونه تاپسې دی
سترګې ړندې،ړندې د غم شه یاره
۲۹/۴/۱۳۸۶پکتیا ګرده څېړۍ

غزل

تل زړه کـــې مــــې اوسیږي ډک له ننګــــــه دلروبا
نو ځکـــه مــــې خــــوښېږي غنمــــرنګــــه دلــروبا
چې لاړه شي ګودر ته ټول ګودر پرې ښه ښکاریږي
ګلاب ده، هــــــــــم چینار ده په قـــــد دنګـــه دلروبا
سل کاله دې شه عمــــــر یو تعویظ بیا راته وکــــړه
په خـوب کــــــې تل وېرېږي وه ملنګــــــه دلـــروبا
رېباره ورشه وایه هوش کې نه ؤ چې یې مات کړل
خپل مات بنګــــړي دې ټول کـړي له پالنګــه دلروبا
مفتون مـبارزغـــــــــــــــواړم یوه نښـه ســـتا د لاس
بس جـــــــــوړ راته ځُــــنډی کــړه د لونګه دلروبا

غزل


د وخـت د ظالـمـانو ناکـــــــــردو داړلــــــــــی دی
یو خوار ملنګ بس پورت دی شبګیرو داړلــی دی
یو چغــه یې د خـولې خېژي وایی وه پروردیګاره
یو مــړ بچــی مــې پروت دی مـرده کـو داړلی دی
د جنګ د لـــویُبرجلــــه ښکته کېږي نه داولــــې
پښتون ورور مــې نادان دی چــــې پردو داړلـــــی
د پلار په کالــه باندې دا تور وېښته یې سپين شول
د پلار حــــرص یې زیات دیرواجــو داړلـی دی
مـتل دی خپلـــــه ژبه هــــــــــم کلا ده هــــــــم بلا
مفتون د وخت ناورین کـې خپل شعـرو داړلــی دی
۱۳۹۲/۱/۲۰ قلعه زمان کابل

غزل


مـــــودې تـــېریږي انتظــــــاره سره لــوبــې کــوم
مـلنګ سـړی یـــم د چلتاره ســـره لــوبـــې کــــوم
په دې نیمـګـــړۍ دنیاګـۍ کــې به نور څـه وکـړمه
هېڅـــوک مــــې نشته د سېتاره سـره لــوبــې کــوم
مخامخ نه راځي چې ؤه یې ګـورم په سترګو باندې
په تصور کــــې د خپل یاره ســـره لـوبــې کـــــوم
هـــروخت ورځمه په جـنډه کـې یــې دستمال تړمه
بابا مــې مـــــړ زه یی مـــــزاره سره لــوبـې کـــوم
زمـا مفتون خـواخـوګــــی نشته چې بس کېنو سره
قـلــــم را واخـلــــــم داشعــــاره سره لـوبې کـــوم
۱۳۹۱/۱۱/۱ پکتیا ګردېز

غزل


د کور مخ ،ګــــودر، منګـی درې واړه یو دي
سور پېزوان ، خال ،مېخکی درې واړه یو دي
چـې وګـــورمه جانان په کـــــې ښکاره شــــي
تصـور، تصــویر ، لالـــــی درې واړه یـو دي
غــنمـرنګــې ښځــــې لا پرې ښــه ښکارېــږي
سـره ، اوسپین ، د تن کالـی درې واړه یو دي
ای ! مـــفـتـونـه غــــیر لــه دېنه سـړی نـه دی
ښه اخلاق ، سـواد ، ســړی درې واړه یو دي
۱۳۹۱/۵/۶پکتیا ګردېز

غزل

په خدائ ج نه کېږي
غزل ۱۳۹۵ /۸/۲۳ لغمان ګمبیري
نه کېږي جــــــانانه په خدائ ج نه کېږي
ژونـد بغـــېر لتـانه په خــدائ ج نه کېږي
ته چـــې راته وايـــې زړګی صبر کـړه
داســــې کار زمـانه په خدائ ج نه کېږي
چـل د صـــبرولــــــــــو راتـه وښــــایه
شوم لېونئ ګــــرانه په خدائ ج نه کېږي
لنډه وعــــــــــــــده کېږده د راتلــو راته
مــړه شوم د ژړا نه په خدائ ج نه کېږي
ټينګ به دې زه ونېســـــــم په غېږه کې
شـرم نه کــوم چانه په خدائ ج نه کېږي
نور دې خـدای ج په خېر کلــي ته راوله
بـس مــــبارز خانه په خـدائ ج نه کېږي
مبارز خان (مفتون)

د مور په یاد

مودې شوې ډېرې چې پټ ورېځـــــــو کې ده
زه د آسمــــــــان سپینه سپوږمــــــــــۍ یادوم
چـــــې ما یــــې غېږه کــې یاد کړي هــر څه
زمـــــا جـــنت ، زمــــا مـــــــورکــــۍ یادوم
زمـا پـه ســـر یــــې شبګــــېرونه کـــــــــړي
زه یې زانګـــــــــــو کـې زنګــــولــــــی یمه
چـــــې به مـــــریض شــومـــــــه د دم دپاره
زه یـــې مسجــــــــــــــد مـــــــلا ته وړی یم
زه یــې ســــم لارې ته بللـــــــــــی یمــــــــه
راته ښودلــــــــي دي خــــــــوږې خــــــبرې
هــــــــــم یې ښودلـــــــي دي پنځـــــه بناوې
راتـــه د دین اوکلـــــېـمـــــــــــې خـــــــبـرې
حــق به یـې زه څنګـــــه ادآ کـــــــړای شمه
که یې په شا څــو ځـل کـــعـبـې ته وېســـــم
غــــواړم دعا کـــــــې جـــــــنـتونـــه ورتـــه
خــدای (ج) ته چــې سر کله سجـــدې ته یوسم
۱۳۹۲/۱۰/۱۰ کابل پلچرخي

نظم

د رنګ نه تور لکــه لــــــــونګ دلــبره
په ټولــو ښکلـــو کـــې ښاېسته ښکارېږې
چـــــــې درته وګـــــورم تازه شمــــه زه
راته دګلـــــــو ګلـــــــدسته ښــــکارېږې
سـتا د ګلاب ،ګلاب ځــوانــــۍ نه قربان
لکـــه چـــــینار په اونـه دنګ دلــــــــبره
پېغلــــې دې هـــروخت صیفتونه کــــوي
لتا نه ځـــــار شــــم غـنمـــرنګ دلــــبره
د زړهدنــــیـا مــــــــــــې ده ودانه پــرتا
سـل کالــــــه تـه اوســـــې ژونـدی راتــه
چې د لاس نښه دې ګـرځــوم ځان سره
جـــــوړ د لـــونګــو کــړه ځُــــنډی راته
چــــې دې د ژونـد پـه نازنینو شـــــېـبو
ولېکــــــم شعـــــــر ته شــه کـتاب راته
چــــــې زیر او بم درســـــره وغـــږېږم
جـوړ دې کــــړه ځان د غېږ رباب راته

نظم

د چــا به سپین د چا سره زر خـوښېږي
زما داستا دا شـــوخ نظــر خــــوښېږي
داســې زما ګــــرانـــې خــــوښېږې کنه
څنګــه چــې سـتا دا بر ګودر خوښېږي
د چندړ لښـته یې چــې ځــې ګـــودرته
تګ مـــې داستا هــرمازیګــر خوښېږي
خـلک ګـــودر تـه ځــــــي دیـدن دپـاره
خـــو زما ستا د کـوڅــــې ور خوښېږي
ګل د لاله په شانـــــې داسـې ګـــــرانې
داغ مـــــې د مینې په ځیګــر خوښېږي
مـا مـبارز مفـتون ته اوســـې ژونـــدۍ
سره لوپته مـــې ستا په سر خــــوښېږي

 

لوستل شوی 1101 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 سرطان 1396 20:08