عثمان بینا- پکتیا


دنیا مې ولیـــــــده، دنیا پکې هیڅ نه ښکاریده
یعنې د ستـــا یـوه مسکا پکې هیڅ نه ښکاریده

ځان ته مې پام شولو،هیندارې زه نیمګړی ښودم
وجود مې ولیــد مګر ساه پکې هیڅ نه ښکاریده

له جنګه ستړې موکۍ بیــــا وو خپل لاسونه لپه
دا ځل ښیرا یـې کړه، دعا پکې هیڅ نه ښکاریده

لاړم پر خپلـــو پښــو،او بیا راغلم د بل پر اوږو
ژوند مې ډېرخوږ ؤ خو وفاپکې هیڅ نه ښکاریده

یو څوک مې ولــــید د ژړا په نوم یې ژوند تیروه
یو څوک مې ولید چې خاندا پکې هیڅ نه ښکاریده

لکه چې اوس په کوم یو بل ښکلي مین دی بینا
نن ډیر بــدل وو نښه ستا پکې هیڅ نه ښکاریده

عثمان بـینا-پکتیا


ستا دردونه ستا یـــادونه ګلابونـه
اوسې زړه کې مې ګلونه ګلابونه

له راتګ سره دې سم پسرلی راغی
تا راوړي موسمونـــــــــه ګلابونــه

چې یوازې پکې مینه وي موجوده
راځئ جوړ مو کړو دا زړونه ګلابونه

توپېر نه لري دا لر بر پښتانه مې
راته ټـــول دي ګلابونه، ګلابونه

د سرې ویني بوی په شان لکه د عطرو
د شهیـد لالي زخمونــــــــــه ګلابونه

له ښاري ژوند څخه ستړی شوم عثمانه
د پکتیا خو مې وو غرونـــــــه ګلابونه
ــــــــــــــ
عثمان بینا_پکتیا


لوستل شوی 750 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 سرطان 1396 20:14

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي