د عبرت په هنداره کې

د عبرت په هنداره کې

سید عبید الله نادر                  

لنډه کیسه د رهی معیری د یو شعر ژباړه په پښتو ادب کې  

یو ړوند فقیر د کا ییناتو خا لق ته مخ د آسمان په طرف کړ ، او داسي یې وویل : چې ای ستا په ثنا کې می د تحسین ژبه ستړې ، ستا په دې راکړ شوي نعمتونو په زرګونو ځلي شکرونه ،چې زه ستا د لطف او بخشایش لایق دومره نه یم ،تر څنګه یې یو تور ضمیر او د خیرن ضمیر او باطن خاوند چې د شاهینې پنجو او زور خاوند وو ، ړوند فقیر یې د غاړي څخه ونیو او وي ویل : چې زه که د خدای تعالی شکر ادأ کړم ، خو د زورو زر او  روغ صحت او قوی پنجو خاوند یم،   ،که زه د خدای شکر ادأ کړم نو پر ځای ده ،زه حیران تاته یم چې تا ته رَب څه نعمت درکړی ، چې پر هغي شکر وباسې ، فقیر ورته په انتباهی انداز کې  وویل : د دې نه به څه ښه نعمت وي ،چې ستا غوندی د تور ضمیر او خیرن باطن انسان مخ نه وینم

او دا هم د رهی معیری شعر :

فقیری کوری به ګیتی آفرین می ګفت

که ای ز وصف تو الکن،زبانِ تحسینم

به نعمتی که مرا داده ای، هزران شکر

که من نه درخورلطف و عطای چندینم

خسی ګرفت ګریبان کور و با وي ګفت

که تا جواب نه ګویي، ز پای ننشینم

من ار سپاس جهان آفرین کنم ، نه شګفت

که تیز بین و قوی پنجه تر ز شاهینم

ولي تو کوری و نا تندرست و حاجتمند

نه چون منی ، که خداوند جاه و تمکینم

چه نعمتی است ترا ،تا به شکر آن کوشي

به حیرت اندر، ازین کارِ چون تو مسکینم

بګفت کور: کزین بهِ چه نعممتی خواهی

که روی چون تو فرومایه ای نمی بینم

رهی معیری

 

لوستل شوی 74 ځله Last modified on چهارشنبه, 12 اسد 1401 21:22
دې ته ورته نورې ليکنې « ای د مینې سپوږمۍ لږ وغوړیږه!