Print this page
بوي

 

اوس مې اوښکې

تړم او مالګین خوند نه لري

لارې لارې

تر لمنې،

تر پړنده خاورو

د سروپو د لوګجنو تڼاکو بوي کوي.

 

کابل

۲۰۱۷-۵-۵

لوستل شوی 566 ځله Last modified on جمعه, 26 جوزا 1396 23:28