د ژوند بېړۍ

د ژوند بېړۍ

د ځګېروي له کروندې وږي را وړم

زه له لومو شنې دانې کور ته را وړم

توتکیو سېلانیو سره ځم

د سپرلي پیغام وږمو سره را وړم

سر به ټيټ نه کړم درشل کې د ناکس

په سختۍ کې هم اوچته غاړه وړم

لاس مات ښه دی نه چې اوږد شي تل په سوال

بې منت پوزي ته زړه په مینه وړم

پر خیالي ژمنو دې نه لرم باور

هر رښتیا ته سر ورغوي کې را وړم

ما د هیلو پښو ته واچوه ځنځير

د آزاد ژوند اوس بېرغ په اوږو وړم

د رښتیا وییو کې نه ټيټوم سر

د رښتیا تورې ته هسکه غاړه وړم

زما د زو کړې فصل څه پوښتې له ما

زه د پېښو سمندر کې بېړۍ وړم

 

لوستل شوی 47 ځله Last modified on سه‌شنبه, 29 سنبله 1401 18:43
دې ته ورته نورې ليکنې « نن او سبا