د بابرۍ کربلا

د بابرۍ کربلا

لیږونکی : سید عبید الله نادر


کلام : عبدالمالک فدا

د خدای بخښلي عبدالمالک فدا دې شعر چې د چارسدی د کربلا په حق کې وییلی وو ، ډير خلک د پا چا خان شمول، په سرو سترګو وژړول دا هم تاسی او د ارواښاد فدا شعر

 

مـرګیــــه مــــۀ راځـــه درځمــــه

کفن پۀ ترخ کښې دَ سیالۍ مېدان له ځمه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

سر پۀ تلي کښې دَ الله دربار له ځمه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

پۀ چارسده کښې کربلا ده

دَ غدارانو پرې صلاح ده

پۀ سرفروشو واوېلا ده

زۀ دَ خپل قام سره پۀ مرګ سیالي کوومه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

بیا دَ وطن پۀ خاوره جنګ دے

ښکُلے مېدان دَ نام آؤ ننګ دے

مورې ورځمه زړۀ مې تنګ دے

پۀ خپله خاوره خپلې وینې تؤیَوُمه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

سرې جامې راکړه زما مورې

سر راله غوَړ کړه سترګې تورې

نوم دَ پُښتون دے پۀ ما پورې

پۀ پُښتنه خاوره خپل سر قُربانؤومه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

مازیګر اُوتم له کوره

رُخصت مې واخیستو له موره

لار چې تیاره شوه تکه توره

دَ آجل ځائې ته نیمه شپه ورَسېدمه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

پۀ لس بجې سبا سحر

سرفروش ؤوتل بهر

ترې نه چاپېره شو لښکر

زۀ دَ قومي صفونو مېنځ کښې ودرېدمه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

خاص دَ جمعې پۀ جماعت

فوځونه ؤختل اوچت

علامې راغلې دَ قیامت

دَ آفسر حُکم ته وۀ هر سپاهي پۀ تمه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

یؤ خوا ته توپې مشینونه

دَ حکومت واړه فوځونه

بل خوا ته قام خالي لاسونه

مقابلې ته مې کتل حېرانېدمه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

دَ چارسدې پړانګو بیبیانې

وړې زړې وې کۀ ځوانانې

دَ وروڼو مخکې وې روانې

دَ سفېد پوشو جذبه نه وه دَ چا کمه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

دَ خوېندو غېږ کښې ماشومان

پۀ سر نیولې وۀ قُرآن

آواز ئې دا وۀ پۀ مېدان

فخرِ آفغانه تا ګټم پۀ خپله مرمه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

ستا دَ لیدو مو تلوسه ده

پۀ دې بنا زمونږ جلسه ده

دَ دُشمن خوشې وسوسه ده

زارۍ مو نۀ مني منت به کړو تر کومه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

تالا ئې کړل زمونږ کورونه,

بیا ئې ورپورې کړل اورونه

زمونږ پرې نۀ رسي زورونه

له داسي ژونده راله مرګ ښه دے بې غمه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

چا سره توپه کۀ مشین وۀ

کۀ چا سره سرپوښ غوَګین وۀ

هر یو ظالِم له قهره شین وۀ

پۀ یو آواز ئې حمله وکړله محکمه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

دَ خُدائې رښتینې خدمتګار

مړۀ زخمیان پرېوتل قرار

چې روسته نۀ شو پۀ دې وار

دَ مشین ګن خُلۀ ئې دوبار کړه راته سمه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

دَ پُښتنو ښکُلي ځوانان

پۀ سپین مېدان شول شهیدان

له خپل وطنه شول قربان

دَ تکبیر چغه به وته دَ هر یو فمه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

خلقو اوچت کړل مړۀ زخمیان

بیا دَ ګولو شو پرې باران

سُور شو پۀ وینو سُور مېدان

جذبه دَ خلقو زیاتېدله دم تر دمه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

ولیدل ما دَ قام جذبات

هیچا به نۀ کوؤ هیهات

ښکارېدو مرګ ورته حیات

جونه وې مخکې دَ ځلمو نه څو قدمه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

جلسې له راغې دا خبر

چې پۀ هر پل پۀ هر ګودر

مورچې نیولې دي بادر

غورځوي سین ته سُرخپوشان ځلمي پۀ جمع

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

څوک آباسین یوړل پۀ ښکته

دَ چا تر اوسه نشته پته

وکړئ تپوس له حکومته

دَ پُښتنو بچي دې مړۀ کړل پۀ څه طمعه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

زۀ دَ قُدرت پۀ ننداره اوم

دَ دې منظر پۀ نظاره اوم

دَ مشین ګن خولې ته ښکاره اوم

چې مخامخ دَ زړۀ پۀ سر ولګېدمه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

ګولو مې غوښې کړلې فاش

خلقو اوچت کړو زما لاش

ما پسې مۀ کوئ تلاش

زۀ علیین ته هغه وخت ورسېدمه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

دَ پاکستان وږي فوځونو

مړۀ زخمیان وکړل پۀ زرګنو

دوي دَ خندا شول دَ قومونو

یؤ ظلم نۀ دے زۀ به ئې کوم کوم یادومه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

پۀ آخرت چې رب قاضي شي

پۀ شفاعت رسول راضي شي

وار دَ شهید او دَ غازي شي

زۀ به غلبېل سینه دَ خُدائې پۀ مخکې ږدمه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

آتۀ څلوېښت کاله پۀ شمېر

نۀ مې دے نولّس سوه هېر

دا دَ عیسیٰ رسول وۀ تېر

ورځ دَ زیارت وه دَ اګست وه دولسمه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمـه

عبدالمالکه ځان فِدا کړه

پورته دَ حق یوه صدا کړه

نوې ژوندون قام له پېدا کړه

کۀ خُدائې راضي شي سفارش به دې کوینه

مـرګیـه مـۀ راځـه درځمه

عبدالمالک فدا

لوستل شوی 118 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « بردگان نن او سبا »