غزل

غزل

که شمع په تیارو کې تل سوزېږم
تر سهاره په خپل اور کې ويلې کېږم
څو د عشق سپېدې و چاودي افق کې
اوښکې اوښکې شم لمنه کې توېېږم
څو د ګل په پاڼو توې اوښکې د شپې شي
پرښه پرښه په بڅرو کې ځلېږم
د خوښۍ نغمې خورې چې په سهار شي
د بلبلو ترانو ته غزل کېږم
لوستل شوی 49 ځله Last modified on پنجشنبه, 27 عقرب 1400 20:13