د معرفت وږمې

د معرفت وږمې

 

سید عبیدالله نادر                      

زه چې کله ډوب شمه ، د ناز په خــیالونو کې

لاړ شمه ، بیا ورک شمه، په خپلو جهانونو کې

کله شــــم ژورې ته ، او کله شمه ، هسکې ته

کله غوپه وخـــورم، د فـــطرت په دریابونو کې

څوک به می راورســي، انداز د خــــیالونـــو ته

زه چې ژورسـوچ کې ، وزنګیږم، په ټالونو کې

نه وړي بیخودی می، د مستۍ او د جنون په لور

زه نه یمه خود کې؟ یا څه چل دی، شرابونو کې

کله د غــــرقاب ځیني وباســـــم ، د معنی ګوهر

کله شمـــه ورک، د سمـــندر ، په توفــانونو کې

ویني حقـــــیقت کې ،عارفان می عـــاجزۍ مقام

کله چې ډوبیږمه ، د اوښـــکو ســــــیلابونو کې

هغه کیفیت هم ، چې په درک د عاجزۍ کې شته

کله یې موندلی شـــي شاهان ، په محــلولونو کې

زه لـــکه د ګل په څـیر، وږمې د محــــبت شیندم

هر لوري یې لیږم ، په شــــعرونو پیــغامونو کې

زه چې حکمــــــتونه، په هـر پاڼي د ګلـشن ویــنم

څوک یې میندی نشي ، په نســـخو او کتابونو کې

بوی د معــرفت می لـــه وینا، صـــاحبدلان اوري

زه یمـــــــه دیره، لــــکه وږمـــه لا په ګــلونو کې

 

لوستل شوی 82 ځله