ستایونکي

ستایونکي

س . سېلنی

بگاښ

د بکېړې بنسټ کېښود پرونېو

د بگاښ په واک گواښنه ده نن پایله

دي څرګند د دې اوږدې کېسې لوبغاړي

چلولي ترې په گډه گټي وټې

 

-*-*-

ستایونکي

د نومو تر شا مو جوړ کړل مورچلونه

پر گواښونو سړوو پرې ټټرونه

پردي پالو د پردو په جال کې كښېوستو

رانه ورک یې د ژغورنۍ کړل چمونه

*-*-*

سپېڅاندي

د سپېدو په نوم کاروان سره يو مللي

خپلو موخو ته لا نه يو رسېدلي

کږو لارو ته یې سيخ کړو څاروانیانو

گړنگو ته سرلاټۍ يو پریوتلي

-*-*-

روښاندي

یو لښکر وکړ تکل مخ پر رڼا

څو تورتم کړي پر گونډو د سپین سبا

پردي پالو تالي څټو سرلښکرو

د پردو موخو ته مخ کړ دوي ته شا

لوستل شوی 86 ځله Last modified on چهارشنبه, 09 سرطان 1400 20:04
دې ته ورته نورې ليکنې « د کف او کالر جلوې طالب »