نوی کال دې مبارک شه

نوی کال دې مبارک شه

 

لمر په لوړ آسمان ځلېږي

د باران څاڅکي ورېږي

 

کله پړک د یو برېښنا شي

کله غږ د هیولا شي

 

له یو څاڅکي نه جوړېږي

بوډۍ ټال رامالومېږي

 

ډک جامونه دي شړنګېږي
سپرغکۍ ګوره ورېږي

 

دلته مستې میخانې دي

ډک له انجونو او ځلمو دي

 

له خوښیو ډک فضا ده

له عطرونو ډک هوا ده


موږه  ناست یو  پر دې پوله

 یو خوشحال، هم یو له بله

 

خپلواکي لري احساس مو

ولولې  لري احساس مو

دغه پای زموږ د بنډار دی
لا  خړرنګ نن  د سهار دی


ډېر بدمرغه، مو پرون ؤ
له غمونو زړه مو شین ؤ

سوچ او اند کېدی شي دا وي

 هم د نورو هم زما وي


دا دنیا که ښکلی کور شي

د جګړو ماشین نسکور شي

 

د جګړو اورونه مړه وي

سوله هر خوا په هر لور وي

 

موږ ملګري  د بل یو

زړه  ښایسته لکه د ګل یو


څه به ښه وي ها وخت راشي

مرور جانان پخلا شي

 

 آزمویلې مو  خپل بخت وای

نه د جنګ د سولې وخت وای


مایوسئ ور وای تړلی

ټول د ژوند په لاره تللی

 

 هيڅوک مړ له ارمان نه وای
څوک د ظلم قربان نه وای

 

پرمختګ په لار مو یون وای

کور کې تل  زموږ سمون وای



دنیا وینمه بدلون کړي

پرمختګ او آوښتون کړي


په جرئت دنیا پرمخ ځي

کهکشان کې په هر لور ځي

 

ولې موږ په ایرو ناست یو

تل په غم او ساندو ناست یو



په ایرو کې لا خوځېږو

د ژوند خوند کله  پوهېږو

 

موږه لا هم ډېر ساده ګان  یو

ټول له عقله بردګان یو

پړندې خاورې نه پښې باسو
د ژوند لارې نه ځان باسو


وینو لاره مو کږه ده

په کوتل او په ګړنګ ده

 

بیا هم ځو په دغه لاره

ځکه ګرځو بې روزګاره

 

له خپل ژوند مو پند وانخست

له پسرلي مو خوند وانخست



اوس ښکارېږي هر څه داسې

د خوبونو تعبیر داسې

 

ها چې ما او تا لیده به

تل به خوب کې چې راتله به


هغه خوب چې  زما او ستا ؤ

د ښایسته ښکلې دنیا ؤ

 

هغه هیلې پاتې نه دي

د ژوند ښکلي پاتې نه دي


څه چې ول پوه او پناه شول

زموږ د هیلو له دنیا شول


لکه شات پر خاوره پریوځي

او الماس مو تیږې ووځي


داسې پای مو د پېړۍ شو

خاورې هيلې د نسلو شو


تر خط لاندې تمه څه ده

بل پېړۍ ته هیله څه ده

 

سر له ننه چارې سم کړو
جهالت له وطن ورک کړو

 
وخت راغلی ځان اصلاح کړو

ځان له سیاله سره د سیال کړو



که نه پاتې له کاروان یو
تل به ټيټ په دې جهان یو 


نن نه روسته بل پېړۍ ده

نوې هيله په راتلو ده

 

د فکرونو لار به باسو

د غمونو بېخ به باسو

 

دا د نیم پېړۍ جنګونه

د خزان ساړه بادونه

 

چیرې ورک مو له دنیا شي

پسرلی وطن ته راشي

 

بیا تازه مړاوي ګلان شي

نوې ساه زموږ په ځان شي

 

توتکۍ وطن ته را شي

رنګینه مو ټول فضا شي

 

جوړ مېلې شي د نارنجو

د نرګس او د ترنجو

 

اوس راغلی دغه وخت دی

جهالت سره د جنګ دی

 

دغه وخت دی سره یو شو

ښه زامن د خپل وطن شو

 

پسرلی وطن ته راوړو

بیا له زړه سره ووایو


نوی کال دې مبارک شه
نوې ورځ دې مبارک شه

 

لوستل شوی 104 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « د آلو ګل اورینی مینه »