پسرلی

پسرلی

 

د پسرلي وږمې راځي  وطن له غرونه

غوړوي چمن د زړه مې ژړ ګلونه 

 

 

 لکه ګل هر خوا تازه سپېره چمن کړه

په وږمو دې عطراني کړه مړاوي غرونه

 

 د ګلونو له جام مست تږی بورا که

څو د مينې له خم ډک مو شي فکرونه

 

 وچې دښتې رنګینه ښکلې ښایسته شي

د بلبل له عشقه جوړ کړه سرودونه

 

 د غمونو ډک دنیا کې قرار نشته

وخته راشه یوسه خپل ترخه غمونه

 

 چې دې هیلې آرزوګانې ټول پوره شي 

له خیالو او له وهمو پاک کړه فکرونه

 

 لکه ګل د غوټۍ زړه نه را بهر شه

ګټه واخله د پسرلي له دې جادو نه

 

زړه له سوزه د شپونکي شپېلۍ غږېږي

لکه ما په زړه لري ټپي دردونه 

 

 لکه شمه اوس یوازې ځانته ژاړه

چې سېځل دې پتنګان په سره اورونه

 

 دا د علم عجایب، تابع  دنیا کړي

چا لیدلي جهالت کې اقبالونه

 

لږ د پوهې له خم ډک کړه خپل جامونه

څو را ووځې د تیارو او ظلمتونه

 

لوستل شوی 84 ځله Last modified on پنجشنبه, 19 حمل 1400 21:45
دې ته ورته نورې ليکنې « نوروز د بادار منندويي »