د سړي ارزښت

د سړي ارزښت

  يو ځوان وکړله پوښتنه  له خپل پلاره 

ویل ارزښت د سړي څه دى زما پلاره 

پلارپه فکر او په سوچ کې لږ شان ډوب شو

د خپل زوى دغې پوښتنې ته ښه ځير شو

بې له دې چې زوی ته ورکړي پلار ځواب خپل

د ژوندون په  ډګر وا دې خلي ځواب خپل

ويلې دغه تيږه  يوسه ته نن ښار ته

د وګړو ګڼې ګوڼې لوى بازار ته

تيږه وړاندې کړه بازار کې ته سودا ته

په خوله مه وايه ته بيه و هيڅ چا ته

که چا و پوښتل د کاڼي بيه تانه

خپل دوه ګوتې ورته ښايه په ما ګرانه

تيږه واخيستله زوى له کور بهر شو

دبازار په لور په لاره د سفر شو

په بازار يې تيږه وړاندې کړه خرڅون ته

د ډير خلکو و ليدلو او غبرګون ته

يوه ښځه راغله و يې کړه پوښتنه

 له دې  تيږې وايه څو لرې غوښتنه

ځوان په خوله يوه خبره هم و نه کړه

د لاس دوه ګوتې ميرمنې ته ښکاره کړه

ميرمن ويلې زه به دوه سوه ژر درکړم

دغه تيږه به د خپل انګړ زيور کړم

ځوان راستون شو و خپل کور ته سم د واره

پلار ته  وکړه د بازار قصه د واره

پلار وې تيږه سبا يوسه لوى موزيم ته 

په خوله هيڅ نه وايې خلکو د موزيم ته

د موزيم په لور سبا هلک روان شو

په ليدو د تيږې ډېر خلک حيران شو

ځوانه څو غواړې د تيږې تاته درکړم

څو ستا تيږه د موزيم ويترين ته ور کړم

ځوان  يوه خبره هم په خوله و نه کړه

موزيم وان ته يې  دوه ګوتې خپل ښکاره کړه

هغه ويلې زه به دوه سل زره درکړم

ستا دا تيږه به زه برخه د موزيم کړم

هلک بیا و رساوه کورته ژر ځان خپل

د موزیم قصه يې پلارته کړه بیان خپل

 سبا لاړ شه  د سرو زرو منډيي ته

 د لوړ بيې جواهرو پلورنځي ته

بيا هم تيږه يې ښکاره کړه په دوکان کې

هټيوالو د مارکيټ ته په يو آن کې 

ځوانه څو ده ستا د تيږې بيه وايه

نرخ د تيږې ژر له ورايه راته ښایه

هلک بيا په ګونګه ژبه حال بيان کړ

په دوه ګوتو يې د نرخ احوال عيان کړ

ويل يې در به کړم دوه سل زر ميليونه

پيسې واخله ژوند د خلاص کړه له غمو نه

هلک ژر کور ته راستون ، کيناسته پلار ته

ډېر حيران ٶ  توپيرونو د بازار ته

پلار ويل پوه دې ځان د ژوند په دغه راز کړه

د ژوندون د توپيرونو په هر ساز کړه 

مهم نه ده چې له کومه يې راغلى

د دنيا په کومې سيمې زېږېدلى

د پوستکى په رنګ ،څه رنګه ښکارېږي

د دنيا په کومه ژبه ته غږېږې

ته خاوند د څومره مال او د پيسو يې

يا لرونکى د ماڼۍ او بلډينګو يې

دا مهم ده چې به چيرته ته درېږې

ته له چا سره پاڅېږې پورته کېږې

غوره کړي دې کوم خلک د اوسېدو دي

څه رنګ خلک په ګاونډ کې په کورو دي

يا به تا ځان ټيټ په دوو ارزولو

يا به نورو ستا ارزښت دومره بللو

هر سړى د ځان دننه  يو الماس دى

هر هوښیاره ،  خبر ستا په پت الماس دى

د ارزښت وګړي ستا ارزښت ليدى شي

په ارزښت د الماس دا خلک پوهيدى شي

دغه موږ يو خپل الماس چا ته ښکاره کړو

کوم دوکان او په هټۍ کې يې اوبه کړو

موږ د نورو ارزښت هم غوره کوى شو

بل ته هم د هغه خپل الماس ښودى شو

شا او خوا دې ښه هوښياره انتخاب کړه

ډک ژوندون له ښه خويونو او آداب کړه

دا به ژوند ته ستا ارزښت او مانا ورکړي

ستا ضمیر ته به رڼا او صفا ورکړي

 

لوستل شوی 48 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « غزل یارانه »