دروغجنو ملایانو ته

دروغجنو ملایانو ته

کناه ګانې بې سرحد کړې ملاجانه

 کله اند د اخرت کړې ملاجانه

تا د شر او د فساد جال دی خپور کړی

بد کړې دین په بد اعمالو ملا جانه

د هغه له لورې زیات رحم او کرم

ته خپور شر او لوی فساد کړې ملاجانه

د هغه له لورې مینه محبت دی

مګر ته د کرکې کر کړې ملاجانه

د هغه هیله سعادت د هر انسان دی

خو ته جوړ ژوند نه دوزخ کړې ملاجانه

د هغه هیله ستا تګ په سمه لاره

له ښېګڼو تل بېزار يې ملاجانه

د هغه د لورې واړه نعمتونه

ته بې زیار يې خپلول کړې ملاجانه

بې زحمته راحت تا ځانته پیداکړ

په هر لورې چپاول کړې ملاجانه

هغه تل کړي سخاوت او پېرزوینه

ستا زړه ډک تل له کينو دی ملا جانه

دا ښکلاوې او خوندونه يې پیدا کړه

څو لږ خوږ ستا تريخ بدن شي ملا جانه

دا عرفان او دا رڼا ده دلته ځکه

څو جدا ځان له حیوان کړې ملا جانه

ته د علم او پوهې ولې دښمني کړې

علم په  ښځه سړي فرض دی ملا جانه

که زړه پاک له تورو خیرو د دنیا کړې

بیا به هله ته انسان شې ملا جانه

د دنیا مزل ډېر لنډ دی ځان خبر کړه

د دنیا متاع وړی نه شې ملا جانه

هلته لار  د زړه صفا ده ملاجانه

که آرزو ته د جنت کړې ملا جانه

د جرمونو لوی پنډ پورت ستا په اوږو دی

هلته بیا به څه قصې کړې ملا جانه

دا چې تل دلته د ډار او وهم  قصې کړې

ولې هير دې کړه اورونه  ملاجانه

د خوښۍ او نا خوښۍ ترمنځ دې لار ده

اراده ته په کوم لار کړې ملاجانه

ستا بېړۍ به له توفانه هله تېر شي

که هنر زده د ملوان کړې ملاجانه

توبه وکړه شپه او ورځ د خپل ګناه ته

ستا نادودې له حد تیر دي ملا جانه

غوږ ته ستا به یو غږ راشي له آسمانه

شه تیار حساب کتاب ته ملا جانه

« ستا تور فکر او ګناه د بښو نه ده»

« چې ملګری د شیطان یې ملاجانه »

«تا ته لار او ګړنګ دواړه ول مالوم ټول»

«بیا هم تللې په بد لارو ملا جانه»

 

 

 

 

 

 

 

لوستل شوی 135 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « کابل کې پښېمانه مینه »