د هیلو هینداره

د هیلو هینداره

هینداره یمه د هیلو د غربت تورو تيارو کې
انځور ترې جوړومه د فکرونو رنګینو کې
زما د بې خودۍ له سازه څه غواړې غږونه
غږونه له زړه وځي د ارمان په ماتېدېدو کې
چې مزي مې د ساه وشلېږي جوړې ترانې شي
غزل او قصيدې شي د دردونو انځورو کې
ته ولې ما نه غواړې تاته نوی غزل جوړ کړم
ما ولوله غزل یم د غمونو تورو شپو کې
چې ورک شي څوک له ځانه کله ځان لیدلی خپل شي
ډیوه یمه مړه شوې د هجران تورو تیارو کې
دا ژوند د غم حجره شوه له هر خوا راځي غمونه
پتنګ په شان سوزيږم د ډېوې په سوزېدوکې
تل ناست یمه سوچو کې پلوشې قوده کومه
تيارې چېرې رڼا شي د بل لمر په راختو کې
دا لار کنډ او کپر ده په کې ډېر دي ګړنګونه
په دغه لاره درومه په کوتل او پېچومو کې
نغمې به مې تودېږي چې د ساه مزي مې شلېږي
شورونه ويښومه په دې مړاو ماتو زړو کې
لوستل شوی 154 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « غزل وحدت »