لمر دی

 

پـاڅـیـدلـی لـوی ټـبـر دی

هم په لر او هم په بر دی

 

په ویشتلو نه غـورځیږي

جوړ له کاڼو یې ټټر دی

 

نړۍ ټوله که یو لاس شي

نه نړیږي چې، چونغر دی

 

یو که وژنې سل بـه پاڅي

دا د سـتـر ټـبـر هنر دی

 

د عـارف څراغ مړ نه دی

د غره سر کې لکه لمر دی

 

زلمی نصرت

 

لوستل شوی 84 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « فیض د سحر د دونيا رنګ »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي