د علم سره مینه

د علم سره مینه

 

سید عبیدالله نادر

زه د عــلم پــــــه ډیوه یــــــــم، پروانه

سر می کړی ، په دي لار کـــې نذرانه

له ازله می، قســـــــــــمت، په معرفت وو

ځکـــــه یمـــــــــــه په دنــــیا کې ، فرزانه

د وحدت شراب د عــلم ســـــــــــاقی راکړه

په یو ګوټ یي یم ، تر اوســـــــــــه مستانه

نشتــــه لوی ګــــوهر تر غلم و معرفت نه

ځکـــه بولي ، هوښیـــــــــــاران یي خزانه

څــــوک چی نه لري ، د علـــــم سره مینه

تر هـــغي به چـــــــــیري نه وي ، دیوانه

 

 

لوستل شوی 121 ځله Last modified on دوشنبه, 01 ثور 1399 22:15
دې ته ورته نورې ليکنې « د چړو آواز د غافلانو لو به »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي