خطاء لارې

خطاء لارې

 

 

دا د شف اود پردو سياست خطاء دى

عدالت ، دیموکراسي پرې بدنامیږي

 

که د شف نه شفتالو خبر ته راشو

دغه غله د ګردنې به رسوا کيږي

 

مصلحت او جوړ جاړی که مو کولو

ټولټاکنې اوس په کوم نامه یادیږي؟

 

دا جګړه او تصور د زوړ او نوي

اوس به دغه مفهوم څنګه تعبیریږي؟

 

يا به ځو د ملت غږ او انتخاب ته

يا به غلو سره په یو لار روانیږو

---------------------------

د ۰ سعیدي

۲۵ - ۳ - ۲۰۲۰

 

لوستل شوی 36 ځله Last modified on پنجشنبه, 07 حمل 1399 11:33
دې ته ورته نورې ليکنې « آزمـــون څلوریزې »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي