کـوډګـر

کـوډګـر

رواښاد محمد يوسف خدمتګار مزدورزوى

پـه مسـتۍ کې تـوبـې باســم چې تـوبـې مې پـه تـوبـوشي
چـې بـې ځـانـه شـم را پـاڅـــم پـنجـرې پـه ماتــیــدو شي

دزمان له میو غړپ کړم چې افغان غیرت مې ویښ شي
هسې اور بل کړم په ځان چې مې اغیار په سوځیدو شي
بې نـوبـتـه خـومان راوړۍ پـه جامـونـو تـاوده نـه شــول
چـې سـاړه سـاړه تـاوده شي تـوره شـپـه پـه رڼـیــدو شي
نـور بـدلـون پـه ځان کـې راوړم لـه پـردیـو را جـلا شـم
لـه غـلام ژونــدون نـه وځـم زولـنې پـه خـلاصیـدو شـي
زمـا سـرټـیـټــیـدی نـه شـي زه مــدام ســرپـه قــیــام یــم
چـې قـــیـام کـــوومـه پـاڅـــم زاهـــدان پــه سـجــدوشـي
ساقـي ځار شـمـه له تـانـه تـه مې هـیـلې ماتې نـه کـړې
دا پـردې کـړه تـورې ټولې چې دې سپیڼ مخ دلیدو شي
خـدمـتګاره وخـت ګهـیځ دی فـتـواګـر کوډګر رسواکړه
د جانان خـوالـه دې ورشـه چې مــنزل په لـنـډیـدو شي
لوستل شوی 82 ځله Last modified on پنجشنبه, 26 جدی 1398 23:01
دې ته ورته نورې ليکنې « ازلیت غزل »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي