غزل

 

یو خوږ یاد مخې ته دنگ شو د سرو میو جام مې ړنگ شو 

زړه مې تنگ شو میکده کې له پیالوسره مې جنگ شو

 

د ساقي خوږې خبرې د بې سوره نغمې ترنگ شو 

شوه خوره تیاره پر سترگو ساقي هم رانه په څنگ شو

 

ځان مې ولیده گودر کې گودر جوړ راته اورنگ شو 

مازدیگر و زیړی لمر و بوی د عطرو د لونگ شو

 

مات خمار مې شو گودر کې د بنگړو چې سره شرنگ شو 

څو ترخې ترخې خبرې را گذار تیر د خدنگ شو

 

چې پر شنه لوپټې کیناست زړه د زړه سره همرنگ شو 

د خوږې مینې په شمه نصرت وسوزید پتنگ شو

۰۶.۰۱.۲۰۲۰ وایله دنمارک

یادونه: سوژه مې د منلی شاعر ښاغلی محمد صدیق ننګ له شعره:

یو خیال و رانه بر ته او زه لاندې غورځیدم د پښو لاندې مې غر ته او زه لاندې غورځیدم اخستي دی.

 

لوستل شوی 101 ځله Last modified on شنبه, 21 جدی 1398 19:35
دې ته ورته نورې ليکنې « دام وه د عبرت ګذر ګاه »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي