غزل


میرویس نجیبي

تل بیکاره بی روزګاره سړی سپک شي
خیلخانه کې تر بنډاره سړی سپک شي
ځنې سرې کرښې جبري وي مجبوري ده

کله کله بې اختیاره سړی سپک شي
تش پښتو یمه نیولی نور څه نشته
اوس که ووځم له دې ښاره سړی سپک شي
خپل حاکم چې زولانه دې کړي محضر کې 
نه پاکیږي شي داغداره سړی سپک شي
ځنې ځنې شي د لارې د سر ونې
بې کتابه شي سنګساره سړی سپک شي
زړه چې ور نه وړې ناترسه دي میرویسه
د خوبانو له انکاره سړی سپک شي

لوستل شوی 444 ځله Last modified on یکشنبه, 26 حوت 1397 16:14

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي