د ځلمي نڅېدونکي د زړه خواله

د ځلمي نڅېدونکي د زړه خواله

عبدالعزیز پرهیز

زه دردېدلی کړېدلی ځلمی

زه زورېدلی زپل شوی ځلمی

زه یم لوی شوی د ناخوالو منځ کې

له تاوتریخوالي ځوکېدلی ځلمی

------------

څوک راته ډم او ګډېدونکی وایي

څوک مې بېشرمه بې حیا بولي

له سړیتوب نه یم وتلی چورلټ

له ټولنیز ژوند نه جلا بولي

-----------

دوستانو تاسو ته خپل حال وایمه

زما ډمتوب کې چې قصور د چا دی

په خلکو دا رنګ ناروا چې کوي

داسې تېری ستم دستور د چا دی

----------------

پلار مې کرګر ؤ د یو خان ځمکه کې

چې همېشه به ربړېده سولېده

نه يې یخني نه يې ګرمي کتله

لکه څاروي به شپه او ورځ ځغلېده

------------

مور مې په کور کې د بي بي وینځه وه

چې يې شاباس تل د بي بي رټل وو

لکه ماشین به دا په کار لګیا وه

خو يې په برخه شا مدام کنځل وو

----------

ما هم هیله درلوده زده کړه وکړم

لکه د نورو ماشومانو ښوونځي ته لاړ شم

چيرته معلم یا کوم مامور و اوسم

نه د ګډا په مصیبت لټاړ شم

----------

زه چې تر څو پورې وړوکی ومه

نو نازولي مې د خان لوبول

که جوړ ناجوړ وم خو دوی بار وو په ما

سهار ماښام مې په اوږو ګرځول

---------

چې لږ څه لوی او د ښو بدو شومه

نو یوه ورځې د خان پام شو راته

اول يې ښه راته ځير ځیر وکتل

په وړاندې وروسته په خرام شو راته

----------

بیا زما پلار يې ځانته وغوښتلو

وې دا ځوی دې دلته ماسره وي!

نوي جامې به ورته واغوندمه

بهر حجره کې څه کار مار به کوي

---------

پلار مې وې دا خو لا وړوکی دی خان

څه داسې لوی چارو ته نه دی تیار

د مېلمه کار ته پوخ سړی لګېږي

ددې ماشوم په وس به نه وي دا کار

----------

خان یو ناڅاپه سور او سپین غوندې شو

په غړمبېدو راغی له قهره یو وار

وې نو ته هم ځه خپل لاره واخله

په کار مې نه دي ستا په شانې وزګار

----------

پلار مې وې خان ، چې څنګه ستا خوښه وي

زه چې نوکر یم دی هم ستا نوکر دی

دا ماته ډېره د خوښۍ خبر ده

چې مې په ځوی باندې د خان نظر دی

---------

خان شو خوشحاله څو روپۍ يې ورکړې

پلار مې له حده زیات دوعا وکړله

چې خدای دې ستاسې عمر اوږد لري

لا زیاته نوره التجاع يې وکړه

----------

د خان د امر او وینا سره بیا

سبا جامې نوې تیارې شولې

نوې لونګۍ نوې څپلۍ ورسره

راته ترمخې سم د واره شولې

---------

زه هم دغه نوو جامو لپاره

له اندازې وتی خوشحاله ومه

هره شیبه به مې خپل ځانته کتل

پوه يې زه څه له نور جنجاله ومه

---------

لنډه يې داچې یوه شپه له شپونه

چې په حجره کې زیات کسان راټول وو

ټولو د سترګو لاندې ماته کتل

یوه ګوښه کې هم سازیان راټول وو

---------

خوا او شا ماته ګونګوسې غوندې وو

مګر زه هيڅ له ځانه نه وم خبر

پس له ډوډۍ او له چایونو څخه

تالچیانو جوړ کړ د سازو شور او شر

---------

یو ګډېدونکی ځوان میدان ته راغی

د ګونګروګانو يې شړنګا جوړه کړه

هر لور باران پرې د لوټونو وشو

د خلکو منځ کې يې غوغا جوړه کړه

-----------

خان بیا زه خپلې خواته وغوښتلم

وی نن به ته هم خپله برخه کوې

ما وې چې خان زه خو هېڅ نه پوهېږم

وې چې بس خوشې به خپل ځان خوزوې

--------

څومره چې عذر او زارۍ مې وکړې

خو زه خبرو ته چا پرې نه ښودم

چا سپورې ستغې چا چمونه کول

چا خوشا مندې او چا ورټلم

----------

چا وې چې خان بیا خپه کيږي درنه

خو اخر دا زه يې مجبوره کړمه

ګونګرو يې و تړل په پښو کې راته

د ساز څپو ته يې تروره کړمه

-------------

زه چې به هڅې خوزېدم په میدان

ټولو واه واه او شاباسونه ویل

زما له شرمه پاپکۍ رپېدې

هغوی زما مهارتونه ستایل

----------

له هغې ورځې نه بس ډم شومه زه

غټو خانانو ته نڅا مې وکړه

د پيسه دارو په حجرو دېرو کې

وخت او ناوخته مشغولا مې وکړه

----------

په ماشوم ځان مې بېخوبۍ تېرې کړې

ان تر سبا مې چورلکونه وهل

زه به له خوبه پرېړتم پاڅېدم

خو په ژستونو مې خانان خوښول

----------

هیچا د خپلو نازولو په یاد

هم یو پوټی زړه په ما نه سېزلو

له ستومانۍ به چې زه سست غوندې شوم

ټولو به پلار نیکه مې و رټلو

---------

بس دا زما وه ماجرا د ډمتوب

خلکو په دې کې بیا قصور د چا دی؟

مونږه وو واړه نوکران د بل چا

دغه تېری ستم له کومې خوا دی

---------

چيرته نظام د خانخانۍ چې وي ټينګ

هلته توپیر او زورواکي وي مدام

په مزدورانو غریبانو باندې

د یو څو تنو لاسبري وي قایم

----------

زه دا منم چې نن ګډا هنر دی

لکه د شعر او سندرې په شان

خو چې په زوره په چا وتپل شي

بیا نو یو ګوټ وي ترخو زهرو په شان

--------------

*******

لوستل شوی 1093 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « بدلون خبری وکه »