عبدالملک پرهیز
په رګونو کې مې څه دي، له وجوده مې څاڅېږي؟
دا لا څه د مېنې راز دی، سر په سر په زړه ورېږي؟
ستا د یاد له سپین افقه، رڼا ورو په زړه راڅاڅي
لکه وحی د سکوت چې په ضمیر مې را خورېږي
زه که وچ وم سر تر پایه، ستا په نوم کې پسرلی شو
لکه خاوره چې په پټه له بارانه زرغونېږي
ما په تا کې و موندله، د ځان ورک خپله هینداره
هر تصویر مې له هغې نه، بیا روښانه شان ځلېږي
مینه شور د میو نه دی د چوپتیا پټ سمندر دی
هر احساس یې بې له غږه په څپو کې را رسېږي
وخت او ځای دي راټول شوي ستا د سترګو په پردو کې
د رڼآ په لرې لارو زما فکر هلته ځغلېږي
ستا راتګ که د تقدیر د نرم بارانونو تعبیر وي
زما شپه به ستا له نومه، په ګهیځ باندې بدلېږي