چې یار سترګو کې را ګوري
خپلې سترګې مې خوښېږي
چې یار نوم مې په خوله اخلي
خدایګو نوم مې خپل خوښېږي
چې د یار یاد په کې اوري
زړه باران ته هوسېږي
چې په مینه جانان ګوري
ژوند شېبه شېبه خوږېږي
کله ژوند کېسې خپل لیکم
قلم ستا لور ته کږېږي
کله نوم دې په خوله راوړم
زړه اقرار ته تیارېږي
مينه څه ده سپېڅلتیا ده
تل صفا په کې ځلېږي
مينه زهر دی د شاتو
په خوږو زړه مسمومېږي
ځکه پالم دې له زړه نه
چې ستا زهر هم خواږه کېږي
ځکه ګرانه له هر چا یې
ستا په یاد زړه تازه کېږي
ډېر خوشحال یمه له زړه نه
هر یو خیال دې ژوندی کېږي
مینه بل څه نه ده داده
چې لمبې پر زړه بلېږي
د خیالونو سمندر کې
ستا خیالونه یاغي کېږي