زما اثر

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


سید عبید الله نادر
              
زه په خــپل ذات کــښي دا جوهر لــــرمه
چې له دردمــــن زړونــــو، خـــبر لرمـــه
له هـــــر چــا ځــــکه، تل ځــــاریږمه زه
چې له دنـــیا څـــــخه، ســــــفر لــــــــرمه
زنده دلانــــــــــو ته، په خـــــــــپله ویــــنا
داســـــي طلـــــــسم، او اثر لـــــــرمــــــه
چې هر دردمن می ، له ویــنا اخلي فیض
زه په خـــپل زړه کښي، دا ګــوهـــر لرمه
د آشــــنایانـــــو، او دردمــــنو زړو کښي
کــــله نا کـــــله، زه ګــــــذر لـــــرمــــــه
چې هر چــــا زړه رانه ناهــــــیلي نه شي
په خــــپل ویـــنا باندی، نـــــــظـر لـــرمه
چې د هـــــــمت په ســــیارو ګـــرځي تل
زه داســــي خـــیال، داســـــي وَزَر لـرمه