وخت

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
وخت زر او که سراب دی
چا ویل وخت د زر په شان دی
هر شیبه یې یو امکان دی
وخت چې تېر شي نه ستنېږي
د پوهانو دا ګومان دی
ما هم خوند د وخت اخیستی
سړی خوښ وي، خو پښېمان دی
د وخت خوند لکه شراب دی
مستوي سړی چې ځوان دی
کله ښه په نشه ډوب شوې
سترګې خلاص کړې بل دوران دی
لکه خوب او خیال تېریږي
چا ویل ژوند د ګل په شان دی
سوزوي ټولې شیبې ستا
کله ډوب وخت ستا په ځان دی
د افسوس په کنج کې ناست یې
نستلجې د تېر ارمان دی
هیڅ پو نه شوم چې وخت څه دی
وچ دریاب د بیابان دی