غزل

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالملک پرهیز
نه به عیش او نه چړچۍ وي تل مدام ستا
نه به غم او دا غوسې وي تل مدام ستا
کله موړ به د دنیا په دولت نه شې
نه به پاتې خزانې وي تل مدام ستا
د ځوانۍ او بدمستۍ دوران به تیر شي
نه به پاتې ناز نخرې وي تل مدام ستا
لکه ځګ به څو شیبې په اوبو خوځې
نه به پاتې نا ارامي وي تل مدام ستا
نه دروند غم او نه خوښۍ تل پاتې کېږي
نه موسکا په سرکو شونډو تل مدام ستا
تل یادونه خاطرې پاتې په زړه شي
نه به پاتې لوڅ شیبې وي تل مدام ستا
خپل شیبو ته چې ته جوړ کالي د غم کړې
د خوښۍ جاله نسکور به تل مدام ستا
دا ته نه یې چې هیندار کې ځان ګورې
دوی لیدل کړي آئینه کې تل مدام ستا
که ته و خاندې هینداره په خندا شي
تریو تندي به تریو ځلیږي تل مدام ستا
دا دنیا لکه هینداره هسې بوله
ځلوي هر څه چې ویني تل مدام ستا
د پرون لپه که ډکه له افسوس وي
سبا برخه پښېماني وي تل مدام ستا
ستا د اوس شیبې په لوښي کې څه نشته
سبا تش د هیلو جام وي تل مدام ستا
د امید تخمونه و کره په زړه کې
د ارمان ډګر به شین وي تل مدام ستا