فیصله 

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

 زلمی نصرت

دنمارک

د تاريخ دا فیصله ده

چې تړلې قافله ده

 

د منزل په لور سیده ځې

رسیدل يې اراده ده

 

عزم يې کړی شاته نه ځې

داسې، داسې يې جذبه ده

 

د ایمان سره ورځې اوس

دیانت یې ور سره ده

 

تش لاسونه يې وسله‌ ده

خو الله یې واسطه ده

 

چې غافل نه شې وطنه

رسیدلې مرحله ده

 

د سبا د رڼا هيله

تر آټکه اوس خوره ده.

 

 

۰۱.۱۱.۲۰۲۵

زلمی نصرت

دنمارک