اورښت

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

کاشکې بیا د رحمتونو باران را شي

لکه تیږو سختو زړو ته موسکا راشي

د هر زړه له ورخه تیر د مینې څاڅکي

هر یو زړه ته د ښکلاو رڼا راشي

د انسان د ارزوګانو په آسمان کې

د خوښیو د څو څاڅکو نڅا راشي

شي جاري د تنګ ذهنونو په کوڅو کې

پلوشې د سباوون په خندا راشي

ددې بڼ د هر ګل بوټي د اند پښو نه

مات زنځیر د تور فکرونو هر خوا راشي

مړاوې هیلې بیا ژوندۍ او په خندا شي

ډک جامونه د الفت په کړنګا را شي

چې د لپو جام مو ډک شي بیا له هیلو

بیا رګونو کې د باغ نوې سا راشي

چې د روح سمندر مست او توفاني کړي

خوش بويي د نو بهار او بقا راشي

له سر لرې تور څادر کړئ پسرلي ته

څو د ژوند د ښکلا خوب په رښتیا راشي