غزل

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

زلمی نصرت 

 دلته سازونه غلي

 نور ټنگ ټکور نشته

 

 شو ترنم تری تم

 چې په هیڅ لور نشته

 

 ساقي مستي نه لري

 لاس کې یې اور نشته

 

 کلام په خوله نه راځي

 په زړه کې زور نشته

 

 شمعې سوزیږي ځانته

 پتنگ غم خور نشته

 

 نصرت د سر په تمه

خو په کې شور نشته

 

۳۰.۰۴.۲۰۲۵

کابل

افغانستان