وروستي مطالب

په امریکا کې په وروستیو ۱۲ کلونو کې تر ټولو خطرناک سمندري توپان

شنبه, 04 سنبله 1396 14:10

د امریکا متحده ایالاتو په تیګزاس او لویزیانا کې زرګونه کسان د «هاروي» په نامه د یوه خطرناک توپان له امله نورو خوندي ځایونو ته انتقال شوي. د دغه توپان سرعت ۲۰۹ کیلومتره په یوه ساعت کې ښوول شوی دی.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د دې توپان له امله په تیګزاس ایالت کې بیړنی حالت اعلان کړی دی. نوموړي په خپل تویتر کې لیکلي دي چې د دې ایالت د والي په وړاندیز یې په دغه اقدام لاس پورې کړی دی. په ورته وخت کې ولسمشر ترمپ ویلي دي چې د راتلونکۍ اوونۍ په پیل کې به هغه له دې ایالت څخه لیدنه هم وکړي

کابل کې د روسیې سفارت وسلوال طالبان ترهګر وبلل

جمعه, 03 سنبله 1396 16:33

کابل کې د روسیې سفارت یو ځل بیا له وسلوالو طالبانو د مسکو د ملاتړ ادعاوې بې بنسټه بللې دي. د روسیې سفارت د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلم یار څرګندونې راخیستي چې پر روسیې، ایران او پاکستان یې تور پورې کړی چې په ګډه طالب اورپکي روزي او ملاتړ یې کوي.

د روسیې سفارت بیا په خپله خبرپاڼه کې د لومړي ځل لپاره له طالبانو د ترهګرې ډلې په توګه یادونه کړې ده. وړاندې امریکایي چارواکو او ناټو هم له طالبانو د مسکو د ملاتړ خبره کړې وه، خو روسي چارواکو تل دا ادعاوې رد کړې دي

چین: هند وايي یو څه او کوي بل څه

جمعه, 03 سنبله 1396 16:20

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده هو شینګ د هند له خوا په جنجالي سیمه کې د سړک جوړولو پر پلان سخت غبرګون ښيي او زیاتوي، هند د سرحدي پولو په هکله وايي یو څه او کوي بل څه.

هندۍ رسنۍ انډین ورځپاڼې دعوه کړې چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له پې کینګ ډنډ(جهیل) ۲۰ کیلومتره واټن سره د سړک جوړولو پلان منلی دی.

په ځواب کې یې هو شینګ خبري غونډې ته وویل، د نوي ډېلي دا پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي سیمې( ډوکلام) کړکېچ نور زیاتولی شي

د امریکا تګلارې پرسر د پاکستاني بهرنیوچارو وزیر او پخواني سفیر لفظي شخړه

جمعه, 03 سنبله 1396 16:09

د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د افغانستان او جنوبي اسیا په تړاو د تګلارې له اعلانېدو وروسته، پر ټولنیزو شبکو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف او په امریکا کې د پاکستان د پخواني سفیر حسین حقاني ترمنځ لفظي شخړه روانه ده.

د سه شنبې پر ورځ ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ د اعلانونو پر مهال وویل د پاکستان پر وړاندې ډېره ترخه ژبه وکاروله او ویې ویل:"امریکا به نور داسې پاکستان ونه زغمي چې ترهګرو ته خوندي پټنځی وي". ښاغلي ترمپ وویل، اوس یې وخت راغلی چې پاکستان د تمدن، نظم او سولې په هکله خپلې ژمنې وښيي

''کابل کې پر جومات برید کې ۲۰ کسان وژل شوي دي''

جمعه, 03 سنبله 1396 16:05

د کابل ښار په خیرخانه مېنه کې د قلعه نجاران سیمې په یوه جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال برید شوی دی. د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاووسي بي بي سي ته ویلي دغه برید کې له ۲۰ ډېر کسان وژل شوي دي او نژدې ۴۰ ټپیان دي، چې د ښار بېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دافغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي لومړی یوه ځانمرګي بریدګر د جومات دروازه کې په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړه او وروسته دوه نور بریدګر جومات ته ننوتل.

د نوموړي په وینا دغه برید شاوخوا یوه نیمه بجه پیل شو او له څو ساعتونو نښتې وروسته پولیسو بریدګر ووژل. اسلامي دولت نومې ډلې 'داعشویلي پر امام زمان جومات دغه برید دوی کړی دی

هیله نجیب وایې د پلار قتل ولړزوله خو قوې یې هم کړه

پنجشنبه, 02 سنبله 1396 18:15

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله لور هیله نجیب وایي که څه هم چې د ډیرو مشکلاتو نه تیره شویده، خو اوس د بشر د خدمت لپاره د خپل پلار په نقش قدم روانه ده.

د ډاکټر نجیب الله لور هیله نجیب الله چی د بشري حقوقو فعاله ده او د مهاجرو د مسلو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې سره د مشاورې په توگه کار کوي وایي چې یواځې اتلس کلنه وه چې پلار یې ووژل شو او د هغې نه وروسته یې خپل ژوند د افغانانو او بشریت خدمت ته وقف کړ.

هیله وایي چې د پلار قتل ولړزوله خو قوې یې هم کړه او د دې وړ یې کړه چې په خپلو پښو ودریږي "د پلار او او تره مرگ اسانه نه و خو ما ته یې دا وښوله چې څنگه ژوند وکړم، په خپلو پښو ودریږم او د خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم. وکولی

پاکستان امریکا ته: د افغانستان جنګ زمونږ په خاوره کې مه کوئ

پنجشنبه, 02 سنبله 1396 17:52

د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د سیمه ییزې ستراتیژۍ په وړاندې د پاکستان د ملي امنیت کمیټې په خپل رسمي غبرگون کې هغه تورونه رد کړي چې وایي ترهگر په پاکستان کې کمپونه لري.

پاکستان د جمهور رئیس ټرمپ د جنوبي اسیا د ستراتیژۍ په هکله د پنجشنبې په ورځ په یو پراخ غبرگون کې هغه تورونه رد کړل چې وایي دې هیواد طالبانو ته چې په افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو مرگوني بریدونه کوي، پناه ورکړې ده.

پاکستان د ملي امنیت د کمیټې له غونډې وروسته دا غبرګون وښوده. په دغې کمیټه کې لوړپوړي ملکي او پوځي مشران گډون لري چې مشري یې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف د سنا مجلس ته د یوې اعلامیې د لوستلو په ترڅ کې وویل "د افغانستان جگړه په پاکستان کې نه شي کیدای. د پاکستان تورنول د افغانستان په با ثباته کولو کې مرسته نشي کولی

په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو اصلي شمېر!

پنجشنبه, 02 سنبله 1396 17:45

فارن پالیسي خپرونې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د اصلي شمېر په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

فارن پالیسي لیکي کیدای شي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي ستراتیژي له مخې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر۱۶ زرو ته ورسېږي.

خپرونه وايي، د والسټریټ ژورنال دوه خبریالان توانیدلي دي چې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون څخه دا اعتراف واخلي چې په افغانستان کې د موجودو امریکايي سرتېرو شمېر تر هغې زیات دی څه چې د امریکا حکومت وايي.

فارن پالیسي لیکي چې دا مهال په افغانستان کې۱۲ زره امریکايي سرتېري موجود دي، نه اته زره او څلور سوه.

په مطلب کې وړاندې راځي چې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د اصلي شمېر د پټ ساتلو پروسه د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پرمهال پیل شوه او د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت په وخت کې يې هم دوام وکړ