وروستي مطالب

دفاع وزارت: د افسرانو د تقاعد طرحه د تشکیلاتي تراکم مخنیوي لپاره عملي کېږي

شنبه, 27 عقرب 1396 21:37

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ډېر عمر لرونکو افسرانو د تقاعد طرحه به په دوو کلونو کې بشپړه شي.

دفاع وزارت وايي، شااوخوا پنځه زره هغه ځوان افسران چې په هېواد کې د ننه او له هېواده بهر یې لوړې زده کړې کړي د تقاعد کېدونکو افسرانو ځای به ډک کړي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۲۷» په دې اړه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، په دفاع وزارت کې د ډېر عمر لرونکو افسرانو د تقاعد طرحه په دغه وزارت کې د تشکیلاتي تراکم د مخنیوي په هدف

غني: د ځمکو د غصب برخه کې د دولت د قضایاوو ادارې له کار نه سخت ناراضه یم

شنبه, 27 عقرب 1396 21:32

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ځمکو د غصب په برخه کې د دولت د قضایاوو له ادارې سخت ناراضه دی او زیاته یې کړه چې د غصب ټولې قضیې به له یوې مخې د سترې محکمې له لورې وڅېړل شي.

د زوراکو له لورې د دولتي ځمکو د غصب په اړه د اندېښنو په دوام ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د قانون د حاکمیت عالي شورا د ځمکو د غصب مسئله په جدي ډول تعقیبوي.

ښاغلي غني چې د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۲۷» یې په ارګ کې، په څلورم ملي ښاري کنفراس کې خبرې کولې عدلیې وزارت ته خبرداری ورکړ چې که د دولت د قضایاوو او یا د حقوقو په اداره کې د ځمکو د غصب د مخنیوي په وړاندې ځنډ

ترکیه په ناروې کې د ناټو له مانورو ووتله

شنبه, 27 عقرب 1396 21:20

د ترکیې یوه سیاسي مشر ته د سپکاوي په تور دغه هېواد په ناروې کې د ناټو له پوځي مانورو ووت.

د رپوټونو له مخې په پوځي مانورو کې د دوښمن انځور په اصل کې د اوسمهالې ترکیې د بنسټګر مصطفی کمال اتاترک و.

ترک رسنۍ وايي، یوه خواله رسنۍ کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په نوم له یوه کوټه (جعلي) حساب د ناټو خلاف پېغامونه هم خپاره شوي دي

اروپا ته د افغانستان پر لاره هوکړه وشوه

پنجشنبه, 25 عقرب 1396 15:53

د افغانستان، ترکمنستان، ګرجستان،ازربایجان او ترکیی د بهرنیو چارو وزیرانو د ټرانسپورتي او ټرانزیتي لاجوردو لارې د ګټې اخيستنی هوکړه لیک نن په عشق آباد کی لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه لیک پر بنسټ افغانستان چی په وچه کی ایسار يو هېواد دی، د سوداګریزې راکړه ورکړی لپاره یوې نوی بدیلې لاری ته لاسری وموند.

د لاجوردو لار د افغانستان له تور غونډۍ او اقینې بندرونو پیلېږي او د ترکمنستان د ترکمن باشي بندر ته رسېږي. دازربایجان دباکو له ښاره تر تېریدو وروسته، د ګرجستان د تفلیس سره نښلي او له هغه ځایه به دترکیې قارس ته

ګل پاڼه څومره مالداره ده چې ١٠مېلینه روپۍ ټېکس ترې غوښتل کېږي؟

چهارشنبه, 24 عقرب 1396 18:55

دپښتو په وتلې سندرغاړې ګل پاڼې پسې دپاکستان دګمرګ یا ټیکسونو محکمې د ١٠ مېلینو روپو د ټېکس نوټس لیږلی اؤ وایي ګل پاڼه په مېلینونو روپۍ ګټي خو تر اوسه یې دیوې روپۍټېکس هم نه دی ادا کړی.

ګل پاڼې وي او ای ډیوه ته وویل “زما زړه خو ډیر سخت خفه شي چې دپښتونخوا نه بهر فنکاران د ورځې په کروړونو روپۍ ګټي خو په هغوئ پسې دومره درانه ټېکسونه نه لیږل کیږي اؤ دهشت ګردۍ ځپلي پښتون فنکار نه یو کروړ روپۍ ټېکس غوښتل کیږي

افغان ځواکونه د 'پاکستان د بریدونو' په ضد 'تیارسی' دي

چهارشنبه, 24 عقرب 1396 18:43

افغان چارواکي وايي د ډیورنډ کرښې له "پاکستاني غاړې" د کونړ پر یو شمېر ولسوالیو د توغندیو بریدونه لا هم روان دي او لسګونه کورنۍ تښتېدلي دي.

د کونړ امنیه قوماندان جمعه ګل همت وايي لوړ پوړي مقامات یې پر دغو بریدونو خبر کړي او د ډیورنډ کرښې ته څېرمه ساحو کې یې ځواکونه تیارسئ دي.

نوموړي وویل"موږ عام تام اماده ګي لرو او لومړۍ درجه ا‌حضاراتو کې یو او دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړو

ارګ د لویې جرګې د جوړولو د هلو ځلو مخالفت وکړ

چهارشنبه, 24 عقرب 1396 18:37

ارګ وايي د یو شمېر افرادو او اشخاصو له لوري د لويې جرګې د جوړولو هلې ځلې او دغه بهیر د افغانستان د قوانینو خلاف دي.

د ارګ اعلامیه وايي "په دې وروستیو کې ځینو افرادو او حلقو د لویې جرګې د رابللو اوازې خورې کړي او همدارنګه یې د هېواد ځینو ولایتونو ته خپل افراد او اشخاص هم استولي دي، چې هغوی نه یوازې د حکومت رسمي استازي نه دي، بلکې عام خلک هم له دوی سره په ناستو او مشورو مکلف نه دي

رئیس کمیسیون مستقل انتخابات افغانستان برکنار شد

چهارشنبه, 24 عقرب 1396 18:16

محمد اشرف غنی، رئیس جمهوری افغانستان، نجیب‌الله احمدزی، رئیس کمیسیون مستقل انتخابات، را از سمتش برکنار کرده است.

در فرمان آقای غنی آمده است که نهادهای مربوط فهرست نامزدان جدید را برای عضو جدید کمیسیون پیشنهاد کنند.

آقای احمدزی، یک سال پیش به عنوان رئیس کمیسیون مستقل انتخابات از سوی بقیه اعضای این کمیسیون انتخاب شده بود