وروستي مطالب

ټرمپ رسماً بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنه وپېژاند

چهارشنبه, 15 قوس 1396 19:23

سپینې ماڼې کې د خبرو پر مهال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه اعلان وکړ، چې له ډېر مهال راهیسې یې اټکلونه کېدل. نوموړي شېبه مخکې وویل د امریکا متحده ایالتونه اوس بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنې په توګه رسماً مني.

ولسمشر ټرمپ ویلي، که دواړه لوري اسراییل او فلسطینیان یې ومني، امریکا به د دوو هېوادونو حل ملاتړ کوي.

د ولسمشر ټرمپ له خبرو مخکې د فلسطیني ولسمشر محمود عباس یوه ویاند خبرداری ورکړی و، چې دا به د سیمې لپاره 'خطرناکې پایلې ' ولري

د جرمني پولیسو یو افغان د انسانانو د قاچاقو په تور ونیوه

سه‌شنبه, 14 قوس 1396 16:23

د جرمني پولیسو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغه افغان یې نیولی چې انسانان یې په ناقانونه توګه جرمني او نورو هېوادونو ته انتقالول.

د جرمني فدرال پولیس وايي دغه افغان قاچاق کوونکي په ۲۰۱۶ کال کې غوښتل د ترکیې له لارې یو شمېر پناه غوښتوونکي په بېړۍ کې یونان ته انتقال کړي چې بیا یې لسګونه کسان په سیند کې ډوب او مړه شول.

پولیسو د دغه سړي نوم نه دی ښودلی او نه یې په اړه ډېر جزیات ورکړي خو ویلي یې دي چې هغه په خپله هم په دغې کښتۍ کې، چې ۹۰ پناه غوښتونکي په کې سپاره وو، ناست و

له ازبکستان سره د افغانستان نوي تړونونه

سه‌شنبه, 14 قوس 1396 16:04

ولسشمرانو اشرف غني او شوکت میرضیایف په تاشکند کې د خبرو پر مهال د نژدې ۲۰ تړونو په لاسلیکولو د دواړو هېوادو اړیکي نوې پوړۍ ته پورته کړل.

ټاکل شوې کابل او تاشکند د بل میلادي کال له پیله د سوداګرۍ، اقتصادي همکارۍ، ترانزیت او لوړو زده کړو په برخه کې همکارۍ څو برابره کړي.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه د سوداګرۍ، کرنې، روغتیا، ګمرکونو، اقتصادي همکاریو، ترانزیټ او لوړو زده کړو په برخه کې دي.

له ازبکستانه د افغانستان شمال ته د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي لېږد، د مزار شریف او هرات ت

ولسي جرګې ۱۱ کاندید وزیرانو ته د باور رأیې ورکړې

دوشنبه, 13 قوس 1396 19:31

د افغانستان ولسي جرګې د حکومت له لوري د ۱۲ معرفي شویو نوماند وزیرانو له ډلې ۱۱ ته د تأیيد رأیه ورکړه، خو نرګس نهان چې د کانونو او پټرولیم وزارت ته نومانده وه، له جرګې د باور رأیه تر لاسه نه‌کړه.

ولسي جرګې د روانې اوونۍ له پیله د یادو نوماند وزیرانو پرواګرامونه واورېدل او د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳» ورته صندوقونه کېښودل او رأیې یې ورکړې.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهيمي بریالیو وزیرانو ته د مبارکۍ تر څنګ د رأیې ورکونې د بهیر نتیجه داسې اعلان کړه

جېمز مټېس اسلام‌اباد ته رسېدلی او له پاکستاني مشرانو سره‌یې خبرې پیل کړي

دوشنبه, 13 قوس 1396 19:26

د امريکا دفاع وزير جېمز مټېس اسلام‌اباد ته رسېدلی او له پاکستاني مشرانو سره‌یې خبرې پیل کړې دي.

نوموړي نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳» د پاکستان له صدراعظم شاهد خاقان عباسي او لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره وکتل.

ویل کېږي چې د دوی خبرې له طالبانو، په تېره له حقاني شبکې سره د پاکستان د ملاتړ پر ادعاوو متمرکزې دي

د يمن پخوانى ولسمشر علي عبدالله صالح ووژل شو

دوشنبه, 13 قوس 1396 19:15

ديمن پخوانى ولسمشر علي عبدالله صالح د حوثيانو له غورځنگ سره په جگړه کې وژل شوى دى.

د "المسيره" په نامه د حوثي ياغيانو يوۀ ټلويزيوني چينل د دغه غورځنگ د چارواکو په وينا ويلي "په دغه مليشه ډله کې د خيانت کړکېچ پاى ته ورسېد او خاينانو مشر ووژل شو."

داسې انځورونه او ويډيوگانې پر انټرنېټ خپاره شوي چې ظاهرا" د ښاغلي صالح مړى ښېي چې په سر لگېدلى دى

راتلونکو دوو میاشتو پورې به پلی شي.

یکشنبه, 12 قوس 1396 21:28

په داسې حال کې چې د هېواد په ولایتونو او ان په کابل ښار کې د غیرمسؤلو وسله والو د موجودیت په اړه د خلکو اندېښنې مخ په زیاتېدو دي، د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، په دې برخه کې د امنیت له شورا سره یوه ګډه عملي طرحه وروستۍ شوې چې تر ارزونې وروسته به، له غیرمسؤلو وسله والو، د وسلو راټولول پیل شي.

د دغه وزارت سرپرست ویس احمد برمک د یکشنبې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۱۲ مه د ولسي جرګې د غړو پوښتنو ته د ځواب ویلو پر مهال وویل، دغه طرحه به تر راتلونکو دوو میاشتو پورې پلې شي

غنی: قانون رفع تبعیض تدوین شود

یکشنبه, 12 قوس 1396 21:24

آقای غنی گفت که جامعه افغانستان به تبعیض نه ضرورت دارد و نه اجازه،
محمد اشرف غنی، رئیس جمهوری افغانستان به وزارت عدلیه/دادگستری افغانستان دستور داده که قانون رفع تبعیض را تدوین کند.
او که امروز یکشنبه ،۱۱ قوس/آذر در مراسم تجلیل از ولادت پیامبر اسلام در کابل صحبت می‌کرد، افزود که "در این مجلس اعلان می‌کنم و به وزارت عدلیه هدایت می‌دهم که درباره رفع تبعیض مطابق قانون اساسی اقدامات سراسری انجام دهد و یک مقرره و قوانین لازمه را تدوین کند